د څه باندې سلو کسانو قاتل د کریم خلیلي په ضمانت له زندان نه خوشی شوي
د ولسې جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي تورن کړ، چې د غیر مسوولو وسله والو یو قومندان او د څه باندې سلو کسانو قاتل یې له زندان څخه ازاد کړی دی.
د دې کمیسیون رییس او د ارزګان ولایت وکیل عبیدالله بارکزي له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل، چې دا کس عبدالحکیم شجاعي نومیږي او د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د لسګونو کسانو د وژلو په تور نیول شوی وو.
ښاغلي بارکزي څرګنده کړه چې عبدالحکیم شجاعي د ولسمشرکرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي په ضمانت له زندان څخه خوشی او بیرته ارزګان ولایت ته ورغلی دی:
"دې کس تراوسه په ارزګان ولایت کې یو سل او یو ویشت تته وژلي،یوسل او دوه پنځوس کورنۍ یې له خپلو سیمو نه کډې کړي او نږدې شپیته کورونه یې سوځولي دي.
ده دغه راز سلګونه زره افغانۍ او کلدارې له خلکو رشوت هم اخیستی.
دی کابل ته راغی او زمونږ په همکارۍ د کورنیو چارو وزارت لخوا ونیول شو،وروسته زه سفر ته ولاړم او څلور شپې وروسته ښاغلي خلیلي عبدالحکیم شجاعي د وکیلانو په واسېه په ضمانت له زندان څخه خوشی کړځکه چې د هغه د ګوندغړی دی".
د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکو څه موده مخکې ادعا وکړه چې عبدالحکیم شجاعي د دې ولسوالۍ شل تنه اوسیدونکي تښتولي او له هغې ډلې نه یې اولس تنه وژلي دي.
راپورونه وایی چې عبدالحکیم شجاعي دا کسان د خپلو هغو دوو تنو غیرمسوولو وسله والو د وژنې په غچ اخستنې کې ووژل چې د وسله والو مخالفانو لخوا یې سرونه پرې شوي وو.
د ارزګان ولایت یوه چارواکي چې د خپل نوم له اخستلو یې ډډه وکړه آزادي راډیو ته وویل چې عبدالحکیم شجاعي په خاص ارزګان کې څه باندې اویا تنه غیرمسوول وسله وال لري او اوس هم په نوموړې ولسوالۍ کې آزاد ګرځي.
ده وویل چې په ارزګان ولایت کې بهرني ځواکونه د عبدالحکیم شجاعي ملاتړي دي او د هغوی په لارښوونه هلته پوستې هم لري.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي څه موده مخکې له آزادي راډیو سره په مرکې کې هغه خبرې رد کړې چې ګوندي عبدالحکیم شجاعي د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو قومندان دی.
ښاغلي صدیقي څرګنده کړې وه چې د دې کس لخوا د ګڼ شمیر کسانو د وژلو په اړه د کورنیو چارو وزارت جدي څیړنې کوي.
هڅه مو وکړه چې له زندان څخه د عبدالحکیم شجاعي د خوشې کولو په اړه د جمهور رییس د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي نظر هم واخلو خو ونه توانیدو، د هغه د دفتر مسوولانو په دې اړه بې خبري وښوده.
د مدنې ټولنو د هماهنګۍ مرکز له مجرمینو څخه ملاتړ د قانون ضد عمل بولي او وایی چې هیڅوک نشي کولای قانون ترپښو لاندې کړي.
د دې مرکز غړي زبیر شفیقي په دې اړه آزادي راډيو ته وویل:
" نه یوازې د جمهور رییس دوهم مرستیال بلکې خپله ولسمشر هم حق نلري چې یومجرم چې خلک یې وژلي وي له زندان څخه خوشې کړي.
داسې یو مجرم چې د سیمې خلک یې د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کوي د دې پرځای چې ورسره حساب کتاب وشي خوشی کیږي، دا له ملت سره غټ خیانت دی".
د مدني ټولنو د هماهنګۍ د مرکز مسوولانو تردې وړاندې هم په یوه خبري کنفرانس کې د عبدالحکیم شجاعي د محاکمه کولو غوښتنه کړې وه.
د قانون پراساس د ټولو مجرمینو نه مجازات کول هغه ستونزه ده چې له امله یې په ملي او نړیواله سطحه پرافغان حکومت انتقادونه کیږي،د عبدالحکیم شجاعي په شان نور تورن او مجرم کسان هم شته دي چې د ځینو دولتي چارواکو لخوا یې ملاتړ کیږي اوځانونه ترقانون اوچت ګڼي.
په دې اړوندتاندپه لاندې ډول یوخبرخپورکړی دی:
عبیدالله بارکزي د اروزګان د خلکو د قاتل پر خلاصېدو انتقاد وکړمیرویس جلالزی
د ولسي جرګې یوه مخکښ غړي ویلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي په اروزګان کې د یو شمیر پښتنو قاتل په خپل امر خوشي کړی دی.
دغه سړی قوماندان شجاعي نومیږي چې د اربکیو مشري ور په غاړه وه او د اروزګان په دهراوت ولسوالۍ کې یې څه موده دمخه اتلس تنه ولسي افغانان وژلي او شاوخوا شپاړس نور یې برغمل کړي وو.
د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون مشرعبیدالله بارکزي ویلي چې قوماندان شجاعي تر دغه قتل وروسته د حکومت له لوري نیول شوی و او کابل ته لیږدول سوی وو خوله دغه ځایه بیرته د کریم خلیلي په مداخلي آزاد شوی او خپلي سیمې ته ستون شوی دی.
قوماندان شجاعي څوځله په اروزګان ولایت کې ولسي خلک په ناحقه وژلي اوشکنجه کړي دي.د ځینو لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې شجاعي د څه باندې سلو ملکیانو په قتل تورن دی.
د بارکزي په وینا کریم خلیلي په خپل خاص امرقوماندان شجاعي له توقیفه خلاص کړی او امکان لري چی بیرته په اروزګان کې خپله دنده ترلاسه کړي.
د اروزګان یو شمیر مخورو څه موده دمخه په کابل کې اعتراض کړی و، چي که چیرته د قوماندان شجاعي مخه و نه نیسي نو دوی حاضر دي چې د هغه پرضد وسله واخلي.
شجاعي په خټه هزاره او شیعه مذهبه دی چې په سیمه کې د امریکا د سپيشل فورس ځواکونوملاتړ هم ورسره دی.
کریم خلیلی تراوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د کابل د لویې څارنوالۍ یوې سرچنې، چې نه یي غوښتل نوم یي واخیستل شي، نن تاند ته وویل چې لومړۍ محکمې په قوماندان شجاعي د اشدمجازات حکم صادرکړی و خو نوموړی دوهمي محکمې ته له تلو دمخه د ولسمشر د دوهم مرستیال په مداخله له څارنوالۍ خلاص او یا غزني او یا هم احتمالاً اروزګان ته لېږل شوی دی.
له ازادي رادیواوتاندڅخه په مننه