امریکایانو افغانستان څنګه اشغال کړ
قاري حبیب
( لومړۍ برخه)
دسبتمبر دیوولسیمې پیښه او دامریکا بیړنی غبرګون د ۲۰۰۱ کال دسبتمبر په ۱۱ مه نیټه دامریکا په مهمو اقتصادي او نظامي بنسټونو بریدونه ترسره شول ، چې په غچ کې یي امریکایي ولسمشر ( جورج ډبلیو بوش ) په افغانستان دبرید قومنده ورکړه . وروستي رابرسیره شوي یو شمیر اسناد ښیي چې امریکا له ډیر پخوا څخه نیت درلود ، چې افغانستان تراشغال لاندې راولي ، دمنځنۍ اسیا او کسپین دحوزې د ( محبوس غاز ) ترنظارت لاندې ساتل ، په راویښیدونکي ښامار ( چین ) باندې د برژنیف طرح شوی نیمه خوا ( دکتورین ) راڅرخول ، دایران محاصره ، دطالبانو داسلامي امارت له منځه وړل او په ټوله کې داسيا په بام ( افغانستان ) باندې سنګر نیول ، هغه ستر اهداف وو چې امریکایانو یوازې دافغانستان دلاندې کولو له طریقه ترلاسه کولای شوای . دهمدې لپاره خو امریکایانو له شمال ټلوالې سره له وړاندې لا استخباراتي تار اچولی وو ، دسي آی اې دمحرمو خدمتونو یو افسر ګاري شروین چې له مسعود سره یې نږدې پنځلس کلنه پیژندګلوي درلوده ، او په اتیایمو کلونو کې یې مسعود ته دسي آی اې ( دوه لکه ډالري میاشتنۍ تنخوا ) رسوله ( ۱ ) څو ځله پنجشیر ته تللی راغلی وو ، چې دمسعود په واسطه دامریکایي سټینګرو دراټولولو ترڅنګ یې هغوی راتلونکي استخدام ته هم تیارول ، هغوی ته یې نقدي مرستې رسولې او دامرالله صالح غوندې کسان یې دپوځي او استخباراتي زده کړولپاره جلبول . دسبتمبر له پیښې وروسته امریکا ته په افغانستان دبرید لپاره ښه بهانه په لاس ورغلې وه ، امریکایانو دطالبانو لخوا دمذاکراتو او مسئلې دسوله ایز حل لپاره شوي وړاندیزونه ټول نادیده ونیول ، او له حملې سمدستي وروسته یې که له یوې خوا له پلټنو پرته ددې پیښې پړه داسامه ابن لادن په غاړه واچوله له بلې خوا یې په افغانستان دحملې لپاره عملا مقدماتي هڅې هم پیل کړې . د سبتمبر دپیښې او وروستیو جریاناتو په اړه د لیکل شوي مشهور کتاب ( بوش په جنګ کې ) دمعلوماتو له مخې دامریکا دسي آې اې د هغه مهال مشر ( جورج ټینټ ) له پیښې تقریبا پنځه ساعته وروسته وویل چې دا پیښه داسامه بن لادن لخوا پلان شوې ده ، دسبتمبر په یوولسمه دماسپښین په درې نیمو بجو ولسمشر بوش چې له سپینې ماڼې څخه تښتیدلی وو دنبراسکا په ( آفټ هوایي اډه ) کې دملي امنیت یوه عاجله غونډه راوغوښته ، دغونډې په مهال دسي آی اې مشر جورج ټینټ وویل چې برید داسامه بن لادن لخوا ترسره شوی دی (۲ ) دشمال ټلوالې او امریکا دهغه مهال رابط ( امرالله صالح ) وایي ، زه دسبتمبر په همغه یوولسمه دپیښې په اړه دمطبوعاتي راپورونو په پلټلو بوخت وم ، چې ناڅاپه ریچارډ ( د سي آی اې یوه چارواکي ) راته زنګ وواهه ، امرالله صالح زیاتوي (ما هنوز اطلاعی غیررسانهای نداشتیم که «رچارد» از امریکا برایم تلیفون کرد. او با لحن غیرمعمول و با اضطراب برایم گفت: «بالای امریکا حمله شده است. قراینی وجود دارد که کار القاعده است. تو با بزرگان جبههتان حرف بزن ببین از امریکا چه توقع دارند. آیا اینها توانایی ترد حملات طالبان را تا اینکه ما کاری کنیم، دارند یا خیر. اگر ندارند چه کمک عاجل میتواند به شما این توانایی را بدهد.» صالح زیاتوي ، له دې دوه ورځې وروسته دسبتمبر په دریارلسمه یوځل بیا له امریکا څخه ټیلفون راغی ، امریکایي استازي ( فل ) راته وویل (من برایت زنگ زدم که اول در قسمت تهیه پاسخ خودتان کمک کنم و برعلاوه از شما طلب همکاری نمایم. حمله علیه ما توسط القاعده سازماندهی شده است. امریکا در اضطراب است) امرالله صالح په خپلو یاداشتونو ( پس از مسعود ) کې نه یوازې دسبتمبر له حملې وروسته دامریکایانو دعجولانه اقدام او په افغانستان دبرید لپاره دتیاریو په پيل غږیږي ، بلکې له دې رازه هم پرده پورته کوي چې نوموړي په دې مهال عملا دسي آی اې لپاره دیوه جاسوس او اطلاعات راټولوونکي ډلې دمشر په صفت کار کوو ، ځکه په همدې ټیلفوني مکالمه کې وروسته امریکایي استازی ( فل ) صالح ته وایي چې نور ددې ضرورت نشته چې دپخوا غوندې استخباراتي معلومات لومړی تحلیل او کره کړی او بیا یې موږ ( امریکایانو ) ته مخابره کړئ ، څرنګه چې وضعیت اضطراري دی ، نوښایي چې هرډول استخباراتي معلومات راټول کړئ او پرته له لاس وهنې یې عجالتا سي آې اې ته مخابره کړئ صالح وایي فل راته وویل (دولت امریکا از شما میخواهد هر نوع اطلاعی که در اختیار دارید- یا بهدست میآورید- با ما شریک سازید. من تکرار میکنم هر نوع اطلاعی که دارید با ما شریک سازید. خواهش ما این است که از تحلیل اطلاعات ابا ورزید. هرچه را که میشنوید و بهدست میآورید، بهصورت خام و دستنخورده، با ما شریک سازید. دیگر در آن حالت عادی قرار نداریم که اطلاعات پروسسشده را ترجیح دهیم. حتا تبصرههایی که توسط مردم عادی در افغانستان میشود یا در دفاتر طالبان یا در صفوف جنگی آنها صورت میگيرد، برای ما اهمیت دارد ( ۳ ) دا ټول هغه څه په ډاګه کوي چې دسبتمبر دپیښې په غبرګون کې داسامه بن لادن ګرم بلل او په افغانستان دانتقامي حملې دپلان په اړه دامریکایانو اقدام خورا عجولانه او غیرمنطقي وو ، له دې څخه داسې ښکاري چې امریکا دبرید لپاره له وړاندې پلان او تیاري درلوده ، یوازې یې یوه بهانه غوښته . په داسې شرایطو کې دبرید دمخنیوي لپاره دطالبانو ټولې ديپلوماتیکې هڅې بې نتیجې پاته شوې ، طالبانو په رسمي کچه د پیښې روڼاوی غوښت ، خو امریکایان عملا دحملې لپاره په پلان ګزارۍ او سلا مشورو بوخت وو . په ( بوش اټ وار ) کتاب کې ثبت شوی جریان څرګندوي چې دسبتمبر له یوولسمې نیولې بیا دداکتوبر تر اوومې ( دیرغل ترورځې ) دسپینې ماڼۍ ، پینټاګون او سي آی اې چارواکو یوازې په جګړه ایزو سلا مشورو او دانتقام اخیستلو په اړه فکر کاوو ، او دبل هیڅ بدیل اقدام یې په رسمیت نه پيژاند کتاب په یوه جمله کې وایي ( شنبه دسبتمبر په پنځلسمه په کمپ ډیويد کې ټوله ورځ دجنګ په ستراتيژۍ خبرې روانې وې (۴) داستخباراتي عملیاتو پيل او دافغاني اجیرانو استخدام دسبتمپر په ۲۶ مه دچهارشنبې ورځ ، غرمه دوولس بجې وې ، چې دسي آی اې لومړۍ روسي ساخته چورلکه چې دهمدې ادارې یو ۵۹ کلن لوړرتبه افسر ( ګاري شروین ) په کې سپور وو ، دمغرور هندوکش دانجمن له غاښي واوښته ، او دپنجشیر په خوا یې پرواز ته ادامه ورکړه ، ګاري شروین دخپلو پښو ترمنځه یو فلزي بکس ایښی وو چې دری میلیونه ډالر په کې پراته وو ، نوموړی روان وو ترڅو په دې پیسو په پنجشیر کې جنګیالي رانیسې ، چې دامریکایي یرغل لپاره دمقدمة الجیش رول ادا کړي . دا په حقیقت کې دافغانستان په داخل کې دمباشرو امریکایي عملیاتو پيل وو ، کوم ټیم چې ګاري شروین یې مشري کوله لس نفره استخباراتي او پوځي افسران په کې شامل وو او شفري نوم یې ( ژامه ماتوونکی ) ایښودل شوی وو ، ګاري شروین په پنجشیر کې پیاده شو، او وتوانېد چې ترامریکایي اټکل په خورا ټیټه بیه دشمال ټلوالې مشران راونیسي ، ترڅو دامریکایي یرغل لپاره دټانګې د ټټوانو رول ادا کړي ، ګاري شروین په خپل کتاب ( لومړنی ورتګ ) چې داسدالله شفايي لخوا ژباړل شوی دی ، کې دسپتمبر له ۲۶ مه دنومبر ترڅلورمې پورې په افغانستان کې دخپل استخباراتي ماموریت اوپه پیسو باندې داجیرانو درانیولو په اړه خورا جالبې کیسې لیکلي ،نوموړي دخپلو دې یاداښتونو په یوه برخه کې د دپیسو دویش داسې یادښت اخیستی . ــ انجینر عارف ته پنځه سوه زره ډالر د سبتمبر په ۲۶ مه دپنجشیر په بازارک کې ورکړل شول ــ قسیم فهیم ته یو ملیون ډالر دسبتمبر په ۲۷ مه دپنجشیر په بازارک کې ورکړل شول ــ سیاف ته سل زره ډالر دسبتمبر په ۲۹ مه په ګلبهار کې ورکړل شول ګیري دتوضیحاتو په مهال لیکي چې دسبتمبر په ۲۷ مه فهیم ته دخبرو په مهال یو ملیون ډالر په میز کیښودل شول ، چې په هغه یې ښه اغیز وکړ ، فهیم وویل موږ تاسې ته هرکلی وایو ، موږ هرڅه چې په وس موپوره وي درته وبه یې کړو ، فهیم یو څو پوښتنې درلودې او ویل یې ( جګړه کله پیلیږي ؟ تاسې به کله رارسیږئ ؟ امریکا به اصلي حمله کله شروع کوي ؟) ( ۶ ) ګیري په خپلو یاداښتونو کې دسیاف هم یوه جالبه ذکر کوي ، نوموړی وایي ( کله مې چې دملاقات په مهال سیاف ته دسل ډالري نوټونو څخه ډکه رڼه کڅوړه په میز کیښوده ، دنورو قومندانانو خلاف چې په پیل کې به یې پیسو ته ډیره اعتناء نه کوله ، نوموړي په یوه تیزه حمله کڅوړه دمیز له سر څخه پورته کړه ، یوه شیبه یې خپلو له خوشالۍ څخه راوتلو سترګو ته نږدې کړه ترڅو ځان باوري کړي چې پیسې په کې دي ، او بیا یي لکه ایشیدلی کچالو چې په لاس کې نیولی وي زر یې دخپل یوه همکار په خوا ورواچوله او ماته یې په خندا وویل چې ( دالومړی ځل دی چې له یوچا نه نغدې روپۍ اخلم ) خو دسیاف داوروستۍ خبره سړي ته دسعودي استخباراتي مشر سعود الفیصل خبره وریادوي چې ویل یې هرکله به مې چې له سیاف سره ملاقات کاوو مجبور وم چې خپله دبانکي چکونو کتابچه په لاس کې راسره ولرم (۷ ) ګاري شروین په پنجشیر کې خپلو اجیرانو ته له دې پرته نور ډالر هم ورکړل ، نوموړی خپل د ډالرو دویش دوهم لست داسې خلاصه کړی . ـــ انجینر عارف ۲۲ زره ډالر داکتوبر په لومړۍ ، ۱۰ زره ډالر داکتوبر په دوهمه ، او دوه نیم لکه ډالر داکتوبر په اوومه ( دیرغل په ورځ ) ټول د پنجشیر په بازارک کې . ـــ قسیم فهیم یو ملیون او دوه سوه زره ډالر داکتوبر په ۱۷ مه دپنجشیر په آستانه کې ــ ډاکټر عبدالله ۲۵۰ زره ډالر داکتوبر په ۱۷ دپنجشیر په آستانه کې ، عبدالله ډالر په دې بهانه یووړل چې دپنجشیر خلک ډیر غریبان دي ، باید کومک ورسره وشي . ګاري شروین دلته دې ته اشاره کوي ، چې دشمال ټلوالې مشران څومره په امریکایانو ورمات وو ، او دهغوی دخدمت لپاره یې له یوه بل ځان مخکې کاوو ، نوموړی وایي داکتوبر تر ۱۷ پورې زموږ یو بل استخباراتي ټیم ( الفا ) دافغانستان په شمال کې له رشید دوستم سره یوځای شوی وو ، خو هغه ټیم چې باید له قومندان عطاء محمد نور سره ملحق شوی وای لا افغانستان ته نه وو راغلی ، په دې باندې عطامحمد نور سخت خفه وو ، او نږدې وو چې دخپلې غوسې دښکاره کولو لپاره له دوستم سره جنګ وکړي ، موږ دعطامحمد نور دخوشاله کولو لپاره دنوموړي لپاره ۲۵۰ زره ډالره بېل کړل او د اکتوبر په ۱۷ مو دپنجشیر په استانه کې قسیم فهیم ته ورکړل ترڅو یې عطامحمد نور ته واستوي ( ۸ ) ګیري په پنجشیر کې دډالرو دویش په توسط دشمال ټلوالې مشران داسې اوده کړل ، چې له امریکایانو سره یې دهر ډول مرستې ټټر وواهه له برید څلور ورځې وړاندې د شمال ټلوالې مشرانو ګیري ته په ګلبهار کې یو زوړ هوایي ډګر وروښود ترڅو امریکایي هوایي ځواکونو ترې استفاده وکړي ، دغه ډګر چې ۱۹۱۹ کال کې برتانوي یرغلګرو استعمال کړی وو ، په پیدا کولو سره یې امریکایان ډیر خوښ شول او ګیري انجینر عارف ته وروسته څه باندې دوه لکه ډالر ورکړل ترڅو زرترزره پرې کار وکړي ، او دالوتکو کوزېدو ته یې اماده کړي .( ۹ ) پنجشیر ته د راستول شوي استخباراتي ټیم سربیره امریکایانو دافغانستان په نورو برخو کې هم په استخباراتي فعالیت پيل کړی وو ، دافغانستان په شمال کې امریکایانو له دوستم او عطامحمد نور سره تار اچولی وو ، ترڅو دیرغل لپاره دځمکني قوت رول ادا کړي ، دسي آی اې دوه نور استخباراتي او هدف میندونکي ټیمونه ( الفا ) له دوستم سره او ( برېوو) له عطامحمد نور سره دیوځای کیدو لپاره اماده شوي وو ، ترڅو په مناسبه موقع له ډالري تحفو او جاسوسي وسائلو سره دافغانستان شمال ته چیرې چې دغه دوه جګړه ماران پټ وو ځان ورسوي ، له هوایي برید وروسته له همدغو قومندانانو سره یوخای شول ، په مرکزي افغانستان کې امریکایانو له کریم خلیلي سره اړیکې درلودې ، د ( دلتا ) په نوم استخباراتي ټیم له هوایي یرغل څو ورځې وروسته په بامیانو کې له کریم خلیلي سره یوځای شو، دافغانستان په لویديځ کې امریکایانو یوازې اسمعیل خان درلود ، د امریکایانو دمعلوماتو له مخې نوموړي په دې شپو ورځو کې دافغانستان په غرب کې دایران دپولې په سل کیلومترۍ کې پټ وو ، چې وروسته ورسره دسي آی اې د ( چارلي ) په شفري نوم استخباراتي ډله ملګرې شوه ، ترڅو دطالبانو په ضد جګړې ته یې وهڅوي ( ۱۰ ) له برید وړاندې دامریکایي یرغل لپاره ترټولو ستونزمنه عملیاتي ساحه دافغانستان جنوب او ختیځ وو ، چیرته چې طالبان پیاوړي وو او امریکایانو داسې اعتمادي جګړه ماران نه درلودل چې کرایه یې کړي او بیا یې دیوه استخبارتي ټیم په توسط په ملا ټپولو سره په طالبانو راپورته کړي ، خو بیا هم امریکایانو دجنوب او ختیځ لپاره څو تنه اشخاص پیدا کړي وو چې که طالبان ماتولای نه شي لږ ترلږه له طالبانو وروسته خلا ډکولای شي . په دوی کې یو یې قومندان عبدالحق وو ، د ( جنګ اشباح ) کتاب لیکي چې عبدالحق چې له ډیر پخوا یي دبرتانوي استخباراتو MI6 سره کار کاوو ، د ۱۹۸۱ کال په می کې د سي آی اې له یوه افسر هاورډ هارټ سره شناخته شو، او له هغه مهال یې دامریکا لپاره کار پیل کړ ، عبدالحق چې دسبتمبر له حملې وړاندې یې په دوبۍ کې تجارت کاوو ، کله چې امریکا په افغانستان دبرید لپاره تابیا نیوله یو ځل بیا امریکایانو استخدام کړ، ترڅو دافغانستان په ختیځ کې دامریکا لپاره کار وکړي ، امریکا عبدالحق ته پیسې ورکړې ، خو یوازې ددې لپاره چې له طالبانو وروسته په ختیځ کې دامریکا په ګټه دقدرت خلا ډکه کړي ، ځکه امریکایان پوهیدل چې نوموړی دومره توان نلري چې دطالبانو په ضد بغاوت وکړي او هغوی رانسکور کړي . خو عبدالحق دامریکایانو مشوره بابیزه وبلله او د اخلاص ښکاره کولو لپاره په خپل سر له خپلې نولس کسیزې ډلې سره افغانستان ته روان شو، نوموړی دلوګر په ازره کې طالبانو ونیو او دامریکایانو دهمکارۍ په جرم یې اعدام کړ امریکایانو دنوموړي دخلاصون هڅه وکړه او یوه بي پیلوټه الوتکه یې هم سیمې ته ولیږله ، خو ګټه یې ونه کړه (۱۱ ) په جنوب کې دعملیاتو لپاره دامریکایانو بل مهم پلان دحامد کرزي او ګل اغا شیرزي استخدام وو ، امریکایي استخباراتیان چې له دوی سره یې له وړاندې تعارف درلود ، په کوټه کې له دوی سره ملاقي شول ، او هریوه ته یې جلا پلان ورکړ . د ( the punishment of virtue ) کتاب لیکواله ( ساراچیس ) چې په دې مهال یې په کوټه کې دخبریالې په جامه کې دامریکا لپاره استخباراتي کار کاوو لیکي ( دسبتمبر له پیښې وروسته امریکایانو دې سیمې ته پام واړاوو او په جنګیالیو پسې به ګرځیدل ،او دطالبانو دماتولو لپاره یې ملګري پیدا کول ، ددغه جنګ لپاره دوه پیاوړي کاندیدان ډير ژر راڅرګند شول ، چې یو یې حامد کرزی او بل هم ګل اغا شیرزی وو . سارا چیس داکرم خاکریزوال له قوله وایي ( دامریکایي هوایي حملې له پیل دوه ورځې وروسته حامدکرزي خپل کورته ورغوښتم او راته یې ویې ویل چې باید جنګیالي تیار کړو ترڅو په جنوب کې دطالبانو په خلاف فعالیت وکړو ، کرزي دوه لکه پاکستانۍ کالدارې هم راکړې او راته ویې ویل اوس دا درسره واخله نورې خبرې به بیا وروسته کوو ، خو کرزی مې بیا ونه لید ځکه هغه افغانستان ته لاړ .) (۱۲) حامدکرزی خپله وایي ( دسبتمبر له پیښې وروسته مې په کوټه کې له ( نامعلومو امریکایي چارواکو ) سره ولیدل ، هغوی دهرډول مرستې ډاډ راکړ او راته ویې ویل چې کله تاسو افغانستان ته لاړ شئ نو موږ به مو ملاتړ کوو) ( ۱۳ ) سره له دې چې په پیل کې کرزي او شیرزي په ګډه دکارکولو هوډ کړی وو ، خو وروسته دامریکایانو په ټونګ کرزی ناڅاپه افغانستان ته روان شو ، نوموړی په موټر سایکل سپور کندهار ته لاړه له هغه ځایه روزګان ته ، او هلته یې دطالبانو به ضد فعالیت شروع کړ . د امریکا د باسټن پوهنتون استاد ( نیک بي مایلز ) چې دحامد کرزي به اړه یې کتاب لیکلی ، او نوموړی له ډيره وخته پیژني وایي ، کرزی هغه مهال له امریکایانو سره شناخته شو، کله یې چې په پیښور کې ( ملي نجات ) تنظیم کې دنده درلوده ، هغه مهال چې زیاتره تنظیمي قومندانانو امریکایانو ته په شک کتل کرزی برخلاف له امریکایانو سره ډیر اخلاص مند وو ، امریکایانو به نوموړی Best dressed afghan ( ډولي لباس لرونکی یا غوړ پړ افغان ) باله . نیک بي مایلز په روزګان کې د کرزي دګریزي ژوند په اړه دنوموړې له خپلې خولې خورا جالبې خاطرې لیکلي دي ، چې دټول تفصیل ذکر کول شاید لیکنه ډيره اوږده کړي ، خو دلته باید ووایو چې کرزی دامریکایي یرغلیز پروګرام له مخې روزګان ته لاړ ، هلته یې په پټه فعالیت شروع کړ ، څو ځله طالبانو ورباندې برید وکړ ، خو نوموړی به غرونو ته وتښتېد ، یوځل دې دروغجنې اوازې نوموړی له طالبانو خلاص کړ ، چې طالبان په دې باوري شوي وو چې نوموړی وژل شوی دی ، کرزي په غرونو ، غارونو او پرښو کې سختې یخې شپې تیرې کړې ، دنوموړي په خپل قول داسې مهال هم ورباندې راغی ، چې نږدې وو له لوږې او ستومانۍ څخه مړ شي ، ځکه په غرونو کې هیڅ نه پیدا کیدل او له امریکایانو سره ارتباط ځکه شکیدلی وو ، چې دسټلایټ ټیلفون د ټولو بطریو چارچ ختم شوی وو ، کرزي په پای کې دسټلایټ بطرۍ تودې کړې ، او سي آی اې ته یې وویل چې باید ډیر ژر ځان ورورسوي ، سي آې اې ورته وویل چې بیګا شپې ته په سل متریزه مربع ځمکه اوربل کړي ، ترڅو یې دوی ته موقعیت معلوم شي ، په دې توګه امریکایي ځانګړي ځواکونه له کرزي سره یوځای شول ، او دده ملګرو ته یې ګڼې درنې او سپکې وسلې ورسولې . حامد کرزي په روزګان کې دامریکایي کومندویانو په ملاتړ کار پیل کړ ، او دکندهار لپاره امریکایانو ګل اغا شیرزی انتخاب کړ ، اکرم خاکریزوال وایي ( دکرزي له تګ وروسته زه له شیرزي سره په تماس کې شوم ، نوموړي ته ورغلم ، ده ویل چې امریکایانو راته ویلي چې کندهار به یوازې ستا کسان نیسي ، او که بل چا ددې ښار دلاندې کولو کوښښ وکړ ، نو بم به ورباندې ولویږي ، خاکریزوال وایي ، چې شیرزي سره په مجلس کې یو کم عمره ځوان هم ناست وو چې افغاني خامک داره جامې یې په تن وي ، ما ګومان کاوو چې افغان دی ، خو هغه امریکایي وو ، شیرزي راته وویل چې ژورنالیست دی خو په حقیقت کې هغه دسي آی اې کارمند وو ( ۱۴ ) سره له دې چې شیرزي له لویديځو مطبوعاتو سره په خبرو کې لاپې وهلې چې نوموړی پنځه زره جنګیالي لري او کولای شي کندهار ونیسي ، خو په حقیقت کې نوموړی دومره جرأت نه درلود ، نوموړی هغه مهال کندهار ښار ته په داخلیدو وتوانید چې طالبانو له سخت مقاومت وروسته د اضافه تلفاتو دمخنیوي په خاطر دکندهار دتخلیه کولو پریکړه کړې وه . لوړ یاد شوي کسان هغه څوک وو چې امریکایانو ورباندې دیرغل دبریالیتوب لپاره حساب کاوو او مستقیما یې ورسره اړیکي پاللې ، له دوی پرته دافغانستان په لراوبر کې ډیر نور جګړه ماران هم داسې وو ، چې امریکایانو ورته دپراشوټ له لارې وسلې یا په دوهم لاس ډالر رسول ، ترڅو دامریکا هوایي ځواک ترسیوري لاندې دپیاده یرغلیزو سرتیرو رول ادا کړي . په دوی کې په مرکزي افغانستان کې محمد محقق د یادولو وړ ده ، چې دسرپل په بلخاب کې یې دطالبانو په خلاف دبرید مرکزیت جوړ کړی وو ، اوپه مختلفو جبهو کې دامریکایانو په ګټه وجنګېد ، د پروان په شیعه میشتو سیمو کې مصطفي کاظمي او سید حسین انوري هم له امریکایانو ډیرې نقدي مرستې او پراشوټي اکمالات ترلاسه کړل ، دسید حسین انوري په اړه ویل کیږي ، چې نوموړي دلوګر او ګردیز په شیعه ګانو کې له خپل نفوذ په استفاده دامریکایي ډالرو په توسط ګڼ جاسوسان کرایه کړي وو ، ترڅو سي آی اې ته په جنوب ختیځ کې دطالبانو جاسوسي وکړي ، دهمدې فعالیت له امله په همدې حوزه کې ډیر طالبان او عرب مجاهدین هم دامریکایانو لخوا شهیدان او یا ونیول شول ( ۱۵ ) په دې سربیره دغور په جنوب او پرچمن ولسوالۍ کې د ډاکټر ابراهیم غوري کسانو دامریکایي الوتکو په سیورې کې په طالبانو عملیات کول ، او شمال ته دکوهستاناتو په ساحه کې قومندان احمدخان مرغابي په فاریاب کې دطالبانو په خلاف په فعالیت بوخت وو ، چې امریکایانو ورته د دلالانو له لارې ډالر او دپراشوټ په واسطه وسلې ، خوراکي توکي او د آسونو اوبه او واښه رسول . دپنجشیر په جبهه کې دګیري شروین ( ژامه ماتوونکی ) ټیم په دې بریالی شوی وو ، چې د ځمکني یرغل لپاره داخیستل شویو جګړمارانو او افرادو په منځ کې ښه نظم او تقسیم بندي رامنځته کړي ، قسیم فهیم چې ډالر یې وصول کول امریکایانو دمشر مسؤل په صفت پیژاند ، له ګیري سره په همیشنی تماس کې وو ، انجینر عارف استخباراتي معلومات مخامخ ګیري ته رسول ترڅو یې نوموړی له خپلو کمپیوټرونو په استفاده سي آی اې ته ولیږي ، بسم الله خان په کابل دبرید لپاره غوره شوی وو ، دفرخار جبهه او دتخار دنیولو مسؤلیت داود داود ته سپارل شوی وو ، دنوموړي ملاتړ ته د مولاناسیدخیلي او قومندان ګدا پنجشیري په مشرۍ څو زره اضافه ځواکونه هم له پنجشیر څخه لیږل شوي وو ، دکوکچې په بله غاړه په شمالي تخار کې مطلب بېګ ، پیرم قل ، کبیرمرزبان ، پیرمحمد تالقاني او بشیر چاه آبي او ځیني نور جګړه مار قومندانانو په دې ګومارل شوي ، ترڅو له امریکایي بمبار وروسته دطالبانو په دفاعي لیکو هجوم وروړي . دګیري شروین جنګي طرح دشمال ټلوالې لخوا ټکي په ټکي عملي شوه ، خو یوازې سیاف په کې نا اغیړي وکړه ، ګیري شروین ددې طرحې دجوړولو په مهال استدلال کړی وو ، چې چون سیاف یو جنجالي سړی دی او ښایي دکابل دنیولو په مهال جنجال جوړ کړي ، او له بلې خوا موږ په ختیځ کې دځمکنیو عملیاتو لپاره څوک نه لرو ، نوځکه نوموړی باید په ختیځ کې دطالبانو په ضد دځمکني هجوم مشري په غاړه واخلي ، خو سیاف چې دختیځ افغانستان لپاره دیوه بل امریکایي اجیر عبدالحق مرګ یې په خپلو سترګو لیدلی وو ، نوځکه یې تورې خوردن ونه کړ ، او ( معذرت ) وغوښت . لوړ یاد شوي دقیقا هغه کسان وو چې په امریکایي یرغل کې یې مخامخ او مباشر رول ولوباوو ، او دامریکایي استخباراتو له هیلو سره سم یې دامریکایي الوتکو تر سیوري لاندې دامریکا په لاس دافغانستان داشغال لپاره وجنګیدل ترڅو یې دامریکایي ځمکنیو قواوودراتګ لپاره فضاء برابره کړه . ( نوربیا ) ددې لیکنې مآخذ ۱ – دپیریانو جګړې ( سټیو کول ) ۲ – بوش په جنګ کې ( باب ووډ وارډ ) ۳ - پس از مسعود ( امرالله صالح ) ۴ – بوش په جنګ کې ۶ - پورتنۍ مرجع ۷ - لومړنی ورتګ ( د ګاري شروین یاداښتونه ) ۸ - پورتنۍ مرجع ۹ - بوش په جنګ کې ۱۰ - یاده مرجع ۱۱ - یاده مرجع ۱۲ - دفضیلت سزا ( سارا چیس ) ۱۳ - کرزی ( نیک بي مایلز) ۱۴ - دفضیلت سزا ۱۵ - پس از مسعود
قاري حبیب