جرمنیان دبرلین دېوال نړول لمانځي خوموږ؟
بســــــــــــــــمل
نن داکتوبردرېمه نېټه دآلمان په مرکزي اولویوښارونوکې سیاسي محافل دختیځ اولوېدیځ آلمان د بیا یووالي او بشپړتیاپه لمانځنه بوخت دي موږ هم ورته دزړه له تله ددې مهمې تاریخي ورځې مباره کي وایو.
دلته نن رخصتي ده په سړکونوترافیک کم اودخلګوګڼه ګوڼه نشته کلي اوبانډې ارامي خوزماپه شان ګڼ شمېر افغانان دخپل ګران هېواددخاورې تمامیت ته اندېښمن اوله دې پوښتنې سره مخ دي، چې ولې په نړۍ کې لا تر اوسه یو بام اودوه هواوې چلیږي؟
عجیبه ده، چې دلته په اروپا کې دیوې ژبې، یوفرهنګ اویوې وینې لرونکی بېل شوی جرمن سره یوځای کېدای شي خوهلته داسیا په زړه کې بیا د یوې ژبې، یو فرهنګ او یوې وینې لرونکی افغان(پښتون)نه یوازې څوک یو ځای کېدلوته نه پرېږدي، بلکې یوشمېر بې ایمانه په موږ تپل شوي تش په نامه پښتانه زموږ دمېړني او تاریخي قام د وجود په لا تباهي اوسرغوڅولولګیا دي.
دتېرې اونۍ په اخېرو کې مې یو بدخبرپه لاندې ډول ولوست :
حامدکرزی د ډیورند کرښې لاسلیکولوته تیاری ښودلی دی
نوي معلومات څرګندوي چې کرزي بالاخره دپاکستان فشارونو ته غاړه ایښې ده او ډیر ژر به د ستراتیژیک تړون ترنامه لاندې د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني د روهي ویبپاڼې په حواله یوه روسي کارپوه چې د افغانستان په چاروکې ماهر دی وايي چې دکرزي دفتر د ډیورند د کرښې اسناد یو کال مخکې چمتو کړي او ژر به یې له لاسلیک وروسته پاکستان ته وسپاري د وېبپاڼې په حواله یوه حکومتي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ویلي چې تیره اونۍ دپښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له کرزي سره په یوه ناسته کې کرزي ته وویل چې ته کولای شې افغانستان جوړ یا یې وران کړې خو زما په سرمعامله نه شې کولای له دې ښکاري چې محمود خان اڅکزی هم له دې معاملې خبر دی . کرزی فکر کوي چې که د ډیورند کرښه ومني نو پاکستان به دطالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دده واکمني به وژغورل شي خو داسې ښکاري چې دکرزي داپرېکړه به دافغانستان لوی اکثر یت ونه مني او کیدای شي چې له ډیورنډ هاخواهم د ملتپالو ګوندونو له غبرګون سره مخاخ شي.
دپورتني دردوونکي خبر له لوستلووروسته مې یوه لیکنه لر اوبر ته ولېږله کور یې آباد بې له ځنډه یې په لاندې لینک کې خپره کړه :
http://www.larawbar.net/33934.html
درنو لوستونکو!
یو بام او دوه هواوې خوبه نورې هم وچلیږي خوموږ به اوس څه کوو؟
آیا همداسې به دخیر په غونډۍ ورته ناست او دپردیو دچشنونونندارې کوو؟
آیا تاسو په ارګ مین حامدباندې باورلرئ، چې دا ملي خیانت به ونه کړي؟
دافغانستان دکړاواونننۍ بدبختي باعث په ارګ مین حامد دخپل محکوم یوولس کلن دورپه جریان کې وښوده ، چې دهېوادله سرلوړي، ملي حاکمیت، دملي نوامسوخوندیتوب، رښتیني ملي یووالي،سیاسي،اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره هیڅ لیوالتیا او مینه نه لري که چېرې یې لرلای نو دقماربازانو، بې سوادانو، چرسیانو او جنګي جنایتکارانوله مینځه به راوتلای وای.
که څوک زمادنظرمخالف وي مهرباني دې وکړي دتېرویولسوکلونویوه داسې ښېګڼه دې راپه ګوته کړي، چې د استقلالیت، ملی حاکمیت، ملي یووالي، ټولنیزسیاسي اواقتصادي پرمختګ یاکم له کمه زموږ دملي ناموس اوارزښتونودرناوی پکې شوی وي.
د۲۰۰۱زکال په ورستیوکې حامدله چپنې سره نېغ په ارګ ورننېستل شوله هرڅه اول یې دافغان بېګناه ولس په وینو لړلي جنګي جنایتکاران له عدلي تعقیب څخه معاف کړل.
جنګي جنایتکاران یې له ځانه راتاواودمصلحتونولړۍ یې یوه په بلې پسې داسې وغځوله، چې کوم جنایتکار باید کومونویوجنایتونوته لاس واچوي :
ــ دشهرکونو په پلمه دولتي اودبې وزلو ځمکې څوک غصب کړي.
ــ دولتي صنعتي او تولیدي موسسات څوک غصب کړي.
ــ بانکونه څوک چور کړي.
ــ ملي پانګه څوک له هېواد څخه بهر وباسي.
ــ دجګړې دلادوام په موخه دولس دځورولواوپارولولپاره کوم کاذب شخصیتونه په دولتي لوړو څوکیونصب او بیا په څه ډول یوله بل ځای څخه تبدیل شي.
ــ دولس مهارولواوځپلولپاره کوم خونړي جنګي جنایتکاران په مهموپوځي ارګانونومسلط کړل شي.
دې ته ورته نورې دګلوګېډۍ هم شته چې په ارګ مین حامدیې په غاړه لري.
دوزیرانوله تبدیلي څخه وروسته دادی اوس جنګي جنایتکارانودې ته هم هڅولی، چې دې لوی تاریخي جنایت ته لاس واچوي خوګرانه لوستونکیه!
زه او ته باید څه وکړو؟
ګوره!
سل ملګري ته لرې سل ملګري زه لرم هغوی هریوسل نورملګري لري له هغو نوروسلوبیاهریوسل سل نورملګري لري که داټول سره ضرب کړو لس ګونو زرو ته هم رسېدای شي.
نو څه ته ګورو؟
له هرڅه لمړی موږ بایدوخت له لاسه ورنه کړو داسې نه لکه له امریکا سره چې له جنایته ډک تړون لاسلیک شو.
موږباید فورأبېړني تبلغات پیل کړوداکه دغږیزویاچاپي رسنیوله لارې وي که کور په کور کلي په کلي دمخامخ اړیکوله لارې وي بایدافغان ولس راویښ او دګران هېواددخاورې ملي تمامیت، ملي یووالی لمړی له سـولیزې لار ې تامین کړوکه بیااړتیاوه نوراځئ ، چې دهېواددنجات لپاره له خپلوسرونوهم تېرشوترڅو زموږ راتلونکي نسلونه هېواداو ولس ته خاین کسان محکوم اوپه ما اوتا وویاړي.
دوطن په لار کې مرګ راکړې خاونده
که دا حال وي زه درتېر یمه له ژونده
چې په ټیټوسترګو ژوندکړي هغه هم مري
ما بسمل دې خالق ساتي له دې ګنده
دیادولوده، چې دشمال جنیایتکارې ټلوالې په تېره بیادبلخ افغان دښمن والي لا له پخوا څخه دډېورنډ دکرښې منلو اشارې ورکړې وې خو ولسمرګ حامد لا همداسې غوږونه مړه اچولي او هیڅ غبرګون یې ونښود.
دګران اولوی افغانستان دخپلواکي او سرلوړي په هیله