شپيګل:

په افغانستان کې پرمېشتو بهرنيوعسکروبه بريدونه ډېرشي

په هغه څېړنه کې، چې د جرمني شپيګل مجلې ديکشنبې په ورځ خپره کړې ده، د جرمني د استخباراتو په حواله په افغانستان کې د ثبات د راتلونکې په اړه اندېښنه ښودل شوې.
دا راپور، چې سرليک يې دى (تر ۲۰۱۴ م کال پورې دافغانستان دحالاتواټکل) په کې د جرمني د استخباراتي سرچېنو په حواله ويل شوي امنيتي وضيعت به ترينګلى وي او همدا رنګه د دې وېره هم شته، چې پربهرنيوځواکونو به په روانو بريدونو کې زياتوالى راشي.
د فرانسې خبري اژانس د جرمني د استخباراتو يا بي. اېن. ډي. د دې تحليل په حواله وايي، چې له افغانستانه تر ۲۰۱۴ زېږديز کال پورې د پلان شوې وتنې سره سم چې جګړيز بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووځي بيا به هم په دې هېواد کې د پنځه دېرش زرو بهرنيو سرتيرو پاتې کيدل ضروري وي، چې ډېر به يې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره وي.
په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې دا پاتې کېدونکې بهرني سرتيري به په ځينو مواردو کې اړ وي، چې د محاربوي سرتېرو په توګه ماموريت ترسره کړي او اړ به وي، چې د تروريزم سره د جګړې لپاره د ځانګړو عملياتو ځواکونه واوسي.
جرمني په افغانستان کې د ۴۸۰۰ سرتيرو په لرلو سره له امريکا او بريتانيا وروسته د ايساف په ځواکونو کې د سرتېرو د شمېر له پلوه درېيم هېواد دى.
د شپيګل مجله وايي، چې د جرمني استخباراتي ادارې په دې راپور کې همدا رنګه د حامد کرزي پر حکومت هم سخت انتقادونه کړي دي او وړاندوينه يې کړې، چې په افغان حکومت کې به، اداري درغلۍ، خپلوي پالنه او په حکومتي چارو کې د ځينو خلکو نفوذ به همداسې دوام پيدا کړي.
د جرمني استخبارات پر لوديځو ځواکونو د بريدونو د زياتيدو اټکل په داسې حال کې کوي، چې د يکشنبې په ورځ لوديځو رسنيو وويل؛
په وردګو کې د افغان ملي اردو سره په نښته کې د يو امريکايي سرتيري په وژل کېدو په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو شمېر دوه زرو تنو ته ورسېده .
په دې نښته کې چې افغان چارواکو يې سبب د دواړو خواو ترمنځ ناسم پوهاوى بللى دى درې افغان سرتيري او بل امريکايي قراردادي هم وژل شوي دي .
ايتلافي ځواکونو لومړی د دې پېښې په اړه ويلي و چې دا بريد د افغان امنيتي ځواکونو له منځه پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو د لړۍ په ترڅ کې شوی خو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قوماندانۍ مرستيال جنرال اډرين براډشاو وويل داسې ښکاري چې د مخالفو وسلوالو له خوا ډزې د افغان او امريکايي ځواکونو ترمنځ د ناسم پوهاوي سبب شوي او دا پېښه رامنځ ته شوې ده . 

له لوی افغانستان څخه په مننه