د ګل غوندې د ورځو ميلمانه وي ځينې خلک
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتيا ولايت خوږ ژبی شاعر، ليکوال او ژور ناليست ښاغلی خانه جان چې په وفايار منګل مشهور و د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې پاتې نړۍ نه رخصت شو، وفايار منګل په ډېرو چاپي غږيزو او انځوريزو رسنيو سره همکار پاتی شوی او د پښتو ژبې د ودې لپاره يې تر ډېره منډې کړې دي او په اوس وخت کې يې د ولسي جرګې په مطبوعاتي دفتر کې کار کاوه چې د جمعې مبارکې په شپه ومړ،د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې مسولين او ټول غړي د ده په مړينه ژوره خواشيني ښيي او د پښتو په ادب کې د ده نه شتون یو لويه تشه ګڼي ارواښاد وفايار منګل ته د جنت فردوس غوښتنه کوي او کورنۍ ته يې د جميل صبر سلسلې وړاندې کوي .
ارمان دی بيا ليدو يې درده پاتې شي دوئ لاړ شي
د ګل غوندې د ورځې ميلمانه وي ځيني خلک
ارواح يې ښاده
د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې مشر
سيد جمال آصف خېل
د خواخوږۍ او ډاډګېرنې یو بل پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر،ليکوال او ژورناليست خانه جان چې په وفايار منګل مشهور و له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې ،و فايار منګل نه يوازې چې د ادب په لاره کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي ؛بلکې د ژورنالېزم په ډګر کې پراخ مزلونه کړي دي او د بيان ازادۍ د څراغ روښنايي يې تر ډېرو تيارو رسولې ده . ارواښاد وفايارمنګل د يوه ريښتوني ژورناليست په توګه د بيان د ازادۍ ګټلو او همدا ډول د ولس ستونزې يې تر مسولينو رسولې دي او په خپله دنده کې په پوره ايماندارۍ او اخلاص سره د خپلې موخې تر سرحد رسيدلی دی .
د پکتيا ميډيا سنټر مسوولين او ټول غړي ارواښاد وفایار منګل ته د فردوس جنت د غوښتو لپاره پاک رب ج ته لاسونه لپه کوي او د ده کورنۍ ته د جميل صبر او ډاډګېرنې سلسلې وړاندې کوي.
روح يې ښاد
د پکتيا ميډيا سنټر مرستيال مشر
فريد احمد تسکين
دنښتر ویبلاګ ادراره دوفایار منګل صاحب په مړینه ژوره خواشیني ښيي، خپلوانو او دوستانو ته یې دجمیل صبر او خدای بخښلي ته دفردوس جنت غوښتنه کوي .