درنو لوستونکو!

دلاندني دردونکي خبر له لوستلو څخه مخکې دنښتر ویبلاګ اداره د یو څو جملوپه لیکلو سره دتوتاخېلو له میړني قوم او دمقتول له کورنۍ سره ژوره خواشیني ښيي همدا رازدګردېز له چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې قاتلین داسلامي قوانینو په رڼا کې په سزأ ورسوي تر څو بیا کوم بل څوک دومره سپین سترګي ونه کړي.

دیادولو ده،چې نښتر ویبلاګ ته په دې اړوند ډول ډول رپوټونه رارسېدلي داسې خبر هم راغلی ، چې دګردېز چارواکو غوښتل مقتول طالب وښيي او په دې ډول قاتلینو ته لار خلاصه کړي خو دتوتاخېلو دقومي  فشار له کبله یې لار ډب شوه همدا راز له ډنمارک ،جرمن او نورو ارو پايي هېوادونو څخه هم دتوتاخېلو قوم ته منصوبوکسانو ددې نه بخښونکي قتل له کبله چې دکوچني اختر په ورځو کې وشونښتر ویبلاګ ته له قهر څخه ډک غبرګونونه رالېږلي .

په لویه پکتیا کې د والي همدرد ساتونکو يو کس په ډزو سره وژلی!!

اسد الله غيرت / پکتيا

د کوچني اختر په دوييمه ورځ د ګردېز ښار اړونده د باغاکا په سيمه کې د پکتيا ولايت د والي جمعه خان همدرد ساتونکوهغه در ويشت کلن ځوان وروسته له هغه وواژ ه ،چې نوموړي د والي د ساتونکو د اخلاقي فساد مخنيوی کاوه .

وژل شوی کس د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکی و،چې دمګړۍ په خپله شخصي دنده بوخت و.

د پکتيا امنيتي سرچينوهم تاييد کړې ده ،چې نوموړی کس د ولايت د مقام د ساتونکو لخوا وژل شوی دی.

د دوی په باور د پېښې عاملين يې نيولي دي او ډېر ژربه عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رسنيو ته وويل((والي همدرد هڅه کوله چې نوموړي عاملين بې له کومي سزا له بنده خوشي کړي ؛خو د توتاخېلو د قوم د پرله پسې هڅو په پايله کې د وژل شوي کس عاملين په بند کې ساتل کيږي.))

سرچينې دا هم زياته کړه چې نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړی،چې دا کار يې د ولايت د مقام دساتونکو د مشر قوماندان طلا په امر تر سره کړی دی.

دوی داهم وايي ،چې په دې پېښه کې د ولايت مقام نور ساتونکي هم ښکېل دي.

په پکتيا کې د والي همدرد د ساتونکو لخوا  دا لومړنۍ پېښه نه ده چې کيږي بلکې له دې څو مياشتې وړاندې هم د يوې ښوونېزې موسسې کارکوونکی  د ټوپک په کونداغونو سره وهل شوی و چې د ډېرو سختو ټپونو له امله اوس هم په خپل کور کې بستر پروت دی.

دا په داسې حال کې دی چې د پکتيا ولسونه د والي همدرد له غير قانوني او نا مشروع کړنو سخت ځوريږي او له ولس مشر کرزي غوښتنه کوي ،چې  د والي همدرد د غير قانوني کړنو مخنيوی دې وکړي.

دوی خبر داری ورکوي که ولس مشر کرزی د ده د غیر قانوني کړنو او زور زياتي مخه و نه نيسي ؛ نو د پکتيا د ولسونو له جدي غبرګون سره به مخ شي .