خلـــــــــــګ:

 د اطلاعاتو او کلتور وزير دې له استيضاح پرته سلب صلاحيت شي

پرون رسنيو رپوټ ورکړى چې د روژې میاشتې په پنځه وېشتمه شپه په داسې حال کې، چې خلک د فرض او تراویح لمونځونو ادا کولو په موخه د جومات خوا ته روان وو، د اطلاعاتو کلتو وزارت د ځوانانو معینیت له لوري د ملي راډیو ټلویزیون په تالار کې، چې د وزیر محمد اکبر خان جومات په څو سوه مترۍ کې موقعیت لري په اتو بجو د سلما کنسرت پیل شو، چې په دغه کنسرت کې د اطلاعاتو کلتور وزیر مخدوم رهین هم ګډون درلود.

په داسې حال کې چې مسلمانانو د قرانکريم د نزول ورځ لمانځله او د خداى له لوى دربار نه يې د شخصي ستونزو د حل ترڅنګ هېواد ته د سولې غوښتنې کولې د اطلاعاتو او کلتور وزير يې د دعا او زاريو له دې نوراني محفل نه يوازې څو سوه مترې لرې د يوې سندر غاړې سازونه ته تسبحې اړولې.د رهين دې کار د افغان مسلمان ولس احساسات پارولي او له ولسي جرګې يې غوښتنه کړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزير او د ځوانانو معين له ځنډ پرته له دندې ګوښه کړي. د کابل ښار يو اوسېدونکى او ژورنالېست نظيم سمون وايي د انساني ژوندانه په تر ټولو مهمه او له فضايلو ډکه شپه دغه ډول کرغېړن عمل افغان ولس ته د نه زغم وړ دى. دى وايي د ولسي جرګې له غړو چې ولس د سر په قيمت رايه ورکړې غوښتنه يې دا ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له استيضاح پرته سلب صلاحيت او د ځوانانو معين له دندې ګوښه کړي. د سمون په باور اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى د زغم وړ نه دى او که رهين له دندې ګوښه شي په راتلونکي به څوک اسلام ته د دغه ډول سپکاوي جرئت و نه کړي. دى وايي که ولسمشر دا ډول اسلام دښمنه او افغان دښمنه کسان پر څوکۍ ګمارلو ته دوام ورکړي د افغان مسلمان ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي. په  ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى سيدحسين عالمي بلخي وايي د اطلاعاتو کلتور وزارت دغه ناوړه کړنه غندي او دغه کړنه د افغانستان د ټولو نافذه قوانينو خلاف عمل دى. دى وايي د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپله د روژې په لومړيو کې نورو رسنيو ته نصحت کاوه چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي، خو ملي تلوزيون چې بايد د افغان کلتور ترڅنګ د اسلامي فرهنګ هنداره وي، د خداى (ج) د عبادت له شپې سره همهالي کنسرت جوړه وي. ده وويل ولسي جرګه به په دې اړه له رهين نه پوښتنه وکړي او که اړتيا پېښه شي احتمالا به نوموړى استيضاح او سلب صلاحيت کړي.

د ولسي جرګې بل غړى الحاج مولوي عبدالرحمن رحماني وايي په داسې مبارکه شپه د کنسرت جوړول اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى دى.

رحماني وويل اسلام د ټولو افغانانو مشترک دين او هېڅوک دغه دين ته سپکاوى نه شي زغملى. ده وويل د اطلاعاتو او کلتور د وزير په اړه له دې وړاندې هم ځينې شکايتونه شته، خو دا ځل به ولسي جرګه چوپه پاتې نه شي.

د رحماني په وينا ولسي جرګه به په دې اړه جدي غبرګونه وښيي، ده هم وويل د اطلاعاتو او کلتور وزير به ولسي جرګې ته وغوښتل شي او که اړتيا پېښه شي سلب صلاحيت به شي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې آغلې ساهره شريف وايي اسلامي ارزښتونو د سپکاوي اغېز له تودې جګړې هم ډېر دى. دې ټينګار وکړ چې د ولس له غوښتنې سره همغږې ده او که ولس وغواړي د اطلاعاتو او کلتور وزير به ولسي جرګه سلب سلاحيت کړي.

دې وويل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې اصلي دندې خلاف چې له افغاني او اسلامي کلتور ساتنه ده اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى کوي.  د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې کړنې د عام ولس احساسات هم پارولي دي، د فيسبوک پر ټولنيزه پاڼه ګڼ شمېر افغانانو خپل نظرونه شريک کړي دي، له دې ډلې د منصور عمر په نوم يو کس ليکلي چې د اطلاعاتو او کلتور د وزير لومړى ځل نه دى چې دا ډول کار کوي.

د روح الله سيرت  په نوم يو بل کس ليکلي چې رهين ته د چا زور نه رسېږي چې له دندې يې کوښه کړي ده ليکلي:

((پر دې فرهنګپال (!!!) به نو د چا زور ورسیږي چی له څوکۍ څخه یې عزل کړي، بهرنى ملاتړ یې په همدی کارونو خپل کړی دى، په داخل کې هسې هم خیر خیرت دى.))  ددې ترڅنګ په مزار شريف کې د ايرانيانو په نوم د واټ نومونه بل هغه څه دي چې د اطلاعاتو او کلتور د وزير پر وړاندې يې احساسات پارولي دي.

که څه هم ظاهرا دغه کار د بلخ ولايت چارواکو کړى، خو ويل کېږي چې اصلأ دغه کار رهين د ايرانيانو په غوښتنه کړى دى.

دلوی افغانستان له ویبپاڼې څخه په ډېره مننه

دنښترویبلاګ اداره داسلام دمقدس دین په وړاندې دهر ډول سپین سترګي غندنه کوي او دافغانستان دتاریخي غلیمانو په نوم دګران هیواد دکوڅو نومول په کلکه محکومي .

دیادولو ده چې بېګاه شپه دجرمني په مونشن ښار کې موږ هم دمیرویس نیکه په جومات کې دقران العظیم شان ختم وکړ له نېکه مرغه چې ځښته ډېر هیوادوال راغلي ووحتی دتراویح لمونځ ادأ کولولپاره ګڼ شمېرکسانو په دهلیز کې صفونه برابر کړل ځکه چې  دننه ځای نه و.

ترټولو دخوښي خبره لا دا وه چې له حده زیات زلمیان راغلي وو دا هغه څه دي چې موږ په راتلونکې ډاډمنوي نو له همدې کبله داطلاعات او کلتور وزارت ته دشرم ځای دی چې زموږ په پاکه خاوره کې دننه اسلامي احکام نه مراعتوي خو زموږ ګران هیوادوال بیا له هیواد څخه ډېر لرې په یوه غیر اسلامي ټولنه کې دخپل دین اورسمو درناوی کوي په دې اړوند الله تعالی ته لاس لپه کوم، چې داسلام دپاک دین دښمنان ژر تر ژره تباه او برباد کړي الله امین.

بسمل