د«پکتيا پوهنتون» په نوم د مهالنۍ لومړنۍ ګڼه له چاپه راووته

يار محمد پکتين

د (پکتيا پوهنتون) مسوول مدير

د (پکتيا پوهنتون ) په نوم مهالنۍ خپرونه له يو شمير علمي،اوټولينزو مطالبو سره پر سپين کاغذ د ١٥پر ٢٢ سانتي مترو په کچه  په ٨٨ مخونو کي له چاپه راووته. د دغې خپرونې لومړۍ او وروستۍ پښتۍ رنګه او نور ټول مخونه يي تور او سپين خو په لومړۍ درجه کاغذ کې د (نشنل ګرافيک) مطبعي له خوا چاپ شوې. د خپرونې د امتياز خاوند پخپله پکتيا پوهنتون دى،مسوول مدير يي پوهنيار يارمحمد پکتين او د دې پوهنتون له هر پوهنځي څخه يې يو يو استاد د کتنپلاوي په توګه ټاکل شوي دي.

دا مجله مهالنۍ ده خو د پوهنتون د مشرتابه او د مجلي د مديريت له خوا به هڅه کيږي چي په هرو دريو مياشتو کې يو ځل له چاپه راووځي. د دې مجلي موخه د استادانو او محصلينو د پوهې د کچي لوړتيا، د څيړنې له ميتود سره د ځوانو استادانو د مهارتونو لا پياوړتيا ، په نړۍ اوهيواد کې د نويو علمي او ټولنيزو معلوماتو او تجربو سره د لوستونکو اشنايي پيدا کول دي. (پکتيا پوهنتون) په د غه خپرونه کې ٢١ سرليکونه ځاي شوي چي لومړى يې سرليکنه ،دوهم او درېيم يې پيغامونه او نور پاتې يې د استادانو او محصلينو علمي او ټولينزي مقالې دي،چې د مينه والو د لا زياتو معلوماتو په موخه  په  لاندې ډول يوازې د هغې سرليکونه  ښودل شوي:

١- پکتيا پوهنتون پوره شوې هيلې که د اميدونو زانګو،.....................سرليکنه

٢- د پکتيا د والي پيغام

٣- دا پيل د څه له پاره ............................................ د پوهنتون د ريس پيغام

٤- پوهنتون پکتيا ..................................................د پکتيا پوهنتون لنډه تارخچه

٥- الودګي برقي و تاثيرات سو ان در زندګي مدرن

٦- ګويته او د اسلام سپيڅلى دين

٧- خواص لازمه يک رهبر موسسه تعليمي در تشکيل اجتماع کوچک و برتري ان

٨- د انټرنټ تاريخچه

٩- ميرزکه ، رويداد بزرګ درتاريخ سکه شناسي افغانستان

١٠- سياسي کلتور

١١- د ونو بوټو اهميت او د هغوى د وهلو مخنيوى

١٢- هوش

١٣- د کرني په انکشاف کې د کوپراتيف رول

١٤- شعر و نقش ان در تنوير جامعه

١٥- په پکتيا کې لومړنۍ دولتي رسنۍ

١٦- د خاوري عضوي مواد

١٧- سوله ترقي ده او جګړه تباهي

١٨- د ښوونيزو چارو مديريت

١٩- د اسلام په مبارک دين کې نړيوالې اړيکې

٢٠- سترګو وهلى....................................د نظر وچولو په اړه يوه فولکلوريکه څيړنه

١٢- مرګ ومير اطفال قبل از معياد

پکتيا پوهنتون د هيواد له ځوانو پوهنتونو څخه ګڼل کيږي ،ډير استادان يي هم ځوانان دي کيداشي دا خپرونه نيمګړتيا ولري خو دا پيل دى، د پوهنتون له پاره يي نوښت ګڼو او په راتلونکي کې ورته د لا بريالتوبونو هيله  لرو.

د اباد او پر ځان متکي افغانستان په هيله

د مجلې اداره

دنښترویبلاګ اداره دلویې پکتیا پوهنتون ټولومسؤلینو اوزده کړیالانو ته ددې نوښت مباره کي وايي او له ټولو څخه هیله کوي، چې دمثمرو مطالبو په راټولولو سره ګران افغانستان ته علمي او فرهنګي خدمتونه وکړي.