دنښتر ویبلاګ اداره له هرڅه لمړی ټولو ګرانوهیوادوالو ته زموږ دګران افغان روح الله نیکپا دبریا مباره کي وايي ددې ترڅنګ دکابل له لاسپوڅې ادارې څخه ځکه زموږ دملي برم ، ملي ګټو، ملي احساساتو دتقدیر اوسرلوړي توقع نه لري، چې همدا هیواد دښمنه اداره دهمدې ذلت لپاره په ملت تپل شوې ده ستاسو توجه دا لاندې دردوونکي او پاروونکي خبرته راړوو:
په المپيک کې د افغان لوبغاړي د لوبې پرمهال د ملي؟؟
تلوزيون ژوندۍ خپرونې آشنا تلوزيون پرې کړې
د المپيک په نړيوالو لوبو کې وړمه شپه د يوه افغان لوبغاړي روح الله (نيکپا) لوبه د افغانستان پر ملي ټلويزيون هغه وخت بنده شوه چې پر ځاى يې د امريکا غږ اشنا ټلويزيون خپرونې پيل کړې.د سيالۍ پر مهال، چې ټولو افغانانو يې د افغانستان له ملي ټلويزيون نه ننداره کوله، د سياليو په منځ کې د اشنا ټلويزيون خبري سرويس پيل شو، چې دغه کار د خلکو احساسات راپارول او د دغه ټلويزيون اداره يې د هېواد ملي او مهمو مسايلو ته په ناپامۍ تورنه کړه.د اطلاعاتو او کلتور وزارت څو کاله مخکې له اشنا ټلويزيون سره په تړون کې ويلي چې که چېرې د هېواد په کچه مهمې ملي مسئلې وي او هغه له ملې ټلويزيون څخه خپريږي، نو ملي ټلويزيون د اشنا ټلويزيون د خپرونو د ځنډيدو او بندېدو حق لري.
د لوبو ډېرى مينه وال د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په تېره بيا د افغانستان د ملي راډيو ټلويزون دغه کړنه، چې په وروستيو شېبو کې يې د سيالۍ خپرول بند کړل او د ملي ټلويزيون پرده يې اشنا ټلويزيون ته پرېښوده، د خلکو پر ملي احساساتو تېرى بولي او له اړوندو ادارو غواړي چې له دې وروسته دې په مهمو ملي خپرونو کې د افغانانو غوښتنې نه هېروي.
د ولسي جرګې يو وکيل رمضان جمعه زاده وايي، چې په دغسې مواردو کې بايد رسنۍ مهمو ملي خپرونو او مسايلو ته ډېر نظر وکړي.نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان ځوانانو نوې لوبو ته مخه کړې او په دغه ډګر کې اوس ډېره مينه ښيي نو بايد رسنۍ او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان ملي راډيو ټلويزون دغه ډول مهمې خپرونې سانسور نه کړي او په پشپړه توګه دې خلکو ته وړاندې کوي.دى وايي، چې دغه لوبې په نړيواله کچه ترسره کېږي، په دې ډول لوبو کې د افغان لوبغاړو ګډون د هېواد لپاره يو وياړ دى او بايد په دې اړه دولت ډېره پاملرنه وکړي.په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي ډاکټر عبدالقيوم سجادي په دې اړه سرنوشت ورځپاڼې ته وويل چې په دې برخه کې لومړۍ درجه مسئول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دى. ده وويل د رسنيزو تېروتنو کمېسيون بايد دغه مسئله وڅېړي او له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې مسئول پېژندل کېږي قانوني چلند وکړي. ده وويل که دغې ستونزې ته د رسنيزو تېروتنو په کمېسيون کې حل لاره پيدا نه شي دا بيا د ولسي جرګې کار دى، چې په دې اړه له مسئولو چارواکو چې طبعا د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه دى پوښتنه وکړي. سجادي وويل د افغانستان د قوانينو په رڼا کې ملي تلوزيون بايد په داسې ملي مسايلو کې ملي ګټو ته ژمن پاتې شي. ده وويل د ټولو رسنيو په ځانګړي ډول د ملي رسنيو دنده ده چې په داسې مسايلو کې چې ملي روحيه پياوړې کوي پاملرنه وکړي.
د کابل ښار يو اسېدونکى منصور وايي، هغه خپرونې چې د هېواد ملي ګټې ورپورې نغښتې وي، بايد رسنۍ ډېره پاملرنه ورته وکړي، د خلکو او مينه والو پوره خيال وساتي او احساسات يې ورخراب نه کړي .
د افغانستان د تکواندو تکړه لوبغاړي روح الله نېکپا د لندن په روانو سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه له پولنډي سياله وګټله.دا د لندن په روان المپيک کې د افغانستان د يوه لوبغاړي لومړنى برى و.
دلوی افغانستان له ویبباڼې څخه په ډېره مننه