وسلوالو طالبانو ډول ډول جرمنۍ وسلې ترلاسه کړې دي
الف ولي - په جرمني کې چاپېدونکې ايکسپرس ورځپاڼه تر دغه سر ليک لاندي ليکي:
سربېره پر دې، چې وسلوالو طالبانو پخوا امريکايۍ، چينايۍ او روسۍ وسلو ته لاسرسۍ درلود اوس په جرمنۍ وسلې هم سنبال دي. د ورځپاڼې په باور طالبانو ته دغه وسلې د هغو افغان سرتېرو له خوا رسول کيږي، چې په حکومت کې له خپلو دندو تښتې.
ايکسپرس ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د المان د دفاع وزارت په حواله ويلي، د هغو وسلو يوه ډېره برخه چې له نيول شويو وسلوالو تر لاسه شوې د جرمني جوړښت دى.
ورځپاڼه ليکي: وسلوال طالبان له الماني سرتېرو سره په جګړه کې د امريکا، چکسلواکيا، چينايۍ، او روسۍ وسلې سربېره له المانۍ وسلې هم کار اخلي.
له دې وړاندې يوې المانۍ اينفو راډېو هم خبر ورکړى و، چې تر څلور زرو او پنځو سوو ميله ډېرې المانۍ وسلې چې افغان امنيتي ځواکونو ته په واک کې ورکړل شوې وې، لا درکه شوي دي.
د اينفو راډېو د راپور پر بنسټ په ٢٠٠٦ زيږديز کال کې د المان دفاع وزارت له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه لس زره ميله لاسي وسله دغو ځواکونو ته ورکړه.
د سي ان انتلویزیوني شبکې د راپورونو له مخې د ٢٠٠٤ او ٢٠٠٨ کلونو تر منځ امريکا له افغان امنيتي ځواکونو ته لږ تر لږ ٢٤٢ زره ميله وسله ورکړې، چې لا تر دې دمه يې درېيمه برخه لا درکه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغان امنيتي ځواکونو ٢٥سلنه پرته له دې چې قانوني پړاونو ترسره کړي په اړونده برخو کې جذبيږي، چې وروسته بيا له دغو سرتيرو ډيرى يې وسله نه تحويلوي او په قاچاقي ډول يې په بازارونو کې پلوري.
د دويچه وله د راپور له مخې وړمه ورځ هم يوولس تنه افغان سرتيري له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره په هلمند ولايت کې له وسلوالو مخالفينو سره يوځاى شول.
د سرچينې په وينا د روان کال د جولاى په ٢٥مه هم شل تنه امنيتي ساتونکي له خپلو وسلو او تجهيزاتو سره د ناټو له يوې اډې څخه وتښتېدل او له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى شول.
د راپورونو له مخې د جولاى مياشتې په لومړيو کې هم له څلوېښتو څخه ډېر محلي پوليس په بادغيس ولايت کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره يوځاى شول.
دا په داسې حال کې ده چې ناټو او افغان حکومت ګاونډيان تورنوي چې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د خړولو په موخه وسلوال طالبان په وسلو او تجهيزاتو سنبالوي.
امريکايي چارواکو او نړيوالو رسنيو په کراتو کراتو رپوټونو خپاره کړي چې د پاکستان څارګره اداره او د دغه هيواد پوځ په افغانستان کې د وسلوالو له تروريستي کړنو ملاتړ کوي، خو پاکستاني چارواکو هيڅ کله هم دغه تورونه سم نه دي ګڼلې.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه