کانګرس :

دافغانســــــــــتان جګــــــــــړه دپیسو او انسانانــــــــــــو ضایع کـــــــول دي

په امریکا کې دکانګرس ځینو غړو دافغانستان پر جګړې سختې نیوکې کړې او دا یې له هغو جګړو څخه بللې ده ،چې مال او انسانان دواړه په کې ضایع کیږي .دجمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوندونو ځینې غړي ،چې جګړې نور ستړې کړې دي دولسمشر کرزي په حکومت کې دفساد په اړه په خپله غوسه پټه نه کړه غړو زیاته کړه پر ځمکه دکوم پرمختګ نښې نه لیدل کیږي درویترز خبري اژانس له مخې هلته یوازې پیسې او انسانان له لاسه ورکول کیږي.
دجمهوري غوښتونکی ګوند غړي وولتر جونز وايي : زه نور دانشم منلای ،چې افغانستان ته دې په ملیاردو ملیاردو ډالر واستول شي جونز زیاتوي ما نږدې د10474 کورنیو پر غوښتنلیکونو لاسلیک کړې دی ،چې په جګړه کې یې خپلوان له لاسه ورکړې دي موږ عراق ته په ورتګ سره تیر وتلو اوس ددې وخت رارسیدلې دې ،چې د72% امریکایانو خبره واورو او خپل سرتیري سملاسي راستانه کړو . بل سناتور داروهراباکر ،چې دتیرې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې یې له افغانستانه لیدنې کړې وې وايي : په افغانستان کې دمتحده ایالاتو جګړه داسې ده لکه اسطوره ،چې پای نه لري څومره ،چې تمیږو همدومره مو دښمنان ډیریږي .

بل سناتور بیتروویلش بیا وايي :

تاسې په افغانستان کې پیاوړي ملګري ته اړتیا لرئ او دکرزي حکومت فاسد دی اوس پوښتنه داده ،چې موږ به کله راستنیږو .

هوسۍ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

دنښـــــــــــــــترویبلاګ تبصـــــــــــــــره:

له هرڅه لمړی دې بې ادبي معاف وي هغه متل دی وايي:
خړسپی دلېوه وروردی.
زموږ یې په دیموکرات او جمهوریت والاوو څه؟
دغودواړو خواوو دخپلو ملي ګټودحفظ په خاطرواسکټونه تولید کړل دا چې واسکټ یې دچا غاړې ته ورواچاو یا په بل عبارت چا خپله غاړه ورته پرانسته دا بیا بله خبره ده خو اوس راځو دپورتنیو امریکايي سناتورانو مخ توري ته چې دوی څومره په مکاري سره غواړي ولسونه وغلوي او داسې وښيي ، چې ګواکې په امریکايي سیاستوالو کې لا یوڅه انسانیت پاته دی .
خوموږ دا ورسره ځکه نه شو منلای چې لس کلنې دوستې؟؟ یې موږ ته ښه درسونه راکړل.
 لنډه یې دا چې دسناتوربیتروویلش ځواب خو ما یوه ورځ دآزادي په رادیو کې وېلې و خو دا چې اوس روژه مباره که پیل شوه هغه ټوکه نه شم کولای یوازې دومره ځواب ورته لیکم، چې تاسې به په دوو حالاتو کې زموږ له پاکې خاورې څخه تښتئ:
۱ ــ کله، چې افغانان له ملي ګټو او ملي یووالي سره مینه پیدا او دخپلو نیکونو په شان پردیو ته پردي ووايي.
۲ ــ هرکله چې تاسو زموږ په هډوکو پورې زموږ پوست وچ کړ مانا ټول معدنیات راڅخه چورکړئ بیا به پخپله تښتئ.