په دغو لیکنواو فلمي تر ډیره مستندوښودنو کې تر هر څه نه زیات دپانګوالې نړۍ له خوا ددریمې نړۍ پرخلاف دبې شمیره پټوجګړو،سیاسی توطئو،خونړیوکودتاوو او وروسته دمخامخ پوځي یرغلونوپاڼې اړول شویدي. په دې ټولو ناروا کړنو کې یو څه په ډاګه دي او هغه داچې دپانګوالو هیوادونوددولتونو شاته دلویوپانګوالو،ستروکمپنیو،ترټولو لویوبانکونو ،جاسوسي سازمانونو اودهمدغودولتونو شاته دفدرال ادارو موجودیت چې ټول توان ېې په اطلاعاتي شبکو او پوځي کړیوولاړدی،په پیښو او پټو جګړو کې لومړی ځای لري.
په روانه لیکنه کې دپانګوالې نړۍ دټول خونړي تاریخ په پټو اوښکاره برخو او په همدې برخه کې دسیا ،انتلیجنت سرویس ،ام ۱۵ ،ام ۱۶ په شان دنړیوالو تر ټولوخطرناکو جاسوسي شبکو په پټو اوښکاره کړنوڅه ویل نه غواړو ،ځکه دغه کار ډیرو پراخه څیړنواودرنوکتابونو ته اړتیا لری.اسناد او شواهد ښيي چې یواځې په لاتینه امریکا کې دهنري کسینجر په شان نامتوتوطئه ګرو دسیا په مرسته دسړې جګړې په بهیر کې تر اتیاوو زیاتې خونړۍ کودتاوې طرحه او پلې کړې . ددغو کودتاوودپټو لوروڅیړل او را برسیره کول د یوه لیکوال نه چې دیوه واکمن څیړندوی مرګز له توان څخه هم پورته بریښي . دغه شان دبیلګې په توګه دویتنام د خونړۍ بشري ضد جګړې له پای ته رسیدو څخه څه ناڅه دیرس کاله تیري خو تر ننه لکه څنګه چې ښايي ددغې ناروا جګړې ډیر پټ لوري نه دي روښانه شوي.ویل کیږي چې په دې خونړۍ څه ناڅه پنځه ویشت کلنه جګړه کې یونیم ملیون انسانان د امریکايي وحشیانو پلاسو له ژوند څخه بې برخې شول خو همدغه شمیرنه هم دهغه اوږده خونړي وحشت ټوله برخه نه شي ښودلی .ځکه دجګړې په اوږدو کې امریکايي پوځي او شبکه يي لاسبرو هیچاته کټ مټ دافغانستان او عراق داشغال په شان اجازه نه ورکوله چې دجګړې واقعیتونه دامریکايي پوځي او جاسوسي کړیو له اجازې پرته را ټول او خپاره کړي.دویتنام مظلوم اولس هم  فرانسوي ډیر اوږده استعمار او ددویمې نړیوالې جګړې په اوږدوکې دجاپان اسارت اوهم ورپسې پنځه ویشت کلن امریکایی اشغال دومره ځپلی و چې ددې توان ېې ونه موند چې ددغې جګړې ټول واقعیتونه را ټول او خپاره کړي .امریکايي یرغلګرو دجګړې ډیره برخه پټه ساتلې وه او دا په دې خاطر چې ددوی خونړی بشري ضد وحشت ددوی ددموکراسۍ مخ ور تور نه کړي. داشغال له ټولوترخو پایلو سره سره داپوښتنه  لا تر اوسه هم بې ځوابه ده چې امریکايي یرغلګرو ولې او په کومه توجیه دویتنام پر اولسونو ور ودانګل.دا پوښتنه لاهم ګنګه ده چې ویتنام یواځې دسړې جګړې قرباني شو او که ددغه هیواد له طبیعي زیرمو سره یو ځای، لویدیځ دآسیا پاسفیک په دننه کې دخپلو ستراتیژیو برخلیک دویتنام ،کامبوج او لائوس له دروازوڅخه لیده؟ 
ددې قلم په باورکه لږ تر لږه دسړې جګړې په دوران کې دنړۍ دخوارو ،بې وزلو او وروسته ساتل شوو مظلومواولسونو په وړاندې دوخت دسیاسي پوځي اوشبکه يی شوي ختیځ اولویدیځ دناروا پټو او ښکاره کړنو تاریخ روښانه شوی وای. نن به دنړۍ په کچه هم  دعام بشریت او هم د ځانګړو اولسونو په وړاندې دپیښو بهیرونه دومره پټ، پیچلې،په جاسوسي توطئو ولاړ اونه پیژندونکي نه وای. 
دنړۍ دوه لويي نړیوالې نښتې دلویدیځ له لمنې څخه را پورته اوپه میلیونو انسانان او ډیرې مادي او معنوي شتمنۍ ېې ډوبې کړې. له دې وروسته  دسړې جګړې په اوږدوکې همدې لویدیځ پانګوال نظام بشریت ته دومره ستري مرګونې بد مرغۍ ورپه برخه کړې چې دانسانانو دمړینې ،بې لاسو پښو کیدو او دانساني مدنیت دنړیدوواقعیتونه ېې له دواړو نړیوالو جګړو څخه اوړي.ددوو نړیوالو جګړودتلفاتوعددي شمیرنه هغه هم دلودیځ او ختیځ له لوري دسیاسي غرضونوپربنسټ ډیره وپړسول شوه،پرنړۍ لاسبري صهیونیزم هم دغه خوځښت ته پونده ورکړه خوله دویمې نړیوالې جګړې وروسته پرنړۍ لاسبرې ختیځ او لویدیځ د خپلو خونړيو پوځي یر غلونواو پټوتوطئو او خونړیو کودتاوو دتلفاتو شمیر هیڅګله هم په سمه توګه ور نه کړ.نه دوینتام دجګړې دانساني تلفاتو کومه دباور وړشمیرنه شته او نه په لاتینه امریکا کې دهغوتر اتیاوو زیاتو پوځي کودتاوودتلفاتویقیني شمیرنه ،کومې چې سیا او پنتاګون په پټه پلان او ترسره کړې.ددې ټولو پټونو یو لوی دلیل هم داو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته  ددولتونو ځای په ښکاره جاسوسي شبکو او پوځي واکمنوکړیو ونیو،ددغو دواړو لوروطرحې اوتوطئې پټې ،مرموزې او له پیژندنې څخه لرې دسیاسی مدنیتي بد اخلاقیو پر بنسټ ولاړې وې. انسان  په پانګوال نظام کې نه یواځې دماشین په یوه ساده پرزه بدلیږي بلکې دجاسوسي شبکو او ددوی په لاس کې دواکمنو رسنیوپه جال کې دانسان لویدنه له هغه نه خپل فکري توان او استقلال هم اخلي، او له همدې ځایه ده چې ډیر خلک ډیر ځله یواځې  هغه ژدویي ،کوم چې همدا شبکې اودهغو په لاس کې کیوتې میدیا ېې ورکوي.                          
دپانګوالې نړۍ دپانګو دنړیوالې واکمنۍ له پاره دغه نړۍ  تر هرڅه دمخه په روښانفکرانوپراخه پانګونې کوي ، دغه پانګې اچونې همغه دفریدریش نیچه خبره را یادوي چې ویل به يي«زموږ دزمانې روښانفکر زر ځله تر پخوا ډیراسیر دی».هو داسارت په دې خواره جال کې واقعیتونه پټ،دروغ حقیقت ،زور دهمدې حقیقت  تکیه ځای اوتوطئې دهمدې حقیقت جامه جوړوی.دپانګې زورپه خپلو مټو کې له شمیره وتی په خونړیو پټو او ښکاره جګړو کې روزل شوی پوځ،جاسوسي پراخه په توطئو کې ډیرې ماهرې نړیوالې شوې شبکې،پراخه تجربې ،بې شمیره اجیرجګړه مار او مزدور قلمونه لري.دغه ټول څه ددې لامل ګرځي چې دریښتیني واقعیت مرۍ غوڅې او دپانګې دنڅاګروآواز تر هر چا لوړ وي.           
نن د«مدنیت»« مدنیت» نارې ډیرې تودې دي، دا دورځې تر ټولوتوده سندره ده،خو داچې ددې سندرې شعر اوکمپوز دچادی او څه ډول نڅا ورته غواړي. پردې یا دچا سر نه خلاصیږي او یا هم څوک دزور سندرې ته ګوته نشي نیولی.یوه ساده واقعیت ته ځیرشی: دپانګوالې لویدیځې نړۍ فرهنګ، اخلاق ،دودونه او باورونه د همدې ټولنې له مادې جوړښت څخه په تومنه اخیستو سره له هغو فرهنګونو، اخلاقو، دودونواو باورونو سره نه يواځې سمون نه لري کوم چې په نوره نړۍ واکمن دي بلکې په ډیرو برخوکې یو دبل ضد او نه پخلا کیدونکي دي.دبیلګې په توګه دناموس مفهوم په ختیځه نړۍ کې یو دروند انساني اخلاقي آن عقیدتي بار لري. خو په لویدیځ کې دغه مفهوم دومره را لویدلی چې اوس آن دکورنۍ په کچه کوم دپام وړ ارزښت نه لرياوډیر ځله دسپو قدر تر میړو اوچت وي.په لودیځ کې دهمدې مدنیت له برکته کورنۍ نوره له یاده وتې او لویدلې ده.دکورنۍ پاشل کیدوتر هرڅه دمخه دهرډول اخلاقي نظم دیوالونه هم نړولي دي.په لویدیځ کې دپانګې تر لاسه کول په هره بیه چې وي دټولنیز کرکتریوه واکمنه برخه ده.دغه څه هم لویدیځ او هم نورې نړۍ ته یواځې غله او لوټمار روزي.په دغه معنویت وژونکي بهیرکې دنورو اخلاقي لویدنو په څنګ کې دبیلګې په توګه، ښځه په یوه تجارتي مطاع اوړي.همدا اوس په لویدځ کې دډیرو نامتو سمعي، بصري اوقلمي رسنیو اوچته برخه دهمدې مطاع په سودګریزه ښودنه لګیادي. دغه څه تر هرڅه د مخه له ختیځ څخه راغلو نسلونو ته په ورووروهغه څه ورکوي چې دوی خپل تاریخ، خپل اولسونه او دخپلو اولسونو ملي تاریخي کرکتر، ددوی فرهنګ ، اخلاق او باورونه هیراو دلویدیځ دمدنیت په نڅاګرو واوړي.همدغه نڅا ډیرله همدوی څخه په آسانه دجاسوسي شبکو په لومو هم ورسموي.دایوپټ خو ډیرویرونکی دانسانی معنویت وژونکی داسې بهیر دی چې په دې لومو کې درا ایسارشو شمیر چې هر څومره زیاتیږي هغومره  پردو ته جاسوسي او پردو اهدافوته دځان ورسپارل دورځې په اخلاقو اوړي.همدغه لویدلي موجودات بیا دخپل موقعیت دسم ښودلو له پاره دژبې اوقلم په زور هغه څه تکراروي چې نور ېې ورکوي،دموکراسی ، دبشر حقوق،مدنیت،ګلوبالیزم،آزاد بازار اودې ته ورته نارې سورې.دغو لویدلوته داخبره ارزښت نه لري چې دلویدیځ مدنیت دوی اوددوی اولسونو ته څه ورکوی او څه ورنه اخلی.نړۍ دیوه وتلي متفکر خبره ده چې ،پانګوالي بې له شکه له مادي پلوه انسان ته یو څه ورکوي خوددغې ورکړې په وړاندې یوڅه ورنه اخلې ،هغه څه چې له انسان څخه ېې اخلي هغه دانسان معنویت دی چې نه ټاکونکی ارزښت لري. دپانګوالې دنیا په بې معنویته «مدنیت» کې ډیر لویدلي دې واقعیت ته هم نه ګوری یا نشی کتلی چې ددوی دخلکو تاریخ او اولسونه دغه دپردومدنیتي صادرات دخپلو ټولومعنوی شتمنیو په بیه اخیستی شي که نه؟ددوی باور داوو اودی چې نړیواله پانګواله واکمنی به داقتصادي ، پوځي اوتخنیکي زور په وسیله پلې کیږي.دوی دې واقعیت ته هم نه رسي چې دزور فرهنګ زوررا جوړوی.داولسونه ځپل په پټو یا ښکاره جګړو شونی دی، خوورکه اومرییتوب ته را ایستل يي ډیره درنه بیه غواړي.لږ تر لوه دافغانستان په کچه زاړه استعمار ونشوی کړی،دنوي استعمارلوبې ودریدې،دګلوبالیزم تر نامه لاندي يوځي زور وهنې به هم ژر یا وروسته لویږی او داحقیقت به ځان ښيي چې دا وطن دامپراطوریوقبر و او وي به.
هغه څه چې له دغه وژونکي او ورانوونکي بهیر څخه را پاتی کیږی ، هغه به نه دختیځ او نه هم دلویدیځ  په ګټه وي. له پورتنیولنډو یادونو څخه منظور دادی چې بشریت او په تیره بیا ختیځ مظلوم اولسونه او ددوی بچیان دیوې ویرونکې مرګونې څو اړخیزه پټې جکړې ښکار شویدي.په دغې مرګونې جګړه کې ډیر روښانفکران او یو شمیرخلک دبیلابیلو لاملونو له مخې دهمدې جګړې دسونګ په توکو اوښتي دي،روښانفکردشتو او موقعیت په لټه کې همدې جګړې ته په مزدوره وسیله اوړي او خلک تر ډیره داقتصادي جبر له مخې خپل توان دجګړې په ډګر پلوري.پانګوالې نړۍ ته دهرلوري ورکه یو لوی بری دی.دخپلو اولسونو په وړاندې دروښانفکر دملي شخصیت لویدنه او په جګړوکې دخلکودسر اومال ورکیدنه دپانګې جشن او بری دی. دپانګې په فطرت کې په خلکو او اولسونوترحم ځای نه لري.په مظلومو اولسونو دپانګوالې نړۍ مخامخ پوځي یرغل دجګړوټول واقعیت نه دی.مخامخ پوځي زور وهنې دپراخه څو اړخیزه هدف لرونکو پټو جګړویوڅرک دی.پانګه انسان ،دهغه معنویت ،فکر، استقلال ،اخلاقو،  باورونو  او آن دټولنوملي شخصیت ته ګوزار ورکوي ،دغه ټول څه په ښکاره نه کیږي.ډیر ځله مخامخ یرغلونه دپټوجګړو پرمخ دپردو را غوړولوپه خاطر په لاره لویږي.
دافغانستان پرخلاف چې کومه جګړه دیوه ښکاره پوځي ګلوبالیستي خونړي یر غل په بڼه را پیل او دادی له یوي لسیزې اوړې،نه یوه ناڅاپي پیښه اونه هم له پټو طرحو ،پټو اهدافو او پټونیتونواو غرضونو لري پيښه وه.ددغې جګړې موخې هم  یواځې سیاسي ،اقتصادي او پوځي نه وې ، دغه جګړه په ښکاره په  پراخه فرهنګي اوعقیدتي موخوولاړه وه.دبوش دژوند لیک دلیکونکي داخبره چې بوش ته پر افغانستان دیر غل پریکړه یو آسماني الهام و او په همدې خبره ېې وحشي بوش دپیغمرانو په لیکه کې ودراوه یوه ساده خبره نه وه.پر افغانستان او وروسته پر عراق پوځي یرغل دمتحده ایالاتو په مشرۍ  له واکمنو دولتونو مخکې، هغو نړي خوړونکو کمپنیوتر لاس لاندې نیولې و، کومې چې دنورو اولسونو طبیعی زیرمو ته دخپل ژوند د«ژوند بښونکو زیزمو» په سترګو ګوري.
دسړې جګړې په پای ته رسیدو سره دځواکونو اودنړیوال نفوذ نړیوال بیلانس په کلکه دلویدیځ په ګټه واووښت. دغه بدلون لودیځ دټولې نړۍ دلاندې کولوتندې ته ورساوه.دغه تنده باید ماته شوې وای. همدغې تندې دپوځي او شبکه يي خوځښتونو نوی دورپیل کړ. په پیل کې هرڅه پټ او تر پردې لاندې و.دپیښو او راتلونکوپوځي او شبکه يي خوځښتونو نوښت دسیا او ورسره نورو جاسوسي شبکو په لاس کې و،دسیا او ورته شبکو پټ پلانونه په پټو توطئو ولاړ وو. دلویدیځ یوشمیر څیړنې ښيي چې دغه پټه جګړه څنګه پلان  او کوموپلمو او انګیزوته ېې اړتیا وه چې هغه له تل څخه مخې ته را اوچته کړي.ډیروتلي لاسوندونه اوس ښيي چې دیولسم د سپتامبر ناتار یوه جوړه شوې ننداره وه،دالقاعدې او تروریزم دخطر چاغول په همدې پلمه یوه ښکاره تیري او یوې څو اړخیزه پټې اوښکاره جګړې ته لار پرانیستل و.متحده ایالات او اروپايي،کانادايي او استرالیايي ملګري ېې  پر دې ښه پوهیدل چې ددوی پلاسو روزل شوی اسامه ددې جوګه نه وچې دنیویارک ماڼۍ را کوزې کړي.دوی ښه پوهیدل چې دطالبانو واکمني هم دمتحده ایالاتو دښمنه نه وه او په هرګام کې ېې دهغه هیواد ملاتړ ته هم اړتیا درلوده.ستونزه داوه چې طالبان دیونیکال دنفتي کمپنۍ له شرایطو سره جوړ نه شول اوپه سر تمبګی ېې دبریداس ارجنتایني کمپنۍ په لور مخه کړه.له یونیکال سره نه جوړیدنه دسعودي له دلتا کمپنۍ سره هم ډغرې وهل و.سعودي هغه هیواد وچې دطالبانو واکمني ېې په رسمیت پیژندلې وه،دهغه هیواداوښتل دطالبانو مرګ و.ځکه چې په اسلامي نړۍ کې دمتحده ایالاتوتر ټولوډاډمنه اډه دسعودي واکمن وواو لکه چې دکمیته ای سیصد لیکوال جان کولمن ېې لیکي دغه کورنۍ پښت  په پښت دمتحده ایالاتو په مشرۍ دانګلو ساکسوني نړیوال خوځښت مزدوره کورنۍ وه.دطا لبانو په واکمنۍ کې له پاکستان سره څوسرحدي ټکرونو پاکستان ته هم تر ټولو دمخه دپښتو خطر دپام وړکړ.پاکستان دانګریزي استعمار جوړونه  خوخپل پخواني بادار ته ېې شا ورکړې وه او اوس په سیمه کې پخه امریکايي اډه وه.
دیونیکال نفتي کمپنۍ په داسې حال کې چې د منځنۍ آسیا نفتي او ګازي زیرمې ېې خپلې شوې ګڼلې او ددغو زیرمو دتر لاسه کولو او خوندې ساتلو له پاره ېې افغانستان ته دیوې نږدې اډې په توګه کتل،نه یواځې ېې له ډیرې اوږدې مودې مخکې دسیا په مخامخ ګډون دافغانستان له پاره دخپلې خوښې دراتلونکې واکمنۍ غړي روزل بلکې په ښکاره ېې پاکستان دسعودي په ملتیا دې ته چمتو کړی و چې په افغانستان کې دطالبانو واکمني یا دیونیکال دشرایطو منلو ته را وباسي او یا يي په را پرځولو کې مرسته ورسره وکړي.                                            
ډیر خپاره شوي اسناد ښيي چې یونیکال او سیا په ګډه لږ تر لږه د۲۰۰۱ میلادي کاله دسپتامبر له یولسمې څخه اته کاله مخکې  څه ناڅه ۴۲ افغان روښانفکران دخپلې راتلونکې له پاره تر روزنې لاندې نیولي و. په دغو کسانو کې دحامدکرزي،عبدالله عبدالله ،انورالحق احدې،اشرف غني،جلالي او نورو نومونه پټ نه دې.پر افغانستان له پوځي یرغل لږ وروسته یوې انګلیسي نامتو ورځپاڼې دا خبره هم رسوا کړه چې حامد کرزي په خپله هم دیونیکال دنفتي کمپنۍ یو سلاکار و.حامد کرزي دنفتو یا ګازو په برخه کې کوم مسلکې سړی نه و،هغه دیوه مسلکي یا تخنیکې سلاکارځای نه شوی نیولی. دیونیکال کمپنۍ بې له شکه هغه په سیاسي برخه کې خپلو اهدافوته روزلی او نازولی و.دهمدې کمپنۍ ډیرواکمن سلاکارزلمی خلیل زاد هم همدې اهدافوته دیوې پټې جګړې داصلي کړۍ په توګه کتل.بوش او یونیکال دخلیل زاد له لارې یو له بل سره تړلي وو.
د«بن لادن،ممنوع حقیقت» په نوم دژان شارل بیزاز اوګیوم داسکه دهغه کتاب له مخې چې په فرانسه کې خپوراو متن ېې په پښتو اودري ژبو ژباړل شوی دی ښکارې چې دافغانستان خلاف  جګړه لږ تر لږه دکلنتن دواکمنۍ له دورې څخه راپیل وه.                                  
په ښکاره خو له ۱۹۹۴ کال وروسته دکلنتن دواکمنۍ ستراتیژیستانوپه افغانستان کې دمتحده ایالاتو دسیمه ییزو ګټو دخوندي ساتلو لپاره دخپلې خوښې د حکومت جوړونه تر لاس لاندې نیولې وه.دمتحده ایالاتودسیمه ییزو نفتي ګټومخکښه نفتي کمپنۍ دیونیکال امریکا يي ګمپنۍ وه.یونیکال آن په همغو کلونو کې پر دې توانیدلې وه چې دقفقازاو دکسپین دلمنو دتیلو او ګازو دتر لاسه کولو او لیږد لپاره دروسيي دګاز پروم،دترکمنستان دګاز دشرکت او دسعودي د دلتا دنفتي کمپنۍ همغږي تر لاسه کړي.په همدې لړ کې داسامه بن لادن دکورنۍ پانګې هم پټې نه وې.ستونزه داوه چې دغه نفتي او ګازي زیرمې له سمندر څخه لرې پرتې وې او هغه وخت دوه لارې موجودې وي ،یوه داچې دا زیرمې دروسيي دګاز پروم له نل لیکو څخه اروپا اوبیا امریکاته ورسول شي اوبله لار داوه چې دغه زیرمې دآذر بایجان،ګرجستان او ترکيي له لارې مدیترانې او بیا آرام سمندر ته لاره پیداکړي. دلومړۍ لارې ډیره ګټه روسيي تر لاسه کوله او دادمتحده ایالاتو دکمپنیودګټو خلاف بریښیده، دویمه لار اوږده او دجوړیدو له پاره دډیر اوچت لګښت غوښتونکې وه له همدې کبله متحده ایالاتو دخپلو نفتي کمپنیو دګټو دخوندي ساتلو په خاطر لومړۍ په لویو لګښتونودمنځنۍ آسیا په زړه کې دقزاقستان او ازبکستان او نوروهمغږي تر لاسه او دومره مخته لاړه چې له قزاقستان او ازبکستان سره ېې پراخه ګډې پوځي مانورې تر سره کړې.په همدې لړ کې تر کمنستان دې ته را وبلل شو چې دګاز دلیږد نل لیکې ېې دافغانستان له لارې پاکستان ،هند اوآزاد سمندرته وغزول شي.دغې اړ تیا متحده ایالات دې ته وهڅول چې په افغانستان کې دیونیکال له غوښتنو سره سمه واکمني را منځ ته کړي، یونیکال هم دسیا په مرسته خپل افغاني مزدوران تر روزنې لاندې ونیول.
په کال ۱۹۹۸ کې دیونیکال یوه ډله دزلمي خلیل زاد په مشرۍ او دهنري کسینجر په منځګړتوب افغانستان ته راغله.په پیل کې طالبانو ددغې ډلې ښه هرکلی وکړ او لکه څنګه چې ویل کیږي په کابل اوقندهار کې ېې دیونیکال دکار څانګې هم پرانیستلې.خو وروسته لکه څنګه چېبیلابیلو څیړنو او څرګندونو وښوده طالبانو د یونیکال شرایط دافغانستان له پاره دښه نیت درلودونکي او له ملي ګټو سره سم ونه موندل،ددې په وړاندې دارجنتایني بریداس کمپنۍ دې ته چمتو وه چې دنوموړې نل لیکې په اوږدو کې افغانستان ته هم دکار او هم دلازمې کټې اخیستنې امتیازات ورکړي. داهم ویل کیږي چې طالبانو دیونیکال دسختو شرایطوشاته دیوې پټې توطئې نښې هم لیدلې او له همدې کبله ېې دیونیکال دکار څانګې وتړلې.دا هغه بهیر دی چې دیولسم د سپتامبر له خونړي ناتار څخه ډیر پخوا راپیل او دټګر پولوته رسیدلی و.            
داخبره پټه نه وه چې متحده ایالات ترډیره دې ته چمتو وو چې  دطالبانو ټول سخت دریځه دودیزه مذهبي تګ لاره وځغمي او هغوی دې ته را وبولي چې هرڅه چې کوي ودې کړي خودیونیکال شرایطو ته دغاړه کیږدي. خو همدا چې طالبانویونیګال ته دنه ځواب ورکړ او له دغه کار سره ېې دسعودي دنفتو دلتا کمپنۍ چې هغه هم سم په سمه امریکايي کمپنۍ ده له ځانه لرې کړه او دمتحده ایالاتو له ډیر ډاډمن سیمه ییز متحد پاکستان سره ېې هم څو سرحدي ټکرونه وکړل نو ېې دخپل مرګ چیټۍ په خپله لاسلیک کړه.                                           
دطالبان درا پرځولو او پر افغانستان دپوځي مخامخ یرغل له پاره یوې پخې پلمې او درنې لمسوونکې انګیزې ته اړ تیا وه.سیا،اف بي آی،پنتاګون او د سپینې ماڼۍ واکمنودامریکايي نفتي کمپنیو دګټو په خاطر او دهغه تمرین دترسره کولو په خاطر چې ددوی دنړیوالې بادارۍ خوبونه ېې په اوږو وو، د سپتامبر دیولسمې ناتار را جوړ کړ.پر افغانستان پوځي یرغل له پخواتر لاس لاندې و.دیرغل پیل ته دمتحده ایالاتو داولسونولیوالتیا تر لاسه کولو اود داروپايي ټولنې ملتیا ته رسیدلو غوښتنه کوله چې دیولسم دسپتامبر خونړۍ پیښه چې له پخوا په پټه پلان شوې وه رامخته شي.  نور بیا