Logar

دولسي جرګې غړی:

امریکایانو په لوګر کې 21 تنه ملکي وګړي وژلي دي .

په لوګر کې دولتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي ،چې ايساف ځواکونو تېره شپه په برکي برک ولسوالۍ کې، د هوايي بمبار په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوویشت عام وګړي وژلي دي.
د برکي برک ولسوال سيد وکيل اغا رسنیو ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په يوه بجه د ولسوالۍ په سجاونډ سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې ايساف ځواکونو په دې سيمه کې د بشير اخوندزاده په نامه ديوه قومي مشر پر کور هوايي بريد کړى ، چې له امله يې ١٧ عام وګړي وژل شوي دي.
ولسوال وايي ،چې په وژل شويو کسانو کې پخپله بشير اخوندازه، ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي وويل:

 چې دسيمې اوسېدونکو نن سهار له خاورو څخه د مړو په راوېستلو پيل کړى دى .

د لوګر د ولايتي شورا رئيس ډاکټر عبدالولي وکيل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د ايساف په بمبار کې قومي مشر بشير اخوندزاده له ١٦ کسانو سره وژل شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې د ولسوالۍ اوسېدونکو د وژل شويو کسانو جسدونه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، د اعتراض په توګه د ولايت مرکز (پل علم ) ته را وړي ، ترڅو يې دولت او نړيوالو ته وښيي ، چې دوى طالبان نه دي. خو په ولسي جرګه کې وکیل محمد اکبر ستانکزی بیا وايي :

چی بیګا شپه د دریو بجو شاوخوا امریکايي ځواکونو په سجاوندنومي سیمه کې بمبارد کړې دی او یو ویشت تنه ملکي وګړي یې وژلي دي .
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر بيا دا ادعاوې ردوي چې ګوندې په برکي برکي کې ١٧ عام وګړي وژل شوي دي .

دپورتنۍ پېښې په اړوند له لویې پکتیا څخه موږته په لاندې ډول سره یو بل خبر رارسېدلی دی :

لوګر:دايتلاف په بمبار کې ١٨ ولسي وګړي ووژل شول

خپرونكى پكتيا پرېس كلب.

چارواکي او د سيمې اوسېدونکي وايي، ايتلافي ځواکونو په لوګر ولايت کې بمبار کړى او ١٨ ولسي وګړي يې وژلي، چې نېږدې ټول ماشومان او مېرمنې دي

.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان وايي، دغه عمليات د برکي برک ولسوالۍ د سجاوند په سيمه کې شوي دي.

نوموړى زياتوي، چې عمليات له باګرام څخه د بهرنيو ځواکونو له خوا شوي او افغان ځواکونو په کې برخه نه درلوده.

ده د سيمې د خلکو له خولې وويل، چې په بمبار کې ١٨ تنه ولسي وګړي وژل شوي، چې ډېرى يې مېرمنې او ماشومان دي.

د امنيت د امر په وينا ايتلافي ځواکونو په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو په اړه معلومات تر لاسه او عمليات يې پرې کړې، چې له مقاومت سره مخ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې بمبار کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان قاري سردار په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

سمونوال رييس خان وايي، دوى په دې عملياتو کې د څلور امريکايي سرتېرو د تپي کېدو څخه هم خبر شوي، خو خپله بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بل خوا د سجاوند د سيمې د پراختيايي شورا غړي حاجي محمد ولي روزخبري آژانس ته وويل، چې ياد بمبار د شپې له ٢ بجو ها خوا په ياده سيمه کې په څو ځايونو باندې شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د سيمې خلکو تر اوسه پورې له خاورو څخه ١٨ مړي را ايستلي، چې ډېرى يې ماشومان، مېرمنې او سپين ږيري دي.

د حاجي محمد والي په وينا، دا مهال د سجاوند د سيمې خلکو مړي په اوږدو د مرکز پل علم په لور راخيستي او د لاريون په شکل د ولسي والۍ تر بازاره پورې رسېدلې دي.

د سيمې خلک وايي، بمبار د عبدالصمد اخندزاده په کور شوي، چې د لومړنيو رپوټونو له مخې په ياده بمبار کې عبدالصمد اخندزاده او د هغه يو بل سپين ږيرۍ ورور هم وژل شوي خو د دې خبر پخلى تر اوسه کومې سرچينې نه دى کړى.

نا تاييد شوي روپوټونه بيا دا وايي، چې په دغه بمبار کې ٢٦ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

ويل کېږي چې په ياد کور کې واده وو، نو ځکه زياتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان هم د دې پخلى کوي، چې د سجاوند خلکو په لاريون لاس پورې کړى او د مرکز په لور رارون دى، خو دى وايي، د ولسوالۍ چارواکو ته يې امر کړى، چې پل علم ته د لاريون کوونکو د راتګ مخه ونيسي.

بل خوا په سيمه کې عنيني شاهدان او يو سمييز خبريال چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، چې دا مهال لاريون روان دى او د امنيتي ځواکونو له خوا پرې ډزې کېږي.

دى وايي، تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او نه يې هم چارواکو په اړه باندې څه ويلي دي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاګتر عبدالولي وکيل هم وايي، حالت ترينګلي دي او له چارواکو سره يې د کابو کولو په اړه خبرې اترې روانې دي.

د ډاکتر وکيل په وينا په مرکز کې بهرني ځواکونونه ګرځي راګرځي او دوى له چارواکو غوښتي چې هغه ښار څخه وباسي ځکه چې لاريون کوونکي قهرېدلي رارون دي.

تر اوسه پورې د پېښې دقيق حال نه دى معلوم خو د ورستيو جزياتو په اړه به وروسته معلومات خپاره شي