جنايت ﻻ هم دوام لري:
شپاړس تنه د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوي
د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لخوا له څو ورځو راهيسې، په پر له پسې توګه قباييلي سيمې تر بريد ﻻندې راځي.
نن سهار هم د شمالي وزيرستان د ميرعلي په سيمه کې د استوګنې يو کور او يو موټر باندې توغندي ويشتل شوي، چې ديارلس تنه يې ځای پر ځای وژلي او درې تنو نورو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړه.
د تيرې ورځې په بريد کې هم د ځينې سرچينو په وينا تر لسو کسانو پورې وژل شوي وو.
بايد وويل شي، چې د سيمې دخلکو ژوند د دغو الوتکو د بريدونو له امله زيات تريخ شوی او تر اوسه يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.
که څه هم پنجابی حکومت په ظاهره د دغو بريدونو مخالفت کوي، خو د پښتنو د عام وژنې په دسيسه کې له امريکا سره شريک دی او په پټه يې ورته د بريدونو لپاره شين څراغ ورکړی.
سپينتمانله روهي ویبپاڼې څخه په مننه