دلــــــــــــــوی افغان (علامه سيدجمال الـــــــــــــدين)روح مه ناارامـــــــــــــــوئ!
د کابل پوهنتون محصلينو د خليلي د جسد له خښولو سره مخالفت وښود
د کابل پوهنتون محصلينو د خليل الله خليلي د جسد د خښولو سره مخالفت ښودلی او ﻻريون يې کړی.
د نوموړي جسد ته، چې له پېښور راوړل شوی، د ده د کورنۍ په غوښتنه حکومت اجازه ورکړه، چې په کابل پوهنتون کې د علامه سيدجمال الدين افغان تر څنګ ښخ شي؛ شيبه وړاندې کله، چې د نوموړي جسد راوړل شو، د پوهنتون محصلينو يې د خښولو سره مخالفت وښود.
د يادولو ده، چې خليلي پخپل کتاب (عياری از خراسان ) کې د سقاو زوی حبيب الله، چې غلا او شوکې به يې کولې او وروسته د انګريزانو په مرسته يې د غازي امان الله خان پاچاهي ته سقوط ورکړ او په خپله تر پاچاهۍ ورسيد ډېر صفتونه کړي او اتل يې ترې جوړ کړی.
درنو لوستونکو!
دنښتر ویبلاګ اداره دعلامه سيدجمال الدين افغان له څنګ سره دخلیلي خښول په کلکه غندي او له ټولوافغانانو څخه جدي هیله کوي ترڅو دلوی افغان (علامه سيدجمال الدين)روح دخلیلي په خښولو ناارامه نه کړي ځکه چې خلیلي یو کرکجن اومتعصب انسان و.
خلیلي نه یوازي دسقأو زوی دتورمخ دسپینولو هڅه کړې، بلکې همدا دمرتجعینو تخم آن ضیأالحق ته هم په پښو کې سر ایښی او افغاني غرور ته یې لوی سپکاوی رسولی دی .
دوی هر وخت له هر رنګ سره خپل رنګ بدلوي هم یې په نال وهي هم په سندان تاسو دخلیلي دا لاندې چاپلوسي وګورئ، چې ضیأالحق ته یې کړې له هغه څخه یې خدايي زمری،خالدبن ولید،محمودبت شکن اوداسلام سالار جوړکړی دی :
پیام به ضیأالحق
شوضیأالحق،چراغ آرزوی مسلمین
شو علمدار مسلمان،شومهین سرباز دین
جانشین شیر یزدان شو،درخیبرکشا
در مقام خالدی میدان محشر آفرین
مسند محمود غازی،شهسوار بت شکن
آنکه میلرزید از وی هند تا دریای چین
پایمال لشکر این بی خدایان تاکی
ای تومحمود بزرګ بت شکن را جانشین
غزنه با لاهور داردربطهای بس بزرګ
این سخن در ریشه ای تاریخ باشدجاګزین
حالت امروز ما آیینه ای فردای توست
ای ضمیر روشنت با پرتو ایمان قرین
وطن دار دلیر بنازم چشم مستت را
وطن در انتظاربازوی کشورکشای تست
بخاک افګن،بخون ترکن،بیادش ده در آتش
ازین بد تر چه باشدکه دشمن در سرای تست
دا لاندې تصویرونه دخلیلي او سقأو دزوی دي