د«مست خان» اومجبور نوکر موافقتنامه
دریمه او وروستۍ برخه:
لیکوال: ش،حصین
دلاسلیک شوې موافقنامې په لومړۍ ماده کې لولو:«دواړه لوري؟» موافق دي چې دبشر دحقوقواو ګډو دموکراتیکوارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا ددوی داوږد مهالوهمکاریو بنسټیزې پايي جوړوي». ددې مادې ظاهر ښکلی ښکاري.خو دا نه ښيي چې دبشر حقوق او دموکراتیک ارزښتونه په افغانستان کې دپام وړدی که په امریکا یا په دواړوهیوادو کې.که خبره په افغانستان کې وي دا دافغاني دولت ملی مکلفیت دی، نه دامریکايی لوري دنده.ښکاره ده چې افغانستان امریکا ته دبشردحقوقو او دموکراتیکو ارزښتونوسپارښتنه نشي کولی او دا امریکاده چې په افغانستان کې دغه له تیر ایستنې ډکه سیاسی شوې ژمنه ورکوي.که خبره همداسې وي ،په راوړل شوې ماده کې د«دواړو لورو» خبره مفهوم نه لري او داځکه چې نه یواځې دبشر حقوق او دموکراتیک ارزښتونه دامریکايي تعریف له مخې ځان ښيي بلکې په افغانستان ورتپل شوي واکمني په خپله یوه امریکايي پلوه زموږدخلکو او اولسونو له ملي ارادې وتې پردۍ واکمني ده .ددغې واکمنۍ ټولې نندارې دامریکايي سناریو یوه برخه ده.د«دواړو لورو» مفهوم هغه وخت دپام وړ کیدلی شي چې دواړه لوري لږ تر لږه دکاغذ پرمخ دبرابرحیثیت او اعتبار او متقابل احترام هرڅه په درنښت ومني.دلته دپانګوالې نړۍ دتیریو،ظلمونو،نارواوو ، استعماري او اشغالګرانه نړیوالو لوبوتاریخ او هغوبشري ضدپه زرګونو ځله تکرارتکرار کړنو ته ګوته نه نیسو. داچې په تیرو لسو کلونو کې ائتلاف، ناتو او آیساف دمتحده ایالاتوتر مشري لاندې دبشر دحقوقواو دموکراتیکوارزښتونو دپلي کولو په نوم تر سره کړیدی هم له ویلو پرته روښانه دي.خبره په دې کې ده چې دواړو لورو؟!! په افغانستان نړۍ اوآن په خپله په امریکا کې کوم دبشر حقوق او دمکراتیک، ارزښتونه لیدلي چې دساتنې لپاره ېې موافق دي؟له ټولو نورو جنایتونو او تیریو نه که تیر شو،یوهیواد په یوه بل هیواد کې چې په دروغو دهغه هیواد دخپلواکۍ داحترام خبره هم کوي څنکه دهمغه هیواد دبچو لپاره له شمیره وتې جیلخانې اوزندۍ ځایونه لري،څنکه په اشغال شوي هیواد کې له اساسي قانون څخه خبرې کوي خو دهمدغه قانون له اصولو خلاف ددغه هیواد بچیان ګوانتانامواو نورو پټو زندۍ ځایونوته لیږدوی؟ داخبره چې شپږ میاشتې وروسته به یواځې دبګرام امریکايي جیل افغان لوري ته سپاري ددې معنی نه لري چې ددوو هیوادوحیثیت او اعتبار یوشان شو او خپلواکي ېې هم خوندی شوه.لومړي خو په کار داوچې دغه موافقتنامه شپږ میاشتې وروسته لاسلیک شوې وای ځکه په امریکايي ژمنوباورتاریخ آزمویلی دی.دویمه خبره داده چې دایواځي دبګرام امریکايي جیل نه دی چې دفغان بچي په کې زندۍ کیږي ، دافغانستان په هره سیمه کې بې شمیره امریکايی، ناتويي او دآیساف جیلخانې داسې جیلخانې شتون لري چې دکابل واکمن یا له هغو څخه بې خبره یاهم پلاس سترګې پرې پټوي.پوښتنه داده چې ولي له هیواد څخه بهر په امریکايي او اروپايي پټو او ښکاره جیلخانوکې افغان بچي ګناهکار دی که بیګناه کړول کیږي؟دغه څه څنګه افغانستان ته دیوه خپلواک هیواداعتبار ور پریښودلی شي؟دپام وړ ده چې پر افغانستان له تیري وروسته داشغال په دوام کې یواځې په اروپا او امریکا کې له شمیره وتې پټې جیلخانې جوړې نه شوي، بلکې لکه څنګه چې یوامریکايي لیکوال جیمزرایسن په خپل کتاب «دجګړې هیواد» کې لیکي،سیا او اف پي آي په وارواردافغانستان له افغانستان څخه ډله ډله بندیان لومړی دخلیج بیلابیلو هیوادو ته دځانګړو شکنجو له پاره ليږل او بیا ېې له هغه ځایه یوشمیر تر ګوانتانامو پورې رسول.له دغو ټولو وحشتونو څخه حامد کرزی،دده تر ټولو دلوړ واک در لودونکی امنیتي سلاکار سپنتا چې پخوا دبهرنیو چارو وزیر واو دغه شان ټوله واکمني، پارلمان اوقضا خبره ده. ددغه واقعیت له لیدو سره سره څنګه کیدای شي افغانستان یوخپلواک،دځمکنۍ سلامتیا اوملي واکمنۍ درلودونکی هیواد وګڼل شي.هغه هیواد چې دغه ټول څه ونه لري،او پردی اشغال روان وي په کوم حقوقي منطق له متجاوز او اشغالګر سره داسې یوه موافقتنامه لاسلیک کوي چې هغه حقوقي اعتبارولري او له نړیوالو منل شوو موازینو سره سمون پیدا کړي؟
دموافقتنامې دویمه ماده هم دپاملرنې وړده.په دې ماده کې دکابل واکمن دمجبور نوکر په شان دې ته اړ شوي چې مست خان ته هغه ژمنې ورکړي چې دا لس کاله په بیا بیا ورکول کیږي خوعملي بڼه ېې ناشونې ده.په دې ژمنوکې دافغاني لوري( که افغاني لوری ېې ومنو)خپل مجبوریت ،رالویدنه او لاسپوڅیتوب په ښکاره ښيي.په دې برخه کې دلندن او بن کنفرانسونو او دافغان واکمنۍ ژمنو ته ګوته نیول کیږي،مطلب داسې څه ښيي چې مست خان خپل نوکر ته دورکړل شوو ژمنو دترسره کولودستور ورکوي.دلندن،بن اونور کنفرانسونه خوپه ظاهري بڼه دټولو اشغالګرو هیوادو او ددوی دپلویانو په استازیتوب جوړ شوي وو،ولي مست خان دنورو ټولو پرځای خپل دیکتات پلی کوي.دیوه هیواد په واکمنۍ دا منل چې داوکړه یا داوکړه د«دواړو لورو » موافقتنامه ده که دیوه لوري احکام او اوامر؟دانتخاباتو دپروسې تقویه دخپلواک هیواد دواکمنۍ خپل مکلفیت دی، ولې بل څوک دهغوسپارښتنه کوي او څنګه دیوه بل هیواد سپارښتنه دیوه حقوقي سندپرمخ راځي؟ لاسلیک شوي موافقتنامه (شرم ده چې موافقتنامه ېې وبولو)له سره تر پایه یوستړی کوونکی تکراراو له تضادونو ډک داسې اوږد متن دی چې دنړۍ په تاریخ کې دغسې یوه لفظي ننداره دموافقتنامې په نوم نده لیدل شوي.په ټول متن او دهمدې برخې په دریمه ماده کې بیا هم دا افغان واکمني ده چې خپله ملي کاري برنامه دامریکا له خوا اوري او دترسره کولو ژمنه ېې کوي.عجیبه ده ، که داټول څه د امریکا او دهغې غوښتنه وي نو بیا دکابل ناسته واکمني دخپلو خلکو په وړاندې څه لري؟
اشغال دوام لري،پای ېې هم لاډیر روښانه نه دی.امریکا دې ته څه اړتیا لري چې دکابل له واکمنۍ ژمنې واخلي؟ داشغال پټې او ښکاره لښکرې له درې سوه زروپوځیانو څخه اوړي.له کورنیو مزدورانو څخه هم له شمیره وتي ډلې لري، واکمني په ریښتینې توګه ددوی په لاس کې ده،دبشر دحقوقوله پلي کولواو ددموکراتیکوارزښتونو له شتون او پیاوړ تیا څخه دافغانستان خلک خوشحاله کیږي.اشغال دغه څه په تیرو لسو کلو کې ولې ونه کړل ؟او ولې اوس دغه څه په هغو ترسره کول غواړي کوم چې فساد، بې اهلیتي،اوروسوايي ېې نه جوړیدونکې ده؟
دلاسلیک شوې موافقتنامې په همدې او نورو برخو کې دامریکا اقتصادي مرستو ته ګونکه ګوته نیول کیږي.زموږ خلک او اولسونه هم په دغه مرییتوب راوړونکی خیرات تیر باسي. دموافقتنامې ټول متن ښيي چې دامریکايي مالي ونډې خبره له پوځي او امنیتي اډانې ډیره نه ووځي.داشغال په تیر عمرکې ېې دافغانستان اردو،ړنګ،وسلې او مهمات ېې لوټ او مسلکي کادر ېې لوږې، بیکارۍ،او له وطن څخه تیښتې ته اړ کړ،خو اوس که خیر وددې موافقتنامې له مخي په امریکايي وسله او یونیفورم سمبال یو معاش بګیر اردو، هغه هم له هغوکسانو څخه جوړوي چې یا لوږې اوبیکارۍ دې ته اړ کړي چې اشغال ته غاړه کیږدي او یاهم له پخوا دخپلوتنظیمي او غیر تنظیمي ډلو له لارې دوطن پلورنې په معاملو کې شریک وو.
دموافقتنامې درنه او دپوښتنو وړ برخه په دریم څپرکي کې راځي . دغه برخه اوږدمهاله امنیت ته ځانګړې شوې ښکاري.امنیت بې له شکه زموږ دخلکو غوښتنه ده. خو امنیت داشغال په دوام او لانوره پراختیا او مشروعیت ورکولو سره څنګه راتلی شي؟هغوی چې خیال کوي اوږ مهاله اشغال به دخلکو او اولسونو په منلو واوړي ،تاریخ ېې له پښوزوړند لیدلی.دافغانستان خلکو او اولسونو په خپل درانه تاریخ کې اوږد مهاله اولنډ مهاله تیري او پردۍ نیونې لږ نه دي لیدلي.له اشغال او مرییتوب سره عادت زموږ دخلکو او اولسونوله فطرت سره هیڅکله هم سمون نشي موندلی.په دملې مقاومتونوڅه په ځنډ را پاڅیدنه، یواځې دپوځي نابرابریو او په ځینو حالاتو کې له کورنیو ستونزو سره یوځای دپردو او پردو کینولو واکمنیودتذویرونو، نیرنګونو،تیر ایستنو،فتنو او توطئوزیږنده کیدای شي.دغه ځنډ د اولسونو دارادې ماته او یا له اشغال سره عادت موندنه نه ده.ژر یا وروسته دتاریخ وروستۍ خبره داولسونو ده نه دواکمنو یا دپردو اشغالګرو.
دافغانستان امنیت دافغانستان له اشغال نه وروسته اوس په ښکاره یواځې کورني عوامل نه لري.دسړې جګړې په پای ته رسیدو، پانکوالې نړۍ په سر کې ېې امریکا دټولې نړۍ دلاندې کولومنډې پیل کړې.په دې لیونیو ټوپونو کې لومړۍ موخه د اسلامي نړۍ لاندې کول و.دجګړې تبلیغ لږ تر لږه په پردیو پوځیانو کې په ښکاره مذهبې جذبې درلودې.دبوش دژوند لیک لیکونکی چې ویل کیږي خپله هم یو یهودی وپه خپله لیکنه کې بوش دیوه آسماني الهام اخیستونکي کچې ته رسوي او اوبا خو بیا په ژنیو کې دسولې !!! دجایزې دوړلو په ویاړ مخامخ ځان دخپل دین او مذهب ناجي ګڼي.داچې د افغانستان له اشغال وروسته څنګه په لویدیځ کې پر اسلام ملنډي پراخه او دواکمنیو دملاتړ وړ ګرځي بیله خبره ده ،آن دافغانستان په پلازمینه کابل کې داسې نندارې په لاره لویږي چې دبیلګې په توګه په دریمه کارته کې هره شپه دیوې زړې ونې سینه دصلیب په شان څیرل کیږي او رسنۍ په دې ډکیږي چې له دي صلیب څخه ښکلې رڼا دکابل په کوڅو کې خپریږي. دا ټول ناڅاپي او بې پلانه نه و. جګړې ،تیري او اشغال ته مذهبي جذبې دومره رنګ ورکړ چې آن کوریايي،جاپانې ،نیپالي او نورې عیسوي تبلیغي ډلې افغانستان ته را ماتې شوې.دغو لنډواشاروته په کتنه دافغانستان جګړه یوه صلیبي ډوله جګړه شوه. ددغې جګړې په وړاندې د اسلامي هیوادو په امریکا او لویدیځ پورې تړلې واکمنۍ نه بلکې اسلامي اولسونه را پورته شول. صلیبي لوري دغه هرڅه دالقاعدې په نوم تورن کړل، دغه حالت داولسونوقهر او غوسه او دافغانستان له خلکوسره همدردي نوره هم را وپاره وله او له همدې لارې مادي او معنوي مرستې دافغانستان مقاومت ته را روانې شوي.په اسلامي نړۍ کې دامریکا او لویدیځ ضد خوځښتونه چې له ټولو لاسوهنو او توطئو سره سره پرمخ روان دي، دلویدیځ او اسلامي نړۍ واټن ېې نور هم ژور کړ.اوس خبره په ښکاره دې ته رسیدلې چې یا به دامریکا په مشرۍ لویدیځ تیری اواشغال شاته ځي او یابه دخپلې نابودۍ تر پولوداسلامي نړۍ دماتولو قمار مخته وړي.
له بده مرغه دافغانستان دمزدورو واکمنوپه شتون کې،افغانستان ددغې جګړې په ویره وونکې اډه اړول شویدی.متحده ایالات په ټول لیونتوب غواړي دغه جګړه دزور له لارې په خپله ګټه واړوي،افغان مزدوراو مجبور واکمن همدغه لیونتوب ته ګوتې لګوي.دوی دامریکا دپولو او امنیت ساتنه له افغانستان څخه کوی .دی ته نه ګوری چې لومړی خو دافغانستان له خلکو او اولسونو سره زور وهنه له نابودۍ پرته بل څه نشي کیدای.اوس چې دامنیت تر نامه لاندي دټولې اسلامې نړۍ دماتولو وضع الجیش په افغانستان کې مضبوتوي، افغانستان ته به بې له شکه دداسې ناتارونو لاره خلاصه شي چې اټکل اوایساریدنه به ېې دتاریخ له توانه وتې وي.کرزي اوسپنتا ېې همدا غواړي.دوی خپله په ډیره آسانۍ یو امریکا اوبل خپلې الماني ځالې ته ور ګرځیدلی شی . پردوي دافغانستان او دسیمي دخلکو څه خیال نشته.دوی ته غوره داده چې ښه نوکران واوسي او بادار ورنه مرور نه شي.
له څومیاشتو را په دیخوا چې په افغانستان کې دامریکايی پوځي اډو سندره توده وه،مزدروقلمونوددغه کار اړتیا او مشروعیت ته ډیرې لفطي کوډې په لاره واچولي،دغه پردو جوړه کړې میله دومره توده شوه چې دپردو دپانګونې نښې پکې پټې نه وي.همدغې لوبې ته باید داولسونو دتیر ایستلو له پاره یو شعار هم جوړ شوی وای.داشعار اوورسره لمسونه هم اشغال را جوړه کړه.داسې چې دګاوڼدیو د لاسوهنو ویره ېې دومره وپړسوله چې که اشغال نه وي نو افغانستان به دګاونډیوله ستوني تیر شي.داچې دا ګاونډي چې هر یوېې بیلې او آن متضادې ګټې لري څنګه ددې توان موندلی شي چې پر افغانستان یرغل راوړي او هغه تر ستوني تیر کړي ،یو منطقي ځواب نه لري.په یوه ګاوڼدي هیواد کې دګاونډیو لاسوهنه یو غیر طبیعي کار نه دی. په ځینو حالاتو کې ښايي دغه لاسوهنې ډیرې بیشرمه او آن ویره وونکې هم وي،خودغه ټول څه باید دتاریخ او دګاونډیو هیوادوترمنځ په اړیکواو امکاناتو کې ولټول شي.آیاپاکستان، ایران، او آن روسیه او چین په رښتیا ددې توان لری چې د افغانستان تاریخ ته په نه کتلو پر دې هیواد دیرغل هڅه وکړي؟ دوی مګر دخلکو خبره دخره ماغزه خوړلي چې نه ویني چې په دې وطن کې دانګریزي استعمار، روسي یرغل او همدا اوس دامریکا ،ناتو او آیساف ناتو،لینګي څنګه مات شول؟واقعیت خودادی چې دګاونډیوخطر هم دامریکايي ستراتیژیو خبره ده. که داسې نه وي پاکستان تراوسه دامریکا دټولو جنایاتو شریک واو وی به،ایران دهمدې امریکايي ناتويي اشغال پلاس ناستو واکمنو ته بوجي بوجۍ ایرو،نه ریال یا تومان ورکوي، او بې شمیره استازی ېې په واکمنۍ او پارلمان کې ناست دي،روس هم د رشوت په خاطر، او هم په دې خاطر چې دشوروی دماتي کسات ېې اخیستی وي تر ټولولویه ترانزیتي لاره دامریکا او ناتو پوځیانو ته ورکوي، چین لا تر اوسه له کوچنیو ناندریوپرته دتجاوز خلاف کوم غږ نه دی پورته کړی.داټول حالات ښيي چې دګاونډیو ورانوونکی نقش داشغال له برکته،داشغال په څنګ کې داشغالي واکمنۍ په دننه کې پړسیدلی دی.دغه حالت دامریکا په خوښه اودهغو له ګټوسره سم پراختیا مومي. ښکاره خبره داده چې امریکايی پلوه ډلې او اجیران(دلویدیځو رسنیو تر کوډو لاندې راغلي او یا هغه کسان چې یو ډول ملي خام جذبات لري او واقعیتونه په ژوره نشي لیدلی له دې بحث څخه وتي دي)دګاونډیو دخطر په پلمه داشغال عمر ته لمنه وهي. اصلي خبره ېې ګاونډي نه بلکې هغه څه دې چې دوی ېې طالبان او دځان دښمنان بولي.طالبان به دتمدن له ډیرو ارزښتونو لرې پاتې او په لوړه کچه به داړتیا یاڅه دیني اوفکری تړاونو له لارې له ګاونډیو په تیره له پاکستان سره څه تړلتیاوې ولري.هغه تنظیمونه او هغه ډلې اونورچې دپاکستان یا ایران له لارې را تیر شوي ،کومه یوه ېې له دغو هیوادو سره همدا اوس هم، تر طالبانو ژورې اړیکې نه لري؟پرهیواد تر څلویښتو زیاتوپانګوالو هیوادو اولاسپوڅو ېې پوځي یر غل کړی،ددغه یرغل او تیري په وړاندي یوملي مقاومت که هرڅومره پیاوړی هم وي دې ته اړ دی چې دګاونډیو او بهرنیو مرسته او ملاتړ تر لاسه کړي، دغه څه دشوروي یرغل په وخت کې تر نننه په ډیره پراخه پیمانه له همدې ګاونډیو سره روان وو.مګر تنظیمي ډلې جنرال حمیدګل تر کابله را ونه رسولې؟همدغه حمید ګل او ترکې فیصل داستاد رباني په څنګ کې د ارګ په دننه کې دفتر نه درلود؟ولې هغه ټولې په پاکستان کې روزل شوي ډلې آی اس آی نه وې او یواځې طالبان دآی اس آي تړلې بلل کیږي؟ ښکاره خبره داده چې يوشمیر معلوم الحالې ډلې دافغانستان دخلکو او اولسونو اشغال ضد مقاومت يواځې دپښتنو مقاومت بولي او په دې خاطر چې دپښې پل ېې پټ ساتلی وي پښتانه او طالبان په یوه مفهوم کې را نغاړي.
په لاسلیک شوې موافقتنامه کې په نیولې توګه داسې ښودل کیږي چې ګوندې دامنیتي راتلونکو تدابیرواړتیا دافغانستان دخوندي ساتلو له پاره ده ،په تبلیغاتو کې هم همداسې رنګ لري.سپنتا په خپله هم وايي چې دا ګاوڼدیان وو چې موږ ېې دې موافقتنامې ته اړ کړو.ددې خبرې معنی داده چې دا موافقتنامه دګاونډیو پرخلاف ده.له دې ښکاره واقعیت سره همدا سپنتا بیا وايي چې هيڅ ګاونډی به له افغانستان څخه ونه ګواښل شي. عجیبه ده! ګاونډي ته وایم چې تا مجبور کړم چې ستا پرضد له یوه پردي ځواک سره موافقتنامه لاسلیک کړم،خو بیايي په سرلاس را تیره وم چې مه ډاریږه زما له لوري تاته خطر نشته!!!
لږ تر لږه داوباما له واکمنۍ راوروسته هره شپه او ورځ دافغانستان له امریکايي هوايي ډګرونو څخه بې پیلوټه طیارې الوزي اوله دیورند څخه هغه لوري ته دپښتنو خونې په وینو لړي، که داپښتي سیمې دافغانستان تاریخي حق بولو او خلک ېې زموږ ورونه دي نو دا بیا ولي په وینو لړل کیږي او هیڅوک ېې په وینو او اوښکو یو ساده خپګان هم نه ښيي. او که داسیمې دپاکستان خاوره او دپاکستان خلک دي نو زموږ له خاورې ولې یو پردی ځواک نږدې څلور کاله په پرله پسې توګه زموږ پر یوه ګاونډي هیواد بمبارۍ کوي؟ کوم ضمانت شتون لري چې دا خونړۍ لړۍ همداسې روانه نه وي.داڅه مګر نه ښيي چې یو شمیرمتعصب دپردواجیران چې آن پښتانه هم په کې لږ نه دي دپښتانه فزیکي ورکه به غواړي.دا یوښکاره جنوساید نه دی؟همدغه حالت ددیورند هغه لوري ته پښتانه دې ته نه مجبوروي چې دخپل ژوند دفاع په هغه ځای کې وکړي کوم چې مرګ له همغه ځایه ورځي؟دسپنتا خبره سمه ده.هغه پاکستان، سند او پنجاب بولي.سند او پنجاب نه پرون بمباردشوي او نه سبا تر ګواښ لاندې راتلی شي.دپښتنو مرک اوجنوساید دهغه او دهغه دتندروپرونیوچپیانو لویه هیله ده.
دیوه کال په بهیر کې دامنیتي جلا تدابیرو دموافقتنامې خبره ډیره ګنګه او داسې ښکاري چې دحالاتوپه اوږو به خوځي. ددغې اټکلې موافقتنامې له یادولو څخه چې امریکاته دوړاندې شوې مشروع دفاع!انځور هم جوړوي لاندې څه ترلاسه کیدای شي:
الف: ددغې یادونې شاته څه پټې معاملې روانی دی.
ب: دغه معاملې به امریکايي لښکروته دافغانستان په دننه او دافغانستان دګاونډیو په خاوره کې دمشروع دفاع دحق تر نامه لاندې نوې ژمني ولری.
ج: دغه وړاندیز دحالاتو تابع ښکاري. که داشغال پښې څه ټینګې شوې نو ددایمي پوځي اډو جوړول به عمل ته را وړاندې کړي او که داشغال سیوری په لویدو او تیښته ېې حتمي شوه نودهمدغو ژمنو پر بنسټ به حق ولري چې له لرې ،له هوا او سمندر څخه هره ورځ دمشروع دفاع په نوم زموږکلي ،بانډي او ښارونه په وینو ولړي.سم هغسې لکه چې په پښتونخوا،یمن،سومالي او نورو ځایوکې روان دي.
ه-:څه لنډه موده کیږي چې دپوځي اډو سندره څه سړه شوي،دغه کار دامریکا ترحم ته ناست غله یوڅه خواشیني کړی دي. امریکايي منابع هم سهار و بیګا نارې وهي چې داوږده شتون او پوځي اډو دجوړولو خیال نه لري. داټول څه دواکمنو او یوشمیر امریکايي پلوه روښانفکرانو په زړونو اور بلوي.په دغه اور باید یو څه سړې اوبه تويي شي. دامنیتي راتلونکو تدابیروخبره کیدای شي .همدغه سړې اوبه وي.
دواکمنو اوورسره شریکو غلوګډو وډوته وګوری.دبیلګي په شان دمارشال فهیم په کچه دطالبانو غټ دښمن نارې وهي چې موږ تراوسه سوله نه ده غوښتې،سوله خو په سیاست کې دطالبانوپه ګډون راتلی شي.دوستم تر دې هم وړاندې ورغورځي او وايي . حاضر دي چې دملاعمر په غاړه کې ګلان ورواچوي.اول خوله همدوی دواړو څخه څوک نه پوښتې که دالس کلن مقاومت ملي مقاومت نه واوطالبان ټول دآي اس آی نوکران وو، او دا آی اس آی و چې جګړه ېې کوله نو بیا له آی اس آی سره دواک ویش اوپه سیاسی واک کې ګډون ورکول او په یوه وخت کې دهغه پر خلاف له مست خان سره موافقتنامه په څه معنی ده؟دوستم چې پوهیږي دملاعمرغاړې ته ګلان څه چې پښوته ېې ځان حلال هم کړي دبښنې وړ نه دي ، نو خپله خبره بیرته اخلي او اعلانوي چې ژر به امریکاته لاړ شی او هلته به امریکايی واکمن له لمنې ونیسي چې دخدای دپاره افغانستان مه پریږدي.دایواځې دوستم نه دی چې داخبري او داهڅې کوي. ټول داشغال په غوړ دسترخوان ناست په همدې تبه اخته دي .دغه ناروغان دخپل ننګین ژوند دپایښت له پاره هره ویره وونکې نوي وطن پلورنه کولی شي. په دې خاطر دلاسلیک شوې موافقتنامې شاته دنورو معاملو خطرونه دپام وړاو ویره وونکی کیدای شی.