امريکا په (B) پلان کې د خپلو جاسوسانو او پټو همکارانو لېست خپروي
امريکا د افغانستان لپاره په خپل (B) پلان کې د خپلو ټولو هغو پټو همکارانو او جاسوسانو د نومونو د خپرولو نيت لري چې له دوى سره يې په تېرو لسو کلونو کې په دغه هېواد کې مرسته کړې ده.
يوې باوري سرچينې چې کلونه کلونه يې له امريکايانو سره په افغانستان کې ګډ کار کړى، سرنوشت ورځپاڼې ته وويل، چې امريکا د (B) پلان په توګه د خپلو ټولو همکارانو او جاسوسانو لېست په داسې جزئياتو خپروي چې په کې به د دوى د هر همکار او جاسوس د پوره پېژندګلوۍ ترڅنګ دا هم ويل شوي وي، چې دوى په کومو مسايلو کې او دغه راز د کومو کسانو په نيولو او يا وژلو کې له دوى سره مرسته کړې ده.
دغې سرچينې زياته کړې چې امريکا په افغانستان کې د خپل (A) پلان له ناکامۍ وروسته په افغانستان کې د کورنۍ، کلي په کلي او کور په کور جګړې لپاره دغه معلومات خپروي.
د سرچينې په باور چې ښايي دغه لېست د ويکي ليکس په شان د يو شبکې له خوا خپور شي او امريکايان به په ښکاره په دې خواشيني څرګنده کړي، خو په واقعيت کې به دا د دوى له خوا په قصدي او شعوري ډول خپاره شوي معلومات وي.
د امريکا په (A) پلان کې په افغانستان کې د دوى په خوښه دايمي پوځي اډې، په افغانستان کې يو امريکايي پلوه يا لاسپوڅى حکومت او د افغانستان له لارې په سيمه کې د امريکايي اهدافو تعقيب شامل دي.
امريکا اوس په (A) پلان کار کوي او هڅه يې دا ده چې خپل دغه پلان بريالى کړي.
خو که دغه پلان بريالى نه شي، نو امريکا له وړاندې پر (B) پلان کار کړى او عملي کولو ته يې چمتو ده.
دغه راز له امريکايي ځواکونو سره يو افغان ژباړن هم د خپل نوم او هويت د نه څرګندېدو په شرط سرنوشت ورځپاڼې ته وويل، چې له امريکايي جګپوړو پوځيانو څخه يې په دې اړه خبرې اورېدلي دي.
کتونکي وايي، چې که دغه پلان عملي شي، نو بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانان د دې پر ځاى چې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره کار وکړي، د غچ اخيستو هڅه به وکړي او هر څوک به د هغه کس د وژلو هڅه کوي چې له امريکايي ځواکونو سره يې ده او يا د ده خپلوانو ته ځاني او مالي زيان اړولى دى.له وړاندې هم له بهرنيو ځواکونو سره افغان جاسوسان، د دوى نږدې همکاران او آن ژباړونکي هم د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل برخليک په اړه اندېښن وو.
له لوی افغانستان څخه په مننه
دنښتر ویبلاګ اړین یادښت:
هر افغان چې په پردیو نازیږي خپلې پښې پخپله رېبي.
څومره ښه یې وېلي چې:
پردی کټ ترنیمو شپو وي .
دا دی په پردي کټ کې مست او هېواد پلورونکي به اوس هر یو بربنډ شي دا هر یو دسر له خطرسره مخامخ کېدای شي ځکه چې دوی خپل افغانان او افغاني عفت په پردیو پلورلی دی .
یو وخت نه یو وخت به امریکایان وځي زموږ جغرافعوي موقعیت او تاریخ خو له ځان سره نه شي وړی نوبیا به څه کیږي؟
زموږ مشوره ټولوافغانانو ته دا ده، چې په پردیو هیڅ باور ونه کړي، دوی زموږ تباهي ته راغلي نه زموږ هوسايي او سوکالي ته .