تورن اسمعیل د لسګونو میلونو ډالرو پر اختلاس تورن شو
له فساد سره دمبارزې اداره کې یوې سرچینې له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلې دي ، چې داوبو او برېښنا وزیر محمد اسمعیل خان په هرات کې کې د دولتي ځمکو او شتمنیو پر اختلاس تورن شوې دی سرچینه وايي :
اسمعیل خان په هرات کې دخپل ولایت پر مهال له دولتي بانک څخه میلونونو ډالره غلا کړې دي پردې سربېره یې دهرات له ګمرګ څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده او ددې تر څنګ دا تور پرې هم لګیدلې دی ،چې له ساختماني شرکتونوسره یې په قرارداد ونوکې هم له درغلۍ کار اخیستې دی .
سرچینه زیاتوي :
له فساد سره دمبارزې ادارې وار له مخه ولسي جرګې ته دهغو نوماندو وزیرانو نومونه استولې وو ،چې په مالي فساد کې ښکیل وو په هغه مکتوب کې راغلې دي ،چې داوبو او برېښنا وزیر اسمعیل خان له دولتي بانک څخه نږدې اویا میلونه ډالر غلا کړې دي .
دسرچینې دمعلوماتو له مخې دا پېسې هغه مهال تری تم شوې دي کله ،چې ډاکتر اشرف غني دمالیې وزیر و ، اشرف غني هغه مهال دهمدې پېښې د څیړنې لپاره هرات ته یو پلاوی استولې وو ، خو والي اسمعیل خان له پلاوي سره همکاري ونه کړه او نه یې دا پېسې بیرته بانک ته تحویل کړې .
له فساد سره دمبارزې رئیس ډاکتر لودین وايي :
دکابینې یو شمیر وزیران پر غلا او دځمکو پر غصب تورن دي ، خو دچا نوم یې وانخیست لودین زیاتوي په هرات کې هم یو شمیر دولتي ځمکې هم له ځواکمنو لخوا څخه غصب شوې دي .
دپورتني خبر په تائید په لوی افغانستان او تاند کې داسې کښل شوي دي :
لودين:د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان د ځمکو په غصب او فساد کې ښکېل دى
د دې ادارې رييس ډاکترغزيزاله لودين چې د سه شنبې په ورځ يې د کابل پوهنتون له يو شمېر استادانو سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې د مخنيوي په هکله خبرې کولې وويل، چې د اوبو او برښنا وزير محمد اسماعيل، د ځينو ځمکو په غصبولو کې لاس لري. ده وويل: (( ما داسې خلک تورن کړي، چې له امله يې پرما انتقادونه کېږي، ما د اسماعيل خان غوندې شخص تورن کړى. د ده غوندې کوږ ښکرى وزير په افغانستان کې نه شته.
اوس به وګورو، څوک ترې پوښتنه کوي، چې ځمکې او پيسې دې غضب کړې او څوک به يې ترې بېرته واخلي؟))
ښاغلي لودين دا ونه ويل، چې محمداسماعيل، چېرې، کله او څو مره پيسې او څومره ځمکې غصب کړي دي؟
خو له دې وړاندې د (يک) په نوم يوه خصوصي تلوېزيون د فساد پر وړاندې د مبارزې د يوه سلاکار له قوله ويلي وو چې اسماعيل خان لږ تر لږه ٧٠ ميليون ډالره اختلاس کړى دى.
ښاغلي لودين څو ورځې مخکې د ولسي جرګې په غونډه کې ويلي وو، چې د جرګي غړو داسې کانديد وزيرانو ته د باور رايه ورکړې، چې د لسګونو ميليونو ډالرو په غلا تورن دي.
د اوبو اوبرښنا وزير محمد اسماعيل په هغو وزيرانو کې شامل دى؛ چې په دې وروستيو کې يې له ولسي جرګې څخه د باور رايې اخيستې دي.
ويل کېږي، چې اداري فساد او د دولتي ځمکو غصبول هغه وخت له منځه تلى شي، چې کارونه رښتينو او وفادارو خلکو ته وسپارل شي.
ښاغلي لودين قضاييه قوه هم تورنه کړې، چې په ځينومسالو کې د د فاسدينو ملاتړ کوي. ده وويل: (( يوه دوسيه ماسره وه، د اته ميليونه ډالرو او د اته سوه جريبه ځمکه د اوقافو ملکيت. سړي يې ادعا کړې، درې محکمو يې په ګټه پرېکړه کړې. ما درې ځلې بيا کتنې ته وړاندې کړه، درې ځلې پرې بياهم هماغه پرېکړه وشوه. د اتو وزارتونو پلاوي د مدعي له خويندو پوښتنه وکړه، خويندو يې وويل، دا زموږ نه بلکې د اوقافو ملکيت دى. د دې سره سره قضايېه قوې پريکړه وکړه، چې دا ملکيت دې غله ته ورکړل شي.))
خو د سترې محکمې چارواکي، پر دوى لګول شوي تورونه ردوي. د دې محکمې د خپرونو رييس وکيل عمري ازادي راډيو ته وويل: (( قضاييه قوه د دولت او خلکو له ګټو دفاع کوي، موږ هم په کابل او ولايتونو کې، د اداري فساد پرضد د مبارزې دفترونه لرو او بله دا چې هر راز دوسيه چې موږ ته راورسيږي؛ د قانون سره سمه څېړل کېږي او حکم پرې کېږي او له اوسنۍ سره ادعا سره موافق نه يو.))
له دې مخکې هم د هېواد پر قضايې قوې انتقادونه شوي؛ چې د دوسيو په څېړلو کې له عدالته کار نه اخلي.
ستره محکمه په داسې حال له قانون څخه د ملاتړ خبرې کوي، چې په دې وروستيو کې د دې محکمې په لسګونو کارکوونکي چې يوشمېر قاضيان هم په کې شامل وو، په فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو ليرې کړاى شوي دي.
په تاند کې کښل شوي دي:
تورن اسمعیل د ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت مځکې غضب کړي دي
تاند(چهارشنبه/اپریل۲۵) له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان په هرات ولایت کې د دولتي مځکو پرغضبولو تورن کړ.
له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې ريیس عزیزالله لودین نن وویل، د اسماعیل خان له خوا د غضب شویو مځکو ارزښت نژدې سل ملیون ډالرو ته رسېږي.
د افغانستان د ښارجوړونې پخواني وزیر یوسف پښتون ویلي و چې په افغانستان کې تر درې ملیون جریبه زیاته دولتي مځکه د زورواکانو او پخوانیو جګړه مارو له لوري غضب شوې ده. پخواني جګړه مار او اوسنی زورواکان د محمد اسماعیل خان په شان د دولت په درو ګونو قوو کې پر لویو چوکیو خېټې اچولي دي.
ښاغلي لودین وویل د اسماعیل خان له لوري د مځکو د غضب په اړه د تحقیقاتو دوسیه لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.
کتونکي باور نه لري چې لویه څارنوالي به د اسماعیل خان په شان کسانو دوسیه راپورته کړای شي که دا موضوع وهم شاربي ممکن د ولسمشر کرزي له لوري ورته امر وشي چې قضیه پټه کړي ځکه چې پخوا کرزي په ځلونو داسي کړي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې رييس وویل، ولسمشر مخکې فرمان صادر کړی و چې په هرات کې دې د دولتي مځکو د غضب په باره کې تحقیقات وشي. هماغه وخت یو پلاوی هرات ته لاړ چې په څېړنو کې یې مالومه شوه چې اسماعیل خان د سل ملیون ډالرو په ارزښت مځکې غضب کړي دي.
ښاغلي لودین وویل، د عبدالمجید خان زابلي کور، چې پخوا دولت مصادره کړی و، او ډېره لوړه بیه لري، اسماعیل خان په خپل نوم کړی او یوه برخه یې د خپلې مېرمنې په نوم کړې ده.
اسماعیل خان عموماً له رسنیو سره خبرو ته نه حاضرېږي او نه هم پر ځان لګېدلیو تورونو ته ځواب وايي.
له روهي، لوی افغانستان او تاند ویبپاڼو څخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت:
لا لس کاله دمخه نیواکګرو خپلو موخو ته درسېدو لپاره دجګړې ددوام له لارې جنګي جنایتکارانو ته په لوی لاس شین څراغ ورکړی و تاسو په پورتني تصویر کې دامریکا ددفاع پخواني وزیر رامزفیلد او خلیلزاد تصویرونه له اسمعیل سره عملأ وینئ چې خامخا یو څه ورڅخه انځورولای شئ همدا راز ترخاورو لاندي ریچاردهولبروګ هم دبلخ والي عطا نوراو نور جنګي جنایتکاران تر خپله مرګه پورې نازول .
زموږ دمالوماتو له مخې تورن اسمعیل په سویس او دوبۍ کې فرېمانه ډالر خوندي کړي دي اوس، چې له خیره سره دعمر وروستۍ شپې او ورځې تېروي وربه شي الله تعالی ته به زموږ دیتیم ولس دلوټ اوتالان ځواب ورکوي ډالر به یې نورو ته پاته وي دی به تش لاس او بې ایمانه سرولمبو ته ورننوزي .
دشمال ټلوالې دا نورو ړندو او په ځان مینو غلوهم زموږ دولس هستي په رڼا ورځ لوټ کړه او لا لوټوي یې خولا تراوسه پورې دپوښتنې څوک نشته، چې له ګرېوانه یې را ونیسي.
له فساد سره تش په نامه دمبارزې په نوم رئیس عزیزالله لودین یوازې لکه زړه انا ګیلې کوي عملي اقدام یې موږ ونه لید.
دکورنیو چارو وزیر بې سیواده بسم الله محمدي په رڼا ورځ ددفاع له وزارته ۲۱ موټر له ځان سره راوستل نه یې چا پوښتنه وکړه اونه اوس دهغو موټرو پته لګیږي، چې چېرې دي.
څو ورځې مخکې همدا مغرور وزیر په ۲۸ میلیونو ډالرو تورن شو خو لا سرې سترګي ګرزي .
اوس نو تاسو قضاوت وکړئ، چې دا دوی په خپل زور دومره سورسترګي دي که راغلي نابللي یې نازوي؟
دبسم الله دچور او تالان په اړوند دا لاندې لینک کښېباسئ: