د طالبانو له مړو سره د امریکايي عسکرو پر عکسونو د طالبانو غبرګون
وسله والو طالبانو د لاس انجلس ټایمز له لوري د ځانمرګو له مړیو سره د امریکايي عسکرو د عکسونو خپرېدا غندلې او ویلي یې دي:
« که څه هم د امریکايي یرغلګرو دغه وحشیانه عمل په ظاهره د امریکايي چارواکو لخوا غندل شوی اوپه مقابل کې له افغانانو تش په نوم لفظي بښنه غوښتل شوې، خو دلاس انجلس ټایمز په کچه مشهورې امریکايي ورځپانې له خوا د داسې تصویرونو خپرول په خپل ذات کې د امریکايي چارواکو د خوښې او دستور په معنا دی.»
د امریکا دفاع وزیرلیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ د دغو عکسونو خپرېدا وغندله او په عین حال کې یې بخښنه وغوښته.
پنیتا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل:«دا جنګ دی، زه پوهېږم چې جنګ بد شی دی او تشدد دی.زه پوهېږم چې ځوانان ځیني وخت احمقانه کارونه کوي.»
سپینې ماڼۍ هم وویل چې دا پېښه د غندلو وړ ده.
طالبانو همداراز ویلي چې د امریکایانو له لوري دا څه نوې خبره نه ده چې دا ډول عکسونه اخلي او خپروي یې خو د طالب ځانمرګو د بدن د ټوټو ترڅنګ د افغان پولیسو د عکسونو اخیستل د پام وړ دی.
د لاس انجلس ټایمز له لوري په خپرونو شویو عکسونو کې افغان پولیس په داسي حال کې لیدل کېږي چې د خانمرګو پښې او د بدن نورې ټوټې انتقالوي.
له تاند څخه په مننه