پدرام ته د تاجکستان افتخاري تابعیت ورکړشو

تاند(یکشنبه/اپریل۱) د تاجکستان د کولاب ښاروالي د پرچم ډلې پخواني مقام لطیف پدرام ته، چې اوس په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی دی، د تاجکستان افتخاري تابعیت ورکړ.

پدرام ته، چې ځان د ملي کانګریس ګوند مشر بولي، د تاجکستان افتخاري تابعیت پرون/جمعه/ په یو لړ مراسمو کې ورکړل شو چې د تاجکستان او ایران یوشمېر مقاماتو او ادیبانو پکې برخه لرله.

تاجک چارواکي وايي چې پدرام د یوه تاجک تبعه په شان ټول حقونه لري خو یوازې نه ځان کاندیدولی او نه چا ته رایه ورکولی شي.

په غونډه کې د تاجکستان د دولتي اسرارو د ساتنې د ادارې مشرسعید میرظهوروف، چې پخوا د تاجکستان د کورني امنیت(استخباراتو) وزیر و، هم د نورو ترڅنګ پدرام ته مبارکي ورکړه. دوی په دې محفل کې د احمدشاه مسعود ستاینې وکړې او هغه یې د تاجکانو ملي قهرمان وباله.

ظهوراوف ، افغانستان او تاجکستان یو هیواد او یو ملت وبلل او هیله یې څرګنده کړه«داسي ورځ دې راشي چې د دواړو ترمنځ سرحدونه لېري شي او موږ او افغانستان هماغه راز چې استاد رباني ویلي و زموږ ځوانان کولاب ته د چونغله بازۍ لپاره ته تلل، بیا هغسي وخت راورسېږي.»

پدرام په ۲۰۰۸ میلادي کال غازي امان الله خان ته سپکې سپورې ویلې وې. ویل کېږي چې نوموړی د افغانستان تاریخي شخصیتونو ته په بده سترګه ګوري او د اوس وخت لپاره د افغانستان د فدرالي کېدو غوښتونکی دی.

که څه هم ښاغلی پدرام اسماعیلي مذهبه دی خو ځیني کسان، د ده کمونستي سابقې ته په پام سره ادعا کوي چې نوموړی په دیني مسایلو باورمن نه دی.

له تاند څخه په مننه