طالبانو د ملکي افغانانو د وژنې د غچ اخېستو لوړه کړې ده
طالبانو په خپله وېب پاڼه کې د امريکايي پوځيانو له خوا د بې ګناه افغانانو وژنه په کلکه غندلې ده او لوړه يې کړې ده چې د هر شهيد انتقام به جلا جلا اخلي او پر نيواکګرو ځواکونو به بريدونه کوي.
طالبانو امريکايی وژونکی يو عصبي ناروغ او لېونی نه دی بللی، عصبیتوب او لېونتوب هغه څه دي، چې امريکايي چارواکي یې معمولاً د خپلو پوځيانو د جنايتونو د توجيه او پردې لپاره پلمه کوي.
عبدالله اڅړ
د امريکايي وحشت په اړه نور مالومات
امريکايي چارواکي وايي هغه سرتېری يې نيولی، چې په کندهار کې يې 16 تنه ملکي وګړي وژلی دي. عيني شاهدان د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وايي، چې وژونکی يو سرتېری نه بلکې يوه ډله سرتېري وو چې د بې ګناه کليوالو تر وژنې وروسته يې مړو ته اور ورته کړ. يو بل عيني شاهد وايي چې سرتېري نشه وواو په خپلوکې يې خندل. د وروستيو مالوماتو له مخې په دريو جلا کورونو کې شپاړس تنه وژل شوي، چې دا خپله زباتوي قاتل يو کس نه بلکې څو تنه دي. په وژل شويو کسانو کې نهه تنه يې ماشومان دي.
کرزي پېښه غندلې ده او له امريکايي چارواکو څخه يې توضيحات غوښتي دي. د امريکې سفارت بيا د غمرازۍ څرګندونه کړې ده او ژمنه يې کړې ده چې موضوع به په کلکه تعقيبوي. په ټوليزه توګه تر دغې وژنې وروسته په افغانستان کې حالات ډېر ترينګلې دي او امريکايان د انتقامي بريدونو او پراخو لاريونونو په اړه اندېښنه لري. د امريکې سفارت خپلو کارکوونکو ته د افغانانو د قهرجن غبرګون په اړه خبرداری ورکړی دی. يو شمېر افغان چارواکو ويلي، چې ښايي په اوسنيو شرايطو کې له امريکې سره د ستراتيژيک تړون لاسليک کېدل وځنډېږي.
عبدالله اڅړ
امريکايي سادېستان په افغانستان کې
په افغانستان کې د برتانيې سفير (ويليم پېټي) په يوه مرکه کې چې همدا نن په (سنډې تېلېګراف) کې خپره شوې ده، ويلي دي چې که بهرنيان هرڅومره مهربان!؟ او بې ضرره هم وي افغانان يې پر وړاندې حساسيت ښيي. دی وايي، چې:« که موږ هر څومره ووايو چې د آيساف ځواکونه د ملګرو ملتو د پرېکړې پر بنسټ افغانستان ته راغلي او نيواکګر نه دي، خو بيا يې هم افغانان نه مني .» خو په همدې ورځ بيا د نړۍ د بشري حقونو او دموکراسۍ له علمبردار هېواد امريکې څخه پوځيانود کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې له کرکې څخه د خپلو ډکو توپکونو زړونه پر ناخبره او بې ګناه افغانانوتش کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې زموږ شپاړس تنه په خوب ويده هېوادوال په وينو کې لت پت او په ابدي خوب ويده کړل. خو کاشکې چې دا د امريکايي وحشت يوازنۍ او استثنايي پېښه وای، له بده مرغه دا وحشت په افغانستان کې د امريکايي سادېستانو ورځنۍ مشغولا ده، خو يوازې يوه نيمه پېښه يې رسوا کېږي او مېډيا ته راوځي. وړمه ورځ هم ناټو ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې د دريو ماشومانو په ګډون څلور تنه بې ګناه افغانان ووژل اومياشت وړاندې يې په همدې ولسوالۍ کې اوه ماشومان نور هم وژلي وو، او دا ډول پېښې اوس د افغانانو د ژوند ورځنۍ کيسه ده.
کله چې يو ويشتمه عيسوي پېړۍ او درېيمه زريزه پيل کېده، نو داسې هيلې ورسره تړلې وې چې ګوندې نور انسان د وحشت دود مات کړي او د مدنيت بېړۍ د مينې او انسانيت ساحل پر لوري روانه کړي، خو له بده شامته چې له هماغه پيل سره د نړيوال مدنيت، بشريت او دموکراسۍ په دعوېداره امريکا کې دريو کاوبايانو يا د سادېستانو ترويکا( بوش، چيني او رامسفېلډ) پر افغانستان بريد وکړ او د وحشت يوه نوې او مډرنه ننداره يې پيل کړه، خو پر افغانستان بريد يې د وحشت او ساديزم غريزه تسکين نه شوه کړای او له همدې امله يې په 2003 کې پر عراق هم بريد وکړ او له هغه وخت راهيسې امريکايي سادېستانو په افغانستان او عراق کې داسې جنايتونه وکړل چې د بشريت تاريخ به تل پرې شرمېږي. په دې لړ کې د ابوغريب، ګوانتنامو او بګرام زندانونه د امريکايي وحشت داسې بېلګې دي، چې په حقه يې بايد څښتن (بوش) د يو ويشتمې پېړۍ هېټلر او دجال وبلل شي.
د امريکايانو يوه لويه نيوکه پر طالبانو دا وه چې د ښځو حقونو په ګډون دموکراتيک او بشري حقونه نه مراعتوي، خو کله چې دوی افغانستان ته راغلل له هماغه اولې ورځې يې د افغانانو د کلتوري او عقيدوي ارزښتونو د سپکاوي تر څنګ د هغوی لومړنی حق چې ژوند دی، په ډېر وحشت تر پښو لاندې کړ. د دغو چارو لپاره امريکايي چارواکو د کوڅو وزګاره لنډغران، جنايتکاران او ناروغه سادېستان راټول کړل او افغانستان ته يې راولېږل، څو په دې توګه له يوې خوا پر افغانانو خپل زړونه يخ کړي او له بلې خوا يو څو ورځې امريکايي ښارونه د لنډغرانو له شره خلاص کړي. که د امريکايي ځواکونو مشران د جنرال پتريوس په څېر د بسته کليو له اوارولوخوند اخلي، نو تر لاس لاندې پوځيان يې د (کېل ټيم) په څېر د ساتېرۍ لپاره بې ګناه افغانان وژني او بيا يې ګوتې د نښې او يادګار لپاره پرې کوي او يا هم د مړو له سپکاوي او قرآن پاک له ويشتلو او سوځولو څخه خوند اخلي. امريکايي چارواکي وايي، چې دوی د بېګانۍ پېښې په شک يوامريکايي سرتېری نيولی دی، خو د خبر له مخې په دريو جلا کورونو کې شپاړس تنه وژل شوي او يو شمېر نور هم ټپيان شوي دي، آيا دا عقل مني چې يوازې يوه سړي دې په يوه وخت کې په دريو کورونو کې ډزې کړي وي او په يوه شارژور يې دومره کسان وژلي وي؟ يقينا چې دا هم د (کېل ټيم) په څېر بل ټيم دی. د امريکې په پوځ کې د کېل ټيم ( د وژنې ټيم) په څېر ډېر سادېستان او حرفوي قاتلان شته، چې که جنايت يې له سترګو نهام پاتې شي نو د امريکې ملي اتلان دي ، خو که رسوا شي او خبره يې مېډيا ته راوځي نو بيا رواني ناروغان دي.
تېرکال امريکايانو د کورنيو چارو په وزارت کې د يوه ماشين په واسطه زموږ له پوليسو څخه د رښتيا او درغو ازموينه اخېسته، خبره دا ده چې که امريکا د خپلو سرتېرو له وحشت سره موافقه نه وي نو ولې له د سرتېرو تر استولو مخکې رواني ازموينه نه ترې اخلي او افغانستان ته د خپلو لېونيانو مخه نه نيسي.
خبره دا ده چې نننی وحشت نه د امريکايانو لومړی جنايت نه دی او نه به هم وروستی جنايت وي او نه به هم ولسمشر کرزی د کمېسيون تر جوړولواو څېړنو پرته کومه بله توره وکړي. څرنګه چې نړۍ په ټوليزه توګه او اسلامي هېوادونه په ځانګړي توګه د امريکايي او اروپايي وسلو او دسيسو له لاسه د جګړې او وحشت په سره اور کې سوځي، يو ځل بيا د دې اړتيا ليدل کېږي چې د څوارلسو پېړيو مخکې په څېر نړۍ د اسلامي رسالت له مخې له وحشت څخه وژغورل شي او د مدنيت سبق ورکړل شي. په افغانستان کې که طالبان او نورې اسلامي ډلې په رښتيا اسلام او خپلو خلکو ته خدمت کوي، نو لومړی بايد د خپلو هېوادوالو ژوند او انساني کرامت ته ارزښت ورکړي، ځکه که يو انسان ته يې خپل ورور ارزښت ورنه کړي نو له پرديو بيا څه ګېله ده. همداراز ټول هغه هېوادوال چې له اشغال څخه کړېږي او د وطن پر اوسنۍ غميزې دردېږي، ښايي چې د ګډو موخو لپاره په لويو اتحاديو کې لاسونه سره ورکړي او د احساساتي شعارونو پر ځای هڅه وکړي د خپل هېواد او ولس د ژغورنې لپاره پر يوه اغېزمن ځواک بدل شي او د خپلو هېوادوالو پر وړاندې هر ظلم او تېری تر هغو تعقيب کړي چې عاملين يې په سزا ورسول شي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې د روانې جګړې او غميزې بنسټيزه چاره وشي.
امریکایانولس کاله پوره په افغانستان کې . . . وکړل اوس وايي :
"د افغانستان جګړه په جنګېدو نه ارزي"
د افغانستان لس کلنه جګړه په امریکا کې اوس څو محدود پلویان لري، خو یو وختې هغه جګړه بلل کېده چې امریکايي چارواکو به ویل، باید دوام ورکړل شي.
وروسته له دې چې د ناټو ځواکونو د یکشنبې په ورځ هغه سرتېری چې په پنجوايي ولسوالۍ کې یې پر ملکي وګړو دزې کړې وې ونیو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو یوځل بیا په یوه خوله تر 2014 کاله او حتی له هغه مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ.
په سنا کې د اکثریت دیموکراتانو مشر هري ریډ وویل چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دي. ده زیاته کړه، د افغانستان جګړه هېڅ یوې مخکینۍ جګړې ته چې امریکایان پکې ښکېل وو، نه ده ورته. سناتور ریډ وویل، موږ لکه څنګه چې ولسمشر ویلي، له دې هېواده وځو او دا سم کار دی.
ډېر شمېر جمهوري غوښتونکي د 2008 کال برعکس چې له عراقه په بېړه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالف وو، اوس له افغانستان سره د خپلو ژمنو دوام ته چندان لېوال نه دي.
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یو جمهوري غوښتونکی کاندید نیوټ ګېنګریچ وايي، له هغې سیمې سره چې افغانستان پکې پروت دی په سلوک کې کومه ژوره نیمګړتیا شته چې وضع د دې پرځای چې ښه شي، په خرابېدو ده. ګنګریچ زیاته کړه، موږ د خپلو ښځو او نارینه وو ژوند د هغه ماموریت لپاره په خطر کې اچولی چې که یې سپینه راباندې وایئ، شونی نه دی.
د هغې نظرپوښتنې له مخې، چې د امریکا ABC خبري آژانس او واشنګټن پوست ورځپاڼې کړې او نتایج یې د یکشنبې په ورځ خپاره شول په سلو کې 60 امریکایانو ویلي دي چې د افغانستان جګړه په جنګېدو نه ارزي او په سلو کې 55 امریکایانو ویلي، اکثریت افغانان له هغه څه سره مخالف دي چې امریکا غواړي په افغانستان کې یې ترسره کړي.
د افغانستان د کړکېچ پراختیا د سپینې ماڼۍ د جګپوړوسلاکارانو لپاره دا پوښتنه پیدا کړې ده چې آیا ولسمشر اوباما به د روان کال په مني کې د انتخاباتو په درشل کې د 2014 کال ترپایه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په مقصد پر ناټو فشار راوړي کنه.