ناټو يو ځل بيا په تګاب کې ملکي خلک ووژل

د کاپيسا په ولايت کې د تګاب ولسوال (عبدالحکيم اخندزاده) خبر ورکوي، چې پرون شپه د ناټو هوايي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په ابراهيم خېل کلي بمباري وکړه، چې له امله يې د دريوماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور هم ټپيان شول. د تګاب خلکو د وژل شويوکسانو مړي له ځان سره واخېستل او د ناټو او دولت پر وړاندې يې لاريون وکړ. که څه هم ناټووار وار ويلي، چې دوی به د ملکي وګړو له ژوند سره پام کوي، خو دا څووم ځل دی چې په تګاب کې ملکي خلک وژني. 

امين الله هوتک
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه