66٪ امريکايان له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو غوښتنه کوي
د هغې سروې له مخې چې رويټرز او (آی پي اېس او اېس) په امريکا کې ترسره کړې ده، 66٪ امريکايان غواړي چې د دوی پوځيان ژر تر ژره له افغانستان څخه وايستل شي او خپلو کورونو ته راشي. په زړه پورې دا ده چې تر جمهوري غوښتونکو د دموکراتانو تر منځ د پوځو د ايستلو پلويان زيات دي. 76٪ دموکراتان د پوځونو د ايستلو غوښتنه کوي، حال دا چې د جمهوري غوښتونکو تر منځ دا سلنه 53٪ ده او د ناپييلو امريکايانو تر منځ بيا شاوخوا 70٪ خلک د پوځونو د ايستو غوښتونکي دی. په ټوليزه توګه امريکايان د افغانستان له جګړې څخه ډېر ستړي دي او د افغانستان جګړه د خپلو اقتصادي ستونزو يو مهم لامل ګڼي.