ډاکټره ثريا دليل وپيژنئ
په دې وروستیو کې ولسي جرګې ته د ناکامو وزیرانو په نوم لړ کې یو هم د ډاکټر ثریا دلیل نوم دی چې له تیر پارلمانه ونه توانیده د اعتماد رایه واخلي چې اوس یوځل بیا نوي پارلمان ته د اعتماد د رایې اخستو لپاره معرفي شوه.
میرمن ثریا په خټه ازبکه د فاریاب ولایت اصلي اوسیدونکې ده د کابل طب نه فارغه ده چې ویل کیږي د حامد کرزي د میرمن ډاکټر زینت همصنفۍ هم ده. ددې تر څنګه یې د مشهور جنګ سالار دوستم او لوی اختلاسګر وحیدالله شهراني سیوری هم پر سر شته.
د ثریا د استادانو او همصنفیانو د وینا له مخې نوموړې د فاکولتې په دوره کې ښه ریکارډ درلود. نمره او څیره دواړه یې ښه وو او ان له همغه وخته خو ډیموکراټ ټیپ ښځه هم وه .خو متاسفانه له فراغت وروسته چې کله موسساتو ته شوه نو په انحراف کې د افراط خواته لاړه او په فساد کې نوره هم ډوبه شوه. د څه ناڅه استعدا تر څنګه ډیموکراټیکې سخا میرمن ثریا آن د امریکې د هاروډ پوهنتون تر ماسټرۍ ورسوله.
ثریا جانې د خپل شخصي رشد لپاره ټول اسلامي او افغاني اقدار تر پښو لاندې کړل چې همدې خوشامندو د مصلحتي حکومت په ویش کې د ازبک ورونو د حق په نوم
د ولسمشر له میرمنې، دوستم او نورو استفاده وکړه چې په عینې وخت دعامې روغتیا وزیره او معینه شوه، حال دا چې که دا پوست د مومنو ازبکانو وي باید یو اهل کس ته یې ورکړل شي .
1) کادري سیاست یې ډیر کمزوری، له تعصبه ډک او مضر دی، د اهلیت او کفایت لرونکي مسلکي کادرونه له کاره لیرې کوي او پر ځای یې بې مسلکه کسان چې د دې د قوم وي، ټاکي. کله چې ثریا جان وزارت ته راغله نو تر ټولو لمړې ډیر مسلکي پښتانه چې شمیر یې اته ویشت تنو ته رسي او څو تاجکان لرې کړل او پر ځای یې غیر مسلکي، بې کفایته او بې تجربه ازبک و ټاکل (که باکفایته ازبک ورونه خویندې وټاکي، موږ یې مخالف نه یو). ښه مثالونه یې دادي:
a. شکرالله وحیدي چې یو تجربه کار مشر و، له کاره یې بې دلیله لیرې کړ،
چې اوس په سوډان کې کار کوي.
b. ډاکتر دایم کاکړ چې تر وحیدی هم په عامه روغتیا کې مهم شخص دی، له ډاکتر دلیل سره کار ونه شو کړای.
c. د قوای بشري ریس چې په دغه برخه کې بې زده کړو او بې تجربې شخص دی،
دوه ځل یې خپل پوست په ازاد رقابت کې مسلکي او با کفایته کسانو (یو ځل
ډاکتر عجب ګل مومند او با ځل ډاکتر نصیر دراني) ته بایلود، تر اوسه پخپل
ځای پریښی، ځکه ډاکتر دلیل ټاکنې یوازې د ذوق له مخې کوي، نه د وړتیا له
مخې.
d. ډاکتر صدرالدین سحر چې له جهاد او سنګرونو له وخته یې روغتیايي
خدمتونه کړي او څو کاله معین و، ډاکتر دلیل له ځان سره په وزرات کې ونه
شو زغملی.
e. ډاکټر همت چې له جاپانه پی ایچ ډي لري په ازاد رقابت کې د ایډس د
کنټرول د ملي پروګرام ریاست و ګټه خو چې د بي بي جان ذوق یه نه شو
خړوبولی نو د خوارکي په ځای د یو کلینک ازبک عادي ایم ډي ډاکټر راسا له
سرپله راوالوت او او منیجر شو. دغه پوست مخکې درې نورو کسانو هم ګټلی و،
چې دوو له امریکا او بل له تایلند نه ماسټري اخستې وه.
f. ډاکتر غلام رحیم آواب چې په عامه روغتیا کې یې PhD اخستی او دیني
عالم او مجاهد دی، د روغتیاِیي څیړنو ریاست ته بریالی شوی، خو ثریا نه
غواړي چې لایق کسان یې تر څنګ وي.
g. ډاکتر حیات احمدزی چې لسګونه کاري تجربه یې لرله بې دلیله له کاره ګوښه کړ.
h. د وزارت زوړ ویاند فرید راید چې پرته له کوم تخنکي دلیله یې ورته ویلي
وو چې خوشم نه مې ایي او له خپلې دندې یې لیرې کړ. حال دا چې نوموړي به
ازاد رقابت د اپوست ګټلی و او لس میاشتې قرارداد یې هم پاتې و خو په ځای
یې ورته ازبک کرګر او راشیوا چې د صحت په لاره هم نه وتللي میخ کړل.
i. همداسې مثال د نجیب الله صافي دی چې د ملاریا منیجر و، د عامې روغتیا
د اتل لقب یې کټلی او په نړیواله کچه یې طلايي ایوارډونه اخستي، له خپل
پوسته لیرې کړ او یو بې مسلکه کس یې ورته راوست.
j. ډاکتر نورمل چې استاد یې هم دی، او په رقابت کې یې ۱۰۰٪ نمرې اخیستي
دي، په غونډو کې دومره رټي چې مجبور شي استعفا وکړي. داسې مثالونه ډیر
زیات دي او اسناد یې د اداري اصلاحاتو له کمسیون نه تر لاسه کیدای شي.
2) په غلاو کې شریکه ده:
a. د وزارت تر ټولو مشهور او علني غل حسام الدین همراه سره په غلاوو کې
شریکه ده.بي بي جان چې کله پوهه شوه چې د غلا خوند تر هر څه زیات دی نو
په ټوله بې ایمانۍ یې هغه څه ومنل چې د وزیر کیدو چانس یې ډیروه.
b. لوي قراردادونه په خپل دفتر کې په پټه لاسلیکوي او په لویو اختلاسونو
کې شریکه ده.
3) د وزارت د کار وخت پخپلو شخصي کارونو لګوي:
a. پرون د وزیر صاحبې یو کمپاینر کیسه کوله چې دا یې دوه اویایم وکیل دی
چې ثریا جان یې ګوري. نو که هر وکیل ته یو ساعت د خبرو یوساعت دتګ و یو
ساعت د راتګ لپاره ورکړو نو نوموړې په وزارت کې څه وخت کار کړی.
b. ډاکتر ثریا وایي چې څلورویشتو ولایتونو ته یې سفرونه کړي. ایا نوموړې
له هر ولایت نه حد اقل یو دست اورد په ګوته کولی شي؟ حال دا چې هر ځل یې
دربست الوتکه په ۱۵۰۰۰ ډالر نیولی ده. لویه بریا یې دا وه چې ولایتونو ته
یې تحفې وړې دي. داسې لسګونه مثالونه شته چې ددې لیکنې لمن ورته تنګه ده
4) د عامې روغتیا په وزارت کې د بودیجې د مصرف کچه ډیره کمه شوې او
راغورځیدلې ده او بله دا چې fund raising هم کم شوی دی. ډونران یې هم له
کاره ډاډاه ندي.
5) د مسلکي او تخنیکي کارونو کیفیت ډیر خراب شوی او وزارت په قهقرایي
حالت کې دی، هیڅ نوې بریا نلري. د نورو پر بریاوو دعوې او هغه په ځان
پورې تړل یوه اخلاقي کمزوري ده.
6) تخنیکي معینیت يې دوه کاله د ځان لپاره وزګار پری ایښي او فلج کړی دی،
که مهم نه وای، نو ولې دا پوست جوړیده؟ حال دا چې د وزرات تر ټولو مهم
معینیت دی.
7) د روغتیایي خدمتونو ویش عادلانه نه کوي. مثلا یو ولایت ته یې د قابله
ګۍ درې ښوونځي ورکړي او مستحقو ولایتونو ته یې هیځ ندي ورکړي.
8) د وزرات په کتابتون چې د مجالسو لپاره و، د خپل دفتر لپاره یې پرې ډیر
بېځایه لګښت وکړ، خو نه یې ورته دفتر راوړ، او غونډې هم په ګرانبیه
هوټلونو لکه سرینا کې کوي، چې د مظلوم ملت دارایې پرې لګوي.
9) د روغتیایي مسلک کیفیت یې ډيرټیټ کړی، ناکام کسان یې په سپارښتونو
تخصصي ازموینو کې بریالي کړي دي.
10) نظم او دسپلین په وزارت کې بیخي له منځه تللی او وزیره پر یو برقي هم کنترول نلري.
نور نو: ډاکتره ثریا د وزارت نه بلکې د محاکمې وړ ده او هیله ده هوښیار مسولیت به ادا کړي.
و ما علینا الاالبلاغ