احمـد شاه مسعود په رښـتیا هم ملـي خاین و
په کابل کې د روسیې سفیر تایید کړه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د پوځونو د حضور په کلونو احمد شاه مسعود له شوروي پوځیانو سره پټ تړونونه کړي وو.
د روسیې سفیر اندري افتیسین دا خبره پرون(/دوشنبه/فبروري۶/ د ژوندون تلویزیون د (سپيناوى) په نوم د ځانګړو مرکو په پروګرام کې وکړه.
ښاغلي (اندري افتيسين) په دې مرکه کې د نورو پوښتنو د ځوابولو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره په څرګنده ومنله چې په افغانستان کې د شوروي پوځونو د موجوديت پرمهال يې ((ښاغلي احمد شاه مسعود سره تړونونه درلودل.))
د روسيې سفير په دې مرکه کې وويل چې دا اړيکي له افغانستانه د شوروي پوځونو د وتلو پرمهال زيات شوي وو، ځکه چې شوروي اتحاد غوښتل خپل عسکر په خوندي ډول د افغانستان د شمال له لارې وباسي.))
روسيې سفير د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا اړيکي زيات د کوم لوري په ګټه وو، د احمدشاه مسعود که د شوروي اتحاد؟ وويل: (( زه په دې خبره نه پوهېږم دا پوښتنه بايد له نظاميانو وشي...))
د روسيې سفير وويل چې د طالبانو پر خلاف موږ د احمدشاه مسعود او شمال ټلوالې ملاتړ کاوه. د روسيې سفير له لهجې څخه ښکارېده چې له احمدشاه مسعود سره يې خواخوږه روابط درلودل، خو ډېر يې نه غوښتل لا هم څرګند ځوابونه ورکړي. البته تر دې دمخه هم د جهاد او تر هغه وروسته مهال کې د روسيې او احمدشاه مسعود د روابطو په هکله ګڼو روسي جنرالانو په خپلو کتابونو او همدارنګه نورو بهرنيو سياسي شنونکو د دې روابطو په هکله ډېرې ليکنې کړي، خو د روسيې د سفير وروستۍ څرګندونې په تېرو ليکنو او ادعاوو د ثبات مهر ولګاوه. د زيات تفصيل لپاره د ژوندون پر فيسبوک دا مرکه کتلاى شئ .
بایدداهم زیاته کړو، چې دمسعود دفاشستې کړنلارې اوفاشستې ډلې له لاسه زموږ ګران هیواد او ولس نننۍ تباهي ته راورسېدباقي د الله تعالی رحم وکړي .
امین