په منځنۍ اسيا کې د امريکا د پوځي اډو د جوړيدلو چارې له خنډ سره مخ شوې

مسکو

((د ډله ييز امنيت سازمان)) د غړو هېوادنو لخوا په ګډه داسې پرېکړه وشوه، چې په خپل هېواد کې به د نورو  ملکونو پوځي اډو ته ځای نه ورکوي.  د دې پرېکړې يو شرط دا دی، چې د بهرنيو هېوادنو اډې  ((د ډله ييز امنيت سازمان)) د غړو هېوادنو له خوښې پرته نشي جوړيدلی.

د روسي جمهور رييس ديميتري مېدويديف تير ماښام په کريملين کې تر غونډې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې دا پرېکړه په ګډه او د سازمان د غړو هېوانو په خوښه شوې.

په دغه غونډه کې د روسيې، سپينې روسيې(بېلاروس)، قزاقستان، ارمنستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان جمهور رييسانو ګډون درلود.

له دغه پرېکړې سره به په منځنۍ اسيا کې د امريکا د پوځي اډو د جوړيدلو چارې پلان له خنډ سره مخ شي. که څه هم امريکا د راز راز پروګرامونو تر سرليک همدا اوس په تاجکستان او ځينو نورو هېوادنو کې خپل پوځيان ځای پر ځای کړي.

ښايي پر امريکا دا فشار وروسته له هغې زيات شوی وي، چې د روسيې په ټاکنو کې د بلوا جوړولو او اړودوړ د رامنځته کول د بهرنيانو د ﻻس چار وبلل شوه.

له روهي ويبپانې نه په مننه

دپورتني خبرپه بنياد وېلی شو، چې امريکايوځل بيا پاکستان ته اړتيا احساس کړه ځکه خو اوس بخښنې ته لار برابروي:

امریکا :

له پاکستان څخه رسمي بخښنې ته لار اواره کړه

تاند(پنجشنبه/دسمبر۲۲) د امریکايي رسنیو له راپور سره سم، د امریکا د پوځ په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې افغان او امریکايي پوځیان سهواً دې نتیجې ته رسېدلي ول چې په هغه ځای کې چې ۲۴ پاکستاني پوځیان پکې ووژل شول، هیڅ پاکستاني پوځی نشته.

د راپورونو له مخې په دې تحقیقاتو کې چې ټاکل شوې ده سبا د امریکا دفاعي مقاماتو ته وړاندې شي په دې باب امریکايي پوځیان مسوول بلل شوي دي.

د نومبر په ۲۶ مه د پاکستان پر دوو سرحدي پوستو د ناټو د هیلي کوپترو په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول چې په نتیجه کې یې پاکستان په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو خپلې ترانزیتي لارې بندې کړې او له امریکا څخه یې وغوښتل چې له پاکستانه رسماً بخښنه وغواړي.

امریکا مخکې ویلي و، تر څو چې د تحقیقاتو نتیجه نه وي څرګنده شوې د دې حملې په خاطر به له پاکستانه بخښنته ونه غواړي.

افغان او ناټو ځواکونو وروسته له دې د ناټو د هوايي ځواک مرسته غوښتې وه چې له پاکستاني پوستو پر دوی ډزې وشوې.

خو د امریکا د تحقیقاتي پلاوي د څېړنو له پایلو داسي ښکاري چې امریکا له پاکستانه معذرت ته لاره پرانیزي.

سره له دې چې امریکا وايي چې اوس یې د ترانزیت له درکه پر پاکستان اتکا کمه شوې او یوازې په سلو کې ۲۹ اکمالات د پاکستان له لارې کوي خو عملاً داسي ښکاري چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د پاکستان د لارو د بندېدو له امله تر فشار لاندې وي.

له تاند نه په مننه