ناټو ځواکونو یو ځل بیا د کرزي غوښتنه رد کړه

تاند(دوشنبه/دسمبر۱۹) دافغانستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن د پکتیا ولایت له مخدرو موادو سره د مبارزې د ريیس پر کور د ناټو ځواکونو د حملې په خاطر د افغانستان له خلکو او حکومته بخښنه وغوښته.

د شنبې په ورځ د ناټو ځواکونو په نامالومو دلایلو په ګردېز ښار کې د پکتیا ولایت د مخدرو موادو سره د مبارزې د ريیس حفیظ الله پر کور چاپه ووهله، د هغه اومیندواره خور یې ووژله، د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان کړل او دی په خپله یې له دوو زامنو سره یوځای ونیوه.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم نړیوالو ځواکونو افغان دولتي مقامات نیولي، وژلي او یا ټپیان کړي خو وروسته یې ساده بخښنه غوښتې او د خپل جنایت د دلایلو په اړه یې نه څه ویلي او نه څوک محکوم کړي دي.

ډېر خلک وايي چې د ناټو ځواکونه عموماً عام بې ګناه خلک وژني او وروسته ادعا کوي چې وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د پکتیا ولایت د مخدرو موادو د رييس پر کور له حملې سره په یووخت ایساف ادعا کړې وه چې په دې ولایت کې یې د حقاني شبکې یو مهم قومندان نیولی دی.

د ولسمشر کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جان الن د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې، چې ولسمشر هم حاضر و، ګډون وکړ.ده د پېښې له قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره غمرازي ښکاره کړه، ویې ویل چې د افغانستان له خلکو او حکومته بخښنه غواړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر یووار بیا د افغانانو پر کورونو د ناټو ځواکونو د چاپو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، دا هماغسي چې په وروستۍ دودیزه لویه جرګه کې وویل شول، د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

کرزي له جان الن څخه وغوښتل چې بهرني پوځیان دې له دې وروسته د عملیاتو لپاره د هیڅ افغان کور ته نه ننوځي.

خو په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویندوی نن وویل چې دوی به د افغانستان د ولسمشر له وروستي انتقاد سره سره د شپې عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ناټو ویندوی ادعا وکړه چې په دې ډول عملیاتو کې د دوی ځواکونه له افغان پوځیانو سره ګډ کار کوي او په ترڅ کې یې ډېر سخت دریځي وژل کېږي یا نیول کېږي.

ناټو ځواکونو په ځلونو ادعا کړې چې د شپې په ۹۹ فیصده عملیاتو کې یو ډز هم نه کېږي خو افغانان وايي چې په داسي عملیاتو کې تل بې ګناه خلک وژل کېږي.

له تاندڅخه په مننه

بر اساس یک سروی، افغانستان در میان کشور های مستبد جهان قرار گرفته است20.12.2011 رادیو آزادی

نشریه ایکانومیست با توجه به وضعیت سیاسی جهانی و بر اساس چگونگی دموکراسی در تمام کشور ها، یک لست تازه را نشر کرده است.

 

در این لست، نام افغانستان خیلی در پایان قرار دارد.

 

نخستین کشور در این لست، ناروی است که در میان ده کشور از لحاظ آزادی های مدنی مقام اول را گرفته است.

 

ایالات متحده در مقام نزدهم قرار دارد که تنها از نظر آزادی بشری، هشت و نیم نمره کسب کرده است.

 

اما نام هند که در جایگاه سی و نهم دیده می شود، در آزادی های بشری توانسته، نه و نیم نمره کسب کند.

 

کشور های ایران، ترکمنستان، عربستان سعودی، ازبکستان، میانمر، کوریای شمالی و سودان از جمله کشور های اند که پس از افغانستان در اخیر این لست قرار دارند.

 

پس از یک دهه تلاش برای تامین دموکراسی و به میان آمدن حکومت خوب، نام افغانستان در کنار رژیم های مستبد مانند ایران، آذربایجان، روسیه، ازبکستان، ترکمنستان و بیلاروس دیده می شود.

در این لست سالانه، افغانستان مقام یک صد و پنجاه و دوم را گرفته که در امور آزادی های مدنی، از ده نمره، فقط چهار گرفته است.

 

این گزارش سالانه ایکانومیست، بر اساس وقایع سال 2011 میلادی پخش شده که در آن در 167 کشور جهان، روی پنج مساله بررسی صورت گرفته است، یعنی پروسه انتخابات، آزادی های مدنی، حکومتداری، مشارکت سیاسی و فرهنگ سیاسی.

 

در گزارش همچنان حکومت های جهان به چهار بخش تقسیم شده اند. دموکراتیک مطلق، دموکراتیک متاثر، نظام های چند حزبی و رژیم های مستبد.

 

برای افغانستان در این لست از لحاظ فعالیت حکومت، از ده نمره، صفر اعشاریه هفتاد و نه، در بخش مشارکت سیاسی، از ده، دونیم و در پروسه انتخابات و چگونه گی احزاب سیاسی هم از ده نمره، دو نیم داده شده است.

 

در گزارش در مورد افغانستان آمده که ادعا های تقلب در انتخابات ولسی جرگه این کشور، خرابی ثبات سیاسی افغانستان را نشان داد.

دنښترويبلاګ يادښت :

درنو لوستونکو!
هيله ده پورتني دواړه خبرونه مو په غور سره لوستي وي٠
زموږ له نظره ناټو او د کابل مستبده اداره دواړه زموږ د ولس په مقابل اوکه پاک ووايو په مطلقه دښمني کې قرارلري٠

دکابل مستبده اداره دناټوخېلو زېږنده او د روا ن بحران د تمديد په موخه حمايه کيږي ٠