د رباني مرګ ، د جمعیت او نظارشورا ځنکندن

د رباني مرګ، د جمعیت او نظارشورا ځنکندن

سرلوڅ مرادزی

برهان الدین رباني چې ایران کې د اسلامی ویښتیا کنفرانس کې له ګډون روسته ، د روان کال د سیپټمبر په ۱۸ مه د پلازمېنې کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو ، په حقیقت کې د نظارشورا او جمعیت سمتي ، سیاسي او معنوي سرلار او پلارګڼل کیږی . د رباني په مرګ ، نوموړو ډلو خپل داسې یو څوک له لاسه ورکړ چې بیا میندل يي ورته ناشوني او یتیم توب به يي تلپاتې وي . 

رباني په ۱۹۴۰ کال د بدخشان په فیض اباد کې زیږیدلی و . په خټه تاجک او لومړنۍ زده کړې يي په خپل کلي ، منځنۍ او لوړې زده کړې يي په کابل کې ترسره کړی وې . ماسټري يي د مصر د الاظهر پوهنتون څخه اخیستې او روسته بیا افغانستان ته راستون شوی . کابل ته له رسیدو روسته يي د سیکولر سیاستونو او سمونونو سره چې ټولواک محمد ظاهرشا يي پليتوب غوښته ، کلک مخالفت څرګند کړ .  

په همدې موخه یانې د سیکولریزم یا په مذهب د نه ولاړ سیاست په وړاندې يي  په ۱۹۷۱ کال ، د اسلامي جمعيت بنسټ کېښود او د غلام محمد نیازي روسته په دغه ګوند کې دوهم کس وګڼل شو . د نیازي له مرګ روسته د ژوند تر پايه د دغه ګوند مشر پاتې شو. وروسته له هغه چې سردار محمد داودخان په افغانستان کې د واک په ګدی کېناست، برهان الدين رباني پاکستان ته وتښتید او د هغه وخت افغان حکومت پر وړاندې يې جګړه راپيل کړه. نوموړی هغه مهال وکولای شول چې خپل ګوند د پاکستان له لارې په وسلو او پيسو ښه سمبال کړي .

ربانې د نظارشورا او جمعیت یو داسې مشر و چې یو خوا يي ستمیانو او د هیواد په شمال کې د سیکټاریستو ډلو سره په ګڼو فعالیتونو کې برخه درلوده او په دوی کې يي د پیوستون سا پوکوله او بلخوا يي په توندو مذهبي اندیښنو سره په افغانستان او سیمه کې د سخت دریځه مذهبي پلویانو سره د پان اسلامیزم ناره توده ساتله . نوموړي د سیکټاریزم په جبهه کې د روسيي ، ایران او نورو ملاتړ ته سترګې نیولې وي او د پان اسلامیزم په جبهه کې بیا د پاکستان او نړۍ د عرب او عجم  د مذهبي سخت دریځو له ملاتړ برخمن و . 

 ده له مرګه یوازې څو ورځې مخکې په ایران کې چې هلته د اسلامي ویښتیا په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی و ، د کنفرانس ویاند ته وویل : «  دكتر ولايتي را به عنوان دبير اين همايش مورد خطاب قرار داد و افزود : اميدواريم دبيرخانه‌اي براي مشورت در مسائل اسلامي و مشكلات جامعه‌ي اسلامي ايجاد شود تا به تمام جنبش‌ها مشورت دهند. له Fars News Agency څخه»

همدارنګه رباني د ژوند تر روستیو ورځو پورې پاکستان کې هم د مذهبي سخت دریځو سره خپلې اړیکې خورا تودې وساتلې . په دې اړه له رسنيو سره په خبرو کې قاضي حسين احمد وايي «ده په لومړي ځل په ١٩٧٠ کال کې له برهان الدين رباني او د کابل پوهنتون له دوو شاگرانو سره وکتل او هغه وخت ښاغلى رباني تر شپږو مياشتو پورې د ده ميلمه و . حسين احمد له دې رازه هم پرده پورته کړه چې د هغه وخت پاکستاتي لومړي وزير ذالفقار علي بوټو برهان الدين رباني سره وکتل او ده ته يې پناه ورکړه چې پاکستان کې واوسيږي او د داود خان د حکومت پر ضد فعاليت وکړي .

د پاکستان د جماعت اسلامي گوند مشر زیاتوي ، روستيو څو  ورځو کې نوموړي بيا له برهان الدين رباني سره کتلي و او دا يې سره ويلي وو چې د ده په وينا په افغانستان کې بايد د امريکايي يرغل د پاى لپاره لار وموندل شي او له پاکستان سره اړيکي خوږې شي .

قاضي حسين احمد د برهان الدين رباني له خولې دا هم وايي چې افغانستان د پاکستان پر ضد او له هند سره ملگرتيا نه شي کولاى او نه به هند کله دې ته پريږدي چې د پاکستان پرضد کوم گام واخلي . تاند »

خو اوس چې رباني نور د سیمې د مذهبي سخت دریځو او په افغانستان کې د نظارشورا او جمعیت په منځ کې نشته ، نشتون يي په هیواد کې دې ډلو لپاره یوه لویه تشه ګڼل کیږي . د رباني له مرګه روسته به دا ډلې خپل منځ کې د مشرتوب لپاره یو بل پسې چاکوګان باسي او وزلوبه به چې لا پخوا پيل شوې نوره هم د نندارې وړ وګرځي .  

نن سبا جمعیت او نظار شورا ، څلور یا پنځه ټوټې شوېده . د رباني له مرګه څو اوونۍ روسته د هغه زوم ضیا مسعود ، د هزاره ګانو د یوې توند لارې ډلې د مشر محقق او همدارنګه د ازبکو د یوې ډلګۍ د مشر عبد الرشید دوستم سره په یوه جلا ټلواله کې یوځای شوي . که څه هم دغسې ټلوالې د دوی په منځ کې اوږد تاریخ لري او ټینګې نه وي خو بیا هم د رباني له مرګه روسته په جمعیت کې هغه د کشش قوه نه ده پاتې چې له مرکزه د کادرونو او نیمه مشرانو د تیښتې مخه ونیسي . ویل کیږی چې دوی سره د پدرام په نوم یو جنجالي ستمی چې ځان د افغان پر ځای افغانستانی بولي او د افغانستان د لوړتیا پرځای د هغه په ویش او ذلت خوښ دی او ایران سره په نږدې اړیکو تورن دی، هم په لومړیو ورځو کې ملګری و خو اوس ترې جلا شوی دی. دا ټلواله وايي «موږ غواړو، چې په افغانستان کې یوه منظمه سیاسي ټولنه جوړه شي. منظمه سیاسي ټولنه په دې معني، چې د هېواد هر اوسېدونکی د سیاست په بهیر کې د سیاسي برخې اخیستنې حق ولري. ترهغې، چې د هېواد هر اوسېدونکی په دیموکراتیکه توګه په سیاسي بهیر کې د برخې اخیستنې له حق څخه برخمن نشي، په هېواد کې یوه منظمه ټولنه نشي جوړېدی. احمدضیا مسعود د افغانستان د ملي جبهې يا نوي ايتلاف د مشرپه توګه وټاکل شو. »

 دې ټلوالې په ځان د ملي جبهې نوم ایښې ، خو له ترکیب څخه يي څرګندیږي چې یوازې د افغانستان په شمال کې د درې قومونو څو شمېرلي کسان ورسره دي او فعالیت به يي هم په همدې درې څلور ولایتونو کې محدود وي او هیڅکله به د ملي او سراسرۍ جبهې کچې ته پورته نه شي . د ملي سراسري ګټو پرځای د هیواد په یو سمت او قومي تنګه کړۍ ډډه لګول ، هغه هم د سوداګرۍ په موخه هیڅکله دیموکراتیکه او ملي تګلار نه شي ګڼل کېدای .

بله ډله د عبدالله عبدالله ده . نوموړي لا پخوا د امرالله ، نجیب کابلي او نورو جمعتیانو سره د امید او تغییر په نوم یوه ډله ټپله جوړه کړې . دا ډله له نورو څخه احمدشا مسعود ته ځان نږدې او اصیل بولي. د همدې اصیلتوب په دعوه يي تېره اوونۍ کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه « د تغیر او امید په نوم د ډاکتر عبدالله په مشری ایتلاف د یو شمیر سیاسی مشرانو په ګډون خپل مخالفت ، د افغان حکومت لخوا د لوی جرګې له جوړیدو سره اعلان کړ »

دې ټلوالې په ولسمشر کرزی دا نیوکه درلوده چې ولې د لويي جرګې له لارې د افغان ولس سره سلا او مشوره کوي . دغه ډله اصلآ د لوی جرګې له نوم او دود څخه کرکه لري او د اوبو خړولو لپاره پلمې لټوي او غواړي پخپل دې ملي ضد سیاست نور سادګان هم تېرباسي .   

 د قانوني په اړه ویل کیږی چې هغه له پخوانه د ضیا مسعود ، احمدولي مسعود او عبدالله سره د احمدشا مسعود څخه د پاتې شتمنیو د ناعادلانه ویش او واک پر سر ژور خپګان لري. نوموړی چې د ولسې جرګې غړی دی، اوس لکه ماښامي ښایپرک په تیاره کې فعال وي او د ولسې جرګې په شا کې په هڅو بو خت او دننه ولسې جرګه کې مړاوی څرګندیږي .

د مزار فرعون عطامحمد نور بیا په دې اند دی چې «که حکومت تګلار بدله نکړي (مجاهدین) به بیا وسلې راواخلي»

نوموړي د عبدالله عبدالله دې څرګندونو ته په اشارې چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې سملاسي بندې شي، وايي « د هغه خبرې بېلې انګیرنې لري، هغه ځانته دريځ لري. له شرايطو هرڅوک ځانته انګیرنه لري .» نوموړی د رباني له مرګه روسته د جمعیت مشري خپل استحقاق ګڼي او په دې اړه به د پراخې وزلوبې ډګر ته راوځي .

د قسیم فهیم په اړه هم جمعیتیان بلا بېلې اندیښنې لري . ډاکټر مهدې چې له نومګړو جمعیتیانو څخه ګڼل کیږي وايی، کرزي او فهیم له پخوا څخه اړیکې درلودې . 

"روابطي ميان مارشال فهيم و آقاي کرزي از مدتي به اين سو شروع شده بود و اين روابط بالاخره منتهي به اين شد که يک بار ديگر مناسبات را از نو تامين بکنند؛ علي رغم فراز و نشيب هايي که در مناسبات قبلي شان پيش آمده بود ».

داکتر مهدي زیاتوي «مارشال فهيم خواسته است با اين اظهارات خود نهايت خلوص نيت خود نسبت به کرزي را نشان دهد. برعلاوه داکتر مهدي به نکته ديگري نيز اشاره مي کند، او مي گويد:

مارشال فهيم و آقاي حامد کرزي، اگر نه مستقيماً، از طريق غيرمستقيم از طريق برادران شان، به اصطلاح وجوه اشتراک اقتصادي دارند، مشارکت هاي اقتصادي دارند، داد و گرفت ها و معاملات شرکت هاي مشترک دارند، برادران شان. »

جمعیتیان دا خبره « پیوستن مارشال فهیم به کرزی ، انشعاب در جبهه ملي » نوره له چا نه پټوي .

همداراز د جمعیتیانو بله سټه اسماعیل خان به هم په جمعیت کې د ضیا مسعود ، عطامحمد نور او عبد الله عبدالله مشري ونه مني او هغه به تل پشان پر خپل خره سپور پاتې شي . 

بلخوا دا څلور پنځه ډلې به بیا هم په دې بڼه پاتې نشي او په نورو کوچنیو ډلو به وویشل شي .

د رباني او مسعود له مرګه روسته جمعیت او نظار شورا پخپله زړه بڼه ، نوره د خپلو پلویانو لپاره د منلو وړ نه ښکاري . د سیکولریزم سره ضدیت او یا د پان اسلامیزم لپاره سرښندنه چې د رباني په ژوند د جمعیت ځانګړتیا وه، د جمعیت د ځوان نسل لپاره ګټه نه لري . همدارنګه د مسعود اندیښنې چې د سخت دریځي مذهب تر څنګ ، په شمال کې د هیوادوالو څخه په پټه د هیواد پاشلو ته په نښه شوې وي ، ولسونو کې د ویښتوب په لامل نور خپل ارزښت له لاسه ورکوي .

بلخوا د نظارشورا او جمعیت پلویان او اوسني نیمه مشران چې اوس په نورو سوداګریو او معاملو بوخت دي ، هغه ګټې چې په لوی افغانستان کې ترلاسه کولای شي، د هیواد په یوه برخه کې هغه هم  د خپلو پخوانیو اندیښنو پر بنسټ نه شي ترلاسه کولای .

که د ضیا مسعود په مشرۍ په اصطلاح ملي ټلواله غواړي ملي واوسي او ملي پاتې شي ، باید د پنجشیر ، تخار ، مزار او بامیانو له کوڅو څخه د لوی افغانستان په لور راووځي . نوم پر ځان ملي ټلواله ایښودل او په عمل کې د افغانستان د دریو قومونو په یو شمیر وګړو ډډه لګول، په سیاست کې پر ځان له ملنډو وهلو پرته بله مانا نلري .

بلخوا د عبدالله عبدالله ډلګۍ ځان د امید او تغییر په نوم راپیژني، خو دوی دا تغییر یوازې د افغانستان په شمال کې غواړي او د تغییر د څرنګوالي په اړه حتی په شمال کې خپلو پلویانو ته هم ښکاره خبره نه شي کولای . دوی د هیواد په نورو برخو کې د کوم مثبت تغییر لپاره کړنلار نلري او په دې اړه کوم « امید ! » هم نلري .

د افغانستان ملي ګټې په دې کې پرتې دي ټول هغه تنظیمونه او ډلې چې ، د سمت ، قوم ، ژبې ، مذهب پر بنسټ او په تېره بیا په پاکستان او ایران کې رامنځته شوي او اوس هم وسلوال ګروپونه لري ، باید منحل شي . ګوندونه او ټلوالې باید د هیواد او افغان ملت د ملي او سراسري ګټو پر بنسټ جوړې شي .

داسې ملي ګوندونه او ټلوالې به چې د دیموکراتیک نظام منځړی جوړوي د ولسونو د باور وړ وګرځي .

اخځونه :

بېلا بېلې بریښنا پاڼې

د ۲۰۱۱ کال د نومبر ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی

له ښاغلي مراد زي څخه په مننه