(ایتلاف جبهه ملي افغانستان ) خپل شتون اعلانوي

طرفداران نظام پارلمانی  جبههٔ سیاسی را تشکیل  دادند

ایتلاف جبهه ملي افغانستان ، چې له اختره دوه اونۍ وړاندې په پنجشیر کې سره راټول شوې وو د خپل شتون اعلان وکړ  دوی غواړي ،چې دحکومت داپوزیسیون په نوم خپل سیاسي فعالیت  پیل کړي ، دا ډله  په ټوله کې له پخوانیو جنګسالارانو جوړ شوی ایتلاف دی  .

جنرال عبدالرشید دوستم ، حاجي محقق ، احمدضیاء مسعود ، امرالله صالح  او نجیب کابلی  یې  څرګند نومونه دي داسې ویل کیږي ،چې دننګرهار دخلکووکیل  ظاهر قدیر هم ددې نوي جریان غړی دی .

ددې حرکت  اساسي موخې  دریاستي  نظام  پر  ځای د پارلماني نظام رامنځته کول، د واک ویش ، دټاکنو په قانون کې پراخه بدلون  ... دي.

کېدای شي دا ډله نن پنجشنبه په کابل کې خپل شتون اعلان کړي له دې وړاندې دحق او عدالت په نوم دحنیف اتمر او ملګرو له لورې یې  دسیاسي ګوند دشتون  اعلان شوې دی  اوس  دوه مختلف جریانونه دسیاسي اپوزیسیون په نوم راڅرګند شول یویې له پخوانیو پرچمیانو او بل یې د پخوانیو جنګسالارانو دی ، دا ټول داسې مهال رابرسیره کیږي ،چې  له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو دوتلو خبرې  اوریدل کیږي .

هوسۍ

له روهي ویبپلڼې څخه په مننه

دپورتنۍ موضوع په اړوند د آزادي رادیو هم خبرخپورکړ تاسو یې په لاندې لینک کې لوستلای شئ:

http://pa.azadiradio.org/content/article/24388008.html