د جرمني- پښتو ډکشنرۍ مولف ډاکتر اکرم خان ملکزي ته د جرمني ستر نښان ورکړل شو


د جرمني د Rotenburg/F. په ښار كې د ۲۰۱۱ كال د اكتوبر د مياشتې په ۷ نېټه جمعې په ورځ د ماښام په ۷ بجو د ډاكټر اكرم ملكزي په وياړ يو پرتمين محفل جوړ شو چې د دې محفل هدف ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني دولت د ستر نښان ډالۍ كول وو. د دې محفل بلونكي وو :
۱ـ د KKH-Rotenburg/F. د روغتون اداره
۲ـ د جرمني د Weiterode د سيمې د سره صليب يا د سرې مېاشتې اداره
۳ـ د جرمني د Weiterode د سيمې د SPD يا سوسيال سيموكراتيك ګوند
دغه محفل د KKH-Rotenburg روغتون په جشني تالار كې تر سره شو چې دې محفل ته ګڼشمېر ډاكټران، سيمه ايز سياستوال او نور مخوريز كسان ورغلي وو. د ګډونوالو شمېره دومره ډېره شوې وه چې ټولو ګډونوالو ته د ناستې ځاى نه و، نو په دې وجه څه ناڅه ۵۰ كسانو په ولاړې د محفل ننداره وكړه.
د دې نښان جرمني نوم او انځور لاندې وګورۍ:
Das Bundesverdienstkreuz am Bande
des Verdienstordens der Bundesrepublik Deutschland
د دې نښان انګليسي ژپاړه دا ده:
Order of Merit of the Federal Republic of Germany
په برتانيا كې دا نښان معادل دى د Order of the British Empire سره
په فرانسوي ژبه كې دې نښان ته وايي
د محفل د پرانيستل كېدو نه څو دقيقې دمخه د څلور تنو جرمني ځوانانو له خوا د clarinet د موسيقۍ په آلې يوه ښكلې اروپايي نغمه وغږولى شوه چې ورپسې غونډه پرانيستل شوه.
د محفل پرانيستنه د روغتون اداري رئيس Sassan Pur وكړه، ورپسې د سوسيال ديموكراتيك ګوند په استازيتوب ښاغلي Rainer Putzke د ډاكټر اكرم ملكزي ژوندليك ولوست او د ده په فعاليتونو يې رڼا واچوله او د ده شخصيت يې حاضرينو ته بيان كړو.
ورپسې د جرمني د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischer د جرمني د ستر نښان په برخه كې اورېدونكو ته معلومات وړاندې كړو او دا يې ياده كړه چې ډاكټر اكرم ملكزي ته ولې د جمهور رئيس له خوا دا نښان ډالۍ كيږي.
ډاكټر اكرم ملكزي ته د نښان د ډالۍ كېدلو هدف:
ډاكټر ملكزي د جرمني ـ پښتو ډكشنرې د ليكلو له لارې افغان او جرمن ولس ته بې سارى خدمت كړى دى. د دې ډكشنرۍ له لارې افغان او جرمن ولس ته د تفاهم يو پول جوړ شوى دى. دا هم ياده شوه چې د هر وخت نه زيات اوس دې ته اړتيا ده چې افغان او جرمن ولس د يو بل سره خبرې اترې وكړي، د يو بل سره يو تفاهم ته ورسيږي. نو د يو بل سره د خبرو اترو يا د تفاهم لپاره د يوې ډكشنرۍ موجوديت لومړنى شرط دى. په دې چې ډاكټر ملكزي دا ډكشنري په وړيا ډول ليكلې ده او د ډكشنرۍ په خرڅون باندې ورته هېڅ ډول مالي ګټه نه رسيږي، نو د ستر نښان د ډالۍ كولو د شرطونو وروستى شرط هم پوره دى نو د جمهور رئيس له خوا د سترنښان د ډالۍ كولو منظوري وشوه.
په دې لړ كې ډاكټر ملكزي ته د سترنښان د بري ليك لوستل او ډالۍ كول د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischer وكړل او ورپسې د Bebra د ښار ښاروال Horst Gross د جرمني دولت ستر نښان د حاضرينو د لاسونو په پړكا د ډاكټر ملكزي په سينه ټك ووهو .
بيا د ډاكټر ملكزي ته د خبرو وار ورسېد. ډاكټر ملكزي د جرمني دولت او په تېره بيا د جمهور رئيس نه يې مننه وكړه چې ده ته يې دا وياړ وروبښو او بيا يې د يوې ښې ډكشنرۍ د اهميت په برخه كې خبرې وكړې. هغه ځينې لغات ياد كړل چې كه چېرته دا لغات صحيح ونه ژباړل شي نو كېدى شى چې د دوه انسانانو ترمينځ خو څه چې د دوه دولتونو ترمينځ اړيكې ترينګلې شي. ډاكټر ملكزي يو لغت ته ګوته ونيوله چې ډېر پخوا په افغانستان كې په يوې جرمنۍ پروژه كې غلطه ژباړل شوې وه:
Demonstrationsanlage د دې لغت نه هدف دا دى د ښودلو يا د نندارې يا د څرګندولو ځاى، ميدان او يا پټى. يعنې دا چې د جرمنيانو په پروژه كې په نظر كې نيول شوي وو چې جرمنيان به د افغان بزګرانو لپاره داسې يوه مځكه يا پټي جوړ كړي چې افغان بزګران پخپلو سترګو وګوري چې كرنه او اوبه لګول په څه شان كيږي. په دې چې د Demonstration لغت د مظاهرې يا د لاريون مانا هم لري، نو د هغه وخت ژباړونكي دا لغت داسې ژباړلى و چې د مظاهرو يا لاريون كولو ميدان جوړول كيږي. د دې ژباړې د اصلاح كېدو تر وخته پورې د افغان او جرمني مقاماتو اړيكې ترينګلې شوې وې، ځكه چې افغاني مقاماتو د دې ژباړې نه داسې مطلب واخيست چې جرمنيان د افغانانو لپاره د مظاهره كولو ميدان جوړوي.
د ډاكټر ملكزي د خبرو نه وروسته د Hessen د ولايت د پارلمان غړي Dieter Franz د ډاكټر ملكزي د خدمتونه ستاينه وكړه او ډاكټر ملكزي ته يې خپل راوړى سوغات ورډالۍ كړو.
د محفل د رسمي برخې د پاى ته رسېدو نه وروسته جشني يا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د هغې په ډېره برخه كې د ډاكټر ملكزي د جرمني دوستانو له خوا په Saxophon, clarinet, gitar موسيقي وغږولى شوه. خو د موسيقۍ پېل په افغاني موسيقي وشو چې د جرمني د كولن د ښار نه ښاغلي يعقوبي په رباب يو څو نغمې وغږولې چې د حاضرينو ډېر خوښ شو.
د جشني برخې د تمامېدو نه وروسته د دې محفل ټول ګډونوال يو د بل پسې ډاكټر ملكزي ته د مباركۍ لپاره ورغلل او ډېرو كسانو د ځان سره ګلان او يا نور سوغاتونه يې چې راوړي وو، ډاكټر ملكزي ته ډالۍ كړل.
د پروګرام په پاى كې حاضرينو د ماښام ډوډۍ په ګډه وخوړله او پخپلو مينځو كې يې خبرې اترې وكړې. محفل د ماښام په لس بجو پاى ته ورسېد.
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دنښتر اداره یوځل بیا درانه ملکزي صاحب ته دزړه له تله ددې ستر نښان مباره کي وايي او له خپلو هېوادوالو څخه ګیله کوي ، چې ولې دمشرانو، پوهانو اومخلصو افغانانو په پالنه کې پاتې راغلي دي زموږ ددې خبرې ثبوت دپیاوړي لیکوال ښاغلي علم ګل سحر په لاندې لیکنه کې لوستلای شئ:
دیوه افغان علمي خدمتونه او د افغان دولت بې تفاوتي
علم ګل سحر
افغان ډاکټر او ژباړونکي اکرم ملکزي ته په دې وروستیو کې د ده د سترو علمي خدمتونو له امله د المان د دولت له خوا د المان د خدمت عالي دولتي مډال ورکړ شو. زموږ د هیواد دغه علمي شخصیت اکرم ملکزي ته دغه مهمه دولتي جایزه د الماني ـ پښتو مهم قاموس چې یو معیاري اثر دی، د تدوین له امله د روان کال د اکتوبر په اوومه نیټه ورکړل شو.
دخدمت اعلی مډال د آلمان تر ټولو مهمه دولتي جایزه ده چې یوازې هغو سترو شخصیتونو ته ورکول کیږي چې په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کې یې زیات خدمت کړی وی او مهمې لاس ته راوړنې ولري. دا ځل دغه ویاړ دافغانانو په برخه شو. او زموږ یوه علمي شخصیت اکرم ملکزي دغه ویاړ خپل وطن او خلکو ته ور وباخښه.
اکرم ملکزي خپل کاري ژوند د ژباړونکي او د جرمني ژبې د ښوونکي په توګه پیل کړ، ملكزي د کابل په اماني ليسه کې چې پخوا د «نجات» لیسې په نامه یادیدله او درسونه یې هم په آلماني ژبه و، زده کړې وکړې، له دې لیسې فارغ شو او سوکه سوکه یې آلماني ژبه زده کړه ، دوه کاله یې د ژباړونکي په توګه د پكتيا په پرمختیایي پروژه کې كار وکړ.
ملكزي په ۱۹۷۴ کال کې آلمان ته ولاړ هلته یې د مونشن په ښار کې د آلماني ژبې د ښوونکي په توګه په گويته انستيتوت کې په کار پیل وکړ. ملکزی هغه وخت بیرته افغانستان ته را نه غی او پریکړه یې وکړه چې هلته ژوند وکړي دا هغه وخت و، چې په افغانستان جګړه پیل شوې وه.
په آلمان کې ملکزي د طب په برخه کې لوړې زده کړې په ۱۹۸۴ کال کې بشپړې کړې خو پخوانی مسلک یې هم وساته، لکه څنګه چې دری نور کلونه یې د آلمان په محاکمو کې د ژباړونکي په حیث کار وکړ. په ۱۹۸۹ کال کې یې د خپلې ډاکټري پر پروژه کار پیل کړ او ترڅنګ یې د آلماني ـ پښتو د لغاتو فرهنګ لیکلو ته هم ملا وتړله.
ملکزي د همدغه کتاب د لیکلو په ویاړ د آلمان ستر عالي دولتي نشان ترلاسه کړ چې معمولآ د آلمان د جمهور ریس له خوا تصویبیږي.
ډاكتر ملكزي له ۱۹۹۶ میلادي کال راهیسي د طب په برخه کې کار کوي خو ورسره جوخت د علمي کتابونو په لیکلو هم بوخت دی، ملكزي د طبي اوطبيعي علومو فرهنگ هم لیکلی چې چاپ ته چمتو دی.
ملكزي په پام کې لري په راتلونکي کې د آلماني ژبې مهم ادبي آثار په پښتو وژباړي او ورسره افغاني اثار په الماني ژبه وژباړي. دی پلان لري چې د جرمني ژبې یو داسې جامع ګرامر ولیکي چې که له هرچا سره وي له ټولګي او ښوونکي پرته جرمني ژبه زده کړي.
الماني ـ پښتو قاموس یو علمي اثر دی تر زرو په زیاتو مخونو کې تدوین شوی دی، دا یو تشریحي قاموس هم دی د ځینو لغتونو تشریح یې د یوې لنډکۍ مقالې په اندازه دي.
ددغه اثر د نمانځنې او لیکوال ته د المان د اعلی دولتي مډال د ورکولو مراسمو ته د المان د جمهور ریس استازی ورغلی و او پخپله یې د المان دغه مهم عالي مډال د افغان ملکزي پر سینه وځړاوو.
د المان جمهورریس کریستین وولف د الماني ـ پښتو ډکشننري د خپریدو په مناسبت پخپل پیغام کې دغه قاموس د المان له تر ټولو مهم قاموس (دوودین) سره مقایسه کړې او هغه یې پښتو (دوودین) بللې ده، (دوو دین) قاموس د المان هغه مهم او جامع قاموس دی په هغه هیواد کې ډیر منلی دی، ټولې قانوني شخړې د همدې قاموس په مرسته هواریږي که څوک په محکمه کې سره جنجال ولري او د قانون د کومې مادې یا هم کومې کلیمې په تفسیر پوه نه شي نو دغه قاموس ته مراجعه کوي، دالمان دولت د افغان له خوا لیکل شوي قاموس ته په دومره لوی ارزښت قایل دي.
خو موږ او زموږ دولت په دې اړه چوپ دی او ددغه ستر ویاړ په مقابل کې یې تراوسه له انتظاره لیرې بې تفاوته چلند کړی دی. زموږ یو علمي شخصیت او زموږ په ژبه لیکل شوی اثر یوبل هیواد ستایي خو موږ بې اعتنا یو. په داسې حال کې چې تر المانیانو موږ دا ډول کتابونو ته اړتیا لرو .الماني ژبه دیوه ستر او پرمختللي هیواد ژبه ده، په الماني ژبه د فلسفي او ساینس او تیکنالوژي په برخه مهم او تلپاتې اثار لیکل شوي دي له بلې خوا په المان کې زموږ په لس ګونو زره مهاجرین ژوند کوي. جرمني هغه هیواد دی چې د افغانستان له خپلواکي وروسته یې له افغانستان سره تل ښه او صادقانه دوستي پاللې ده. الماني ژبه په لویدځه اروپا کې د ډیرو ویونکو د لرلو او علمي اثارو دلرلو له حیثه مهمه ژبه ده، نو نسبت دوی ته موږ دې ته ډیره اړتیا لرو چې دا ډول ګډ کتابونه ولرو. په اوسني وخت کې د جګړې ځای سیاسي تفاهم او خبرو اترو نیولی دی، دغه اثر به د افغانانو او المانیانو ترمنځ د بحث او خبرو اترو زمینه مساعده او پراخه کړي.
زموږ دولت او خلکو ته په کار ده د خپل هیواد داسې علمي او وطنپال شخصیتونه ونازوي او هغوی نورو راتلونکو علمي کارونو ته وهڅوي.
علم ګل سحر