داورنګ اباسين غزل

حرم می پريښود ميکد ی ته ځم
څنګ د ساقي او پيمانی ته ځم

هلته چی هر ماښام ډک خم تشيږی
د ښايست هغه زمانی ته ځم

هغه چی ښکلی ورته ټول ګډ يږ ی
اوس هغی مستی ترانی ته ځم

هلته چی ژوند مانا رنګينه لر ی
د ميی پرستو استانی ته ځم

شيخ يی سجد و او په حلوت کې غواړی
زه هغه شور او هنګامی ته ځم

اباسين ستر وسی جهان خوښوی
نه ستا کعبی نه بت خانی ته ځم