ترهګري ضدجګړه که دترهګرو دتکثیرجګړه

بســــــــــــــــــــــــمل
لس کاله مخکې داکتوبر په اوومه نېټه زموږ په پلرني هېواد (ګران افغانستان ) دداسې چا لخوا یرغل وشو ، چې له موږ څخه د زرګونوکیلومترو واټن په لرلو سره سره موږ ورته دیو وېښته په اندازه زیان هم نه ورسولی .
په حقیقت کې خوغم دداسې چاپه سر راولاړ شو، چې نه افغان و اونه دافغانانوګټوته ژمن و دا داسې یو څوک و ، چې نننیو یرغلګرو دهمدې ورځې لپاره وروسته له درنې پانګونې داسیاتر زړه(افغانستان)پورې راورساوه .
داسړی تاسو ښه پېژنئ چې نوم یې اسامه او دپلارنوم یې لادین و.
اسامه دیوعرب پانګوال زوی و هغه د ځانګړوموخولپاره داستخباراتي شبکو لخواوهڅول شوتر څود روسي اشغال ضد جګړه کې د افغان مجاهدینوملاتړ وکړي .
لادین او زوی ته یې دکړېدلي فلسطین ناورین بې ارزښته وځکه خو یې دفلسطینیانو د حقه حقونولپاره کوم خاص څه نه دي کړي .
پوښتنه له همدې ځایه را پورته کیږي کله، چې یو څوک دخپل توکم دملاتړ روحیه په ځان کې نه لري نو هغه به بیا دکوم اخلاص په بنا د پردیو غم وخوري؟
داسامه بن لادین په هراړخیزونازولو سره دالقاعده ګوندبنسټ دراتلونکې اوږدې او بیا هم اوږدې ستراتیژي لپاره کښېښودل شو.
اسامه پخپل لاس جوړه شوې لومه کې ونیښت او داسې برمته شو، چې له (چاده )ترجلال آباد پورې دخپل واک نه و سرخوړلي برهان الدین رباني خو آن دافغانستان تابعیت هم ورکړ ی و.
د حوادثو توپان د روسانو کوږ بار تر منزله پرې نښود هغوی وتښتېدل ډاکتر نجیب الله د وخت مجاهدینو ته دملګرو ملتونو له لارې دسولې پلان وړاندې کړ خو له بده مرغه هغه پلان دملګرو ملتونو دبېغوري اویاخو د مخکې پلان شوې ستراتیژي له مخې سبوتاژ شو.
داسبوتاژ د روسانوپه لمسون دکارملیانو او احمدشاه مسعودلخوا ترسره شو، چې بیا یې په نتېجه کې د کابل تاریخي ښار وران او د ۷۰۰۰۰ اویا زرو بې ګناهوکابلیانودداسې وژنې سبب شو، چې مړي یې تر هدیرو هم ونه رسول شول څوک په حوېلیو او څوک په کوڅوکې خښ شول دکابل هره کوڅه هدیره هدیره شوه .
دسېلاب سېلاب وینوله بهېدوسره سره دافغانستان دنجات اواسلام مقدس دین دژغورنې په نوم راولاړ شويو افغان مجاهدینو؟؟ له خدای (ج) څخه یوه زره هم وېره ونه کړه کابل یې لکه داختر قرباني په څوبرخو ووېشه هر یو په چوکۍ چو شو چا خو بیا وروسته آن لا ترکولابه پورې چوکۍ ورسره ځغلولې .
هغوی د خپلو حریفانودځپلولپاره په لمړیوکې طالبان اسماني ملائیک بلل خوکله یې، چې حریفان وځپل شول او دطالب دبرچې څوکه په دوی ور برابره شوه بیا یې طالبان فتنه اچوونکي بلل .
دطالبانودجوړښت اوظهور په انګېزې اود اوږدې خطرناکې ستراتیژي ددې اوموموادوپه اړوند زیات څه نه لیکم یوازې دومره یادونه کوم، چې داووکلونو په موده کې له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱ زکال پورې نړۍ خور امپریالیزم د طالبانو په وړاندې له دوه مخي سیاست څخه کاراخیست هم یې نازول هم یې لمسول او هم یې ټکول تر څود تیلو کمپنیو(یونوکال او بریداس) لانجه له یوې خوا او له بلې خوادنیویارک دبرجونو مرموزه ډرامه ددې سبب شوه ، چې طالبان زوال ومومي .
دیادولو ده، چې دنیویارک له پېښې څخه لا څومیاشتې د مخه په جرمني کې دمشرف او شرودیر له خوا البته دنورو زورورو په امر دطالبانو دنظام نړول منظور شوي و ځکه خودریم هېواد ته دطالبانو لخواداسامه سپارل
امریکا نه منل مانا چل یې دافغانستان اشغال ته جوړ کړی ونو هغه و چې په ډېر ظالمانه ډول یې زموږ کنډر کنډرهېوادتر سختوبموریولاندې ونیوغبرګ عبدالله به لا نارې ورته وهلې ، چې غتې غتې بمونه پرې واچوئ .
لنډه دا چې بمونه که غت غت و او که واړه واړه خو دطالبانو دماتې او دافغانستان دلا کړاو سبب شول .
داکتوبر توره اوومه او دجدې توره شپږمه دواړه هغې دردوونکې نېټې دي ، چې دبشري تاریخ په لمن یې تور تور داغونه ایښي دي .
دترهګري ضد جګړه کومه، چې دسپینې ماڼۍ واکمنانوپیل اوګڼ شمېر لویدیځ هېوادونه یې هم په خپله لکۍ پسې مهار کړل نه یوازې دترهګري دمخنیوي سبب نه شوه بلکې ترهګر یې وزېږول داسي ترهګر یې وزېږول، چې هم یې پخپله تمویلوي او هم یې په وروستي مورچل کې وژني .
په یادوکسانوکې قراردادي قاتلان، ځانمرګي، دښوونځیواوعامه شتمنیودورانوونکو ډلې، دقومي مشرانو ، ښوونکواومنورینو ضد قاتل ګروپونه همداراز ګڼ شمېر نور لاروهونکي ګروپونه هم راځي .
دپورتنیو ډلو کمیت اوس لسګونو زرو ته رسیږي ددې لسګونو زرو اباطه ، اعاشه او تنظیم څه ساده خبره نه ده او نه پورتني ګروپونه پخپله دخپل ځان دسمبالښت وس لري .
که زما پورتنی منطق په ځای وي نو باید ټول افسوس وکړو او ووېرېږو، چې دامریکا جګړه دبشریت دتباهي او پخپله دامریکا دزوال لپاره روانه ده داځکه، چې دامریکا اقتصاد دنزول او بحران په لوري روان دی امریکایان دانننۍ جګړه دپور په پیسو په مخ وړي او پورتني بې سره او پښو ګروپونه دپور په پیسو تمویلوي .
اوس نو قضاوت تاسو وکړئ، چې روانې جګړې ته ترهګري ضدجګړه که دترهګرو دتکثیرجګړه ووایو؟
دجنګي جنایتکارانو کړنې په لاندې لینک کې ووینئ :
http://www.youtube.com/watch?v=ofRq7gZUkfo&feature=player_embedded
پورتنۍ لیکنه مې ستاسو د وخت په پام کې نیولو سره په لنډ ډول ولیکله، زما د لیکنې پخلی دتاند په ویبپاڼه کې داسوشیتید پریس خبري اژانس مشهورې ژورنالیستې کتي ګنن په لاندې لیکنه کې لوستلای شئ خو باید زیاته کړم ، چې اغلې کتي ګنن دشمال جنایتکارانواو لس کلن ناورین په اړوند ډېر کم لیکلي دي:
په افغانستان کې د لوېدیځوالو د ناکامۍ عوامل / د اسوشیتید پریس راپورSaturday, 10.08.2011, 08:22am (GMT)
تاند(شنبه/سپټمبر۸) د اسوشیتید پریس خبري اژانس مشهوره ژورنالیسته کتي ګنن، چې شل کاله یې د افغانستان او پاکستان د چارو په باب د راپورونو د تیارولو لپاره په سیمه کې تېر کړي، یوازینۍ لوېدیځه خبریاله وه چې لس کاله پخوا د طالبانو د رژیم پرضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د بمباریو په مهال طالبانو پرېښوده چې کابل ته لاړه شي او له هغه ځایه راپورونه ورکړي.
کتي ګنن پر افغانستان د نړیوالو ځواکونو د حملې د لسمې کالیزې په مناسبت د دې هیواد د ستونزو او د پېښو د څرنګوالي په اړه یو مفصل راپور چمتو کړی.
د راپور په پیل کې کتي ګنن د طالبانو د رژیم پرضد د امریکايي ځواکونو د بمباریو او د پخواني شمال ايتلاف له مشرانو سره د خپلو خبرو یادونه کوي او وروسته هغو عواملو ته اشاره کوي چې په سبب یې د افغانستان حالات بېرته خراب شول.
کتي ګنن وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو ته خپلو متحدانو، چې د شمال په ايتلاف مشهوره و، ډاډ ورکړی و چې د دوی قومي ملېشه به د طالبانو له وتلو وروسته پر کابل یرغل نه کوي.خو د طالبانو له وتلو څو ساعته وروسته کابل ښار له ملېشو ډک شو.دوی کورونه ونیول، په کوڅو کې یې غالمغال پیل کړ، په طالبانو پسې ګرځېدل ځیني کسان یې ووژل او مړي یې په یوه پارک کې واچول.
ګنن لیکي: دا د هغې تېرایستنې او سوتفاهم پیل و چې د تلپاتې خپلواکۍ عملیات یې له ستونزو سره مخامخ کړل.
د امریکا متحدو ایالتونو د دې لپاره چې د طالبانو رژیم وپرزوي او له افغانستانه ژر ووځي، له شمال ايتلاف څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې له ډېره وخته یې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره منډې وهلې.خو کله چې دې ايتلاف ته موقع په لاس ورغله قومي جګړې، فساد او بې قانونۍ یې پیل کړې مګر امریکا ورته توجه ونه کړه.
خو وروسته چې امریکا او د هغې ناټو متحدان یې متوجه شول، ډېر ناوخته شوی و.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر وايي:«د افغانستان لپاره هیڅکله د اوږدې مودې ستراتیژي نه وه.د طالبانو د رژیم د ژر نسکورېدو له کبله نړیواله ټولنه په ځان غره شوه، دوی عراق ته مخه کړه او افغانستان یې جګړه مارو ته پرېښود.
سیما سمر د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د کابینې غړې وه خو په حکومت کې د واکمنو جګړه مارو د فشار په نتیجه کې له وزارته لېرې کړای شوه.
امریکایان استدلال کوي چې دوی په هماغه لومړیو کې ډېر انتخابونه نه لرل، ځکه چې یوازې د شمال ايتلاف د طالبانو پرضد جګړه کوله.
په کابل کې د امریکا د هماغه وخت د ولسمشرجورج ډبلیو بوش استازي زلمي خلیلزاد وویل:«کله چې دولتي ادارې کمزورې وي، باید هغه قوتونه خوابدي نه کړای شي چې حاضر وي مرسته وکړي.او لازمه نه ده چې په لوی لاس ځان ته دښمنان وتراشل شي.»
خلیلزاد دا هم وايي چې امریکا له هغو کسانو چې توپکونه یې په لاس کې ول، هغو کسانو ته چې د خلکو له ملاتړه برخمن وو، د قدرت د انتقال لپاره د سیاسي پروسې ملاتړ وکړ.
د شمال ايتلاف ملېشه وو له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پوري پر افغانستان واکمني وکړه. په دې موده کې دوی پنځوس زره تنه ووژل چې اکثره عام خلک ول.دوی کابل ښار په کنډوالو بدل کړ.
کتي ګنن وايي یوه ورځ یې په یادېږي چې په دوو دقیقو کې سل راکټونه پر ښار ولګېدل او یا له ښاره وویشتل شول.د ښار کوڅې د مختلفو جګړه مارو ترمنځ وېشل شوې وې. پر ټول افغانستان جګړه ماران واکمن شوي وو.
د بشري حقونو څارونکې ډلې یا هیومن رايټس واچ په یوه راپور کې چې عنوان یې و(په وینو ککړ لاسونه) افغان جګړه ماران په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو جدي سرغړوونکي بللي وو.
د افغان او نړیوالو بشري حقونو د ټولنو له اټکل سره سم د ۱۹۹۴ کال له جنورۍ څخه تر جون پوري نژدې پنځه ویشت زره افغانان ووژل شول.
کتي ګنن د سیاف او حاجي قدیر له لوري له سوډان څخه د اسامه بن لادن د بللو یادونه کوي او بیا لیکي چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو پرضد په جګړه کې سیاف او د شمال ايتلاف ملګرو یې له امریکايي پوځیانو سره لاس یو کړ.
وروسته د شمال ايتلاف یوه موافقه لاسلیک کړه چې په هغې کې ویل شوي وو چې د دوی ملېشه به مخکې تر دې چې نړیوال ځواکونه په کابل کې ځای پر ځای شي، له دې ښاره ووځي.خو دوی دغسي ونه کړل. له دې سره سره چې په کابل کې د ایساف پنځه زره پوځیان ځای پر ځای شول، د شمال ايتلاف ملېشه په ښار کې پاتې شول.
کتي ګنن وايي چې د شمال ايتلاف جګړه ماران په فساد او تشدد کې لاس لرل ردوي او ټینګار کوي چې دوی مجاهدین دي او په اتیایمه لسیزه کې یې افغانستان له شوروي اتحاده ازاد کړی دی.
خو دوی له هماغه پیله کرزی کمزوری کړی او د هغه ځیني پښتانه ملګري یې وشړل.
کرزی یوازینی مشر و چې ملېشه یې نه لرله او له همدې کبله په کابل کې د اقلیتونو په نوي حکومت کې پښتنو ملاتړ کوونکی نه درلود.
کتي ګنن د زابل د هماغه وخت د امنیه قومندان خبره راخیستې چې وايي کابل ته یې دوه زره پښتانه ځوانان ولېږل چې په پولیسو او اردو کې شامل شي خو د شمال ايتلاف جګړه مارو پرې نښودل، هغوی یې توهین کړل او وکړول. دغه قومندان ویلي چې له څلورو تنو پرته نور ټول وروسته له طالبانو سره ملګري شول.
دا وايي چې د اساسي قانون د لویې جرګې کنټرول هم د شمال ايتلاف کسانو په لاس کې واخیست.
د څارونکو او د بشري حقونو د ټولنو په وینا جګړه مارو د ۲۰۱۰ کال په انتخاباتو کې هم له زور او تهدیده کار واخیست.
دوی پر تجارتونو او د ګټو وټو پر کارونو هم خېټه واچوله او د کابل په لوکسو سیمو کې یې کورونه واخیستل.
دوی په حکومت کې په هره سویه ، له وزارته رانیولې، تر قومندانۍ او ولسوالۍ پوري دولتي چوکۍ خپلې کړې.
د کرزي لومړی مرستیال قسیم فهیم یو وخت د شمال ايتلاف قومندان و.
د اسوشیتید پریس خبریاله وايي، د کندهار د امنیې قومندان عبدالرزاق پخوانی جګړه مار او د مخدرو موادو په کار وبار کې ککړ و.
د دفاع مرستیال وزیر د جنرال دوستم یو بې رحمه قومندان و.
کتي ګنن وايي چې له دا ډول فاسدو کسانو سره د امریکا همکاري او اتحاد خلک سخت خوابدي کړل او طالبانو ته یې موقع برابره کړه چې ځانونه په پاکستان کې منظم کړي.
دا وايي چې د اوباما له واک ته رسېدو وروسته له عراق څخه افغانستان ته پام واړول شو خو د امریکا لپاره د ډېر څه کولو امکان نه و پاتې شوی.
دا وايي سره له دې چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو چارې چټکې شوي خو دا ځواکونه د افغانستان پر ځای خپلو قومونو ته وفادار دي او د یوه ملي ځواک د جوړولو لپاره کافي وخت او منابع نشته.
د اسوشیتید پریس خبریاله په پای کې اټکل کوي چې په اوسنیو شرایطو کې داسي ښکاري چې امریکا به افغانستان تیاره راتلونکې ته پرېږدي.
یوه وېره دا ده چې له فساده ډک حکومت به، چې جګړه مار پرې واکمن دي، له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او د خلکو د ځپلو په ترڅ کې به نور تشدد وکړي.
بل اټکل چې تر دې هم بدتره دی دا دی چې افغانستان به یو ځل بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.