راپور :

 سعودي عربستان دبرهان الدین رباني په ترور کې لاس لري 

 شبکه اطلاع رساني کاږي : درسنیو لاسته یو رسیدلې راپور وايي ،وړاندې له دې  دسولې دعالي شورا رییس برهان الدین  رباني  ایران ته دسفر په موخه حرکت وکړي او په هغه  سیمینار کې ونډه واخلي داسلامي بیدارۍ تر سرلیک لاندې په تهران کې جوړ یده، خپل نږدې دوست ته ویلي و : سعودیانو او امریکایانو په جلا جلا توګه ګواښلی یم او له دې یې منعه کړې یم چې ایران ته ولاړ شم او په سیمینار کې ونډه واخلم . دوی راته  وویل : که دې ونډه واخسته  دا به  درته  ګرانه تمامه شي  دوی راته وویل دا سفر ستا په ګټه نه دی  او ستونزې به درته پیدا کړي .

درباني له ترور  یوه ورځ وړاندې  په کابل کې دسعودي عربستان  ډیپلوماتان  له  کابله  ووتل او ناڅرګند ځای ته  ولاړل  شنونکی وايي دا ډول یو ګام پورته کول  ددې  مانا ورکوي ، چې دسعودي عربستان  ډیپلوماتان  خبر و ،چې څه پېښه کیږي .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه