طالبان: د افغانستان او امريکا تر مينځ هر ډول تړون بې ارزښته او نه اجراکيدونکی دی

http://larawbar.com/peace/?p=3214

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې د طالبانوویندويي ذبیح الله مجاهد د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژیک تړون موضوع ملنډه کړه او ویې ویل امریکا ددې لپاره په افغانستان لښکر کشۍ وکړي چې په دغه هیواد کې په نفوذ سره سیمه او د سیمې نور هیوادونه وګواښي او خپلي ستراتیژیکې ګټې تامین کړي . خو د افغانانو سخت مقاومت تراوسه دا اجازه نه ده ورکړي چې د امریکا دغه خوب پوره شي او دواشنګټن ټول پروګرامونه ګډوډ شوي دي ، د افغانستان جنګ اوږد او ستړی کیدونکی شوی او امریکایي ځواک نور د دغه جنګ د دوام وس، جرات او قدرت نلري .
د هغه په وینا د افغانستان د جنګ دوام ددې لامل شوی چې امریکا له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي او خپل نړیوال اعتبار له لاسه ورکړی ، له دې کبله غواړي د افغانستان په حکومت یو داسي تړون وروتپي چې د هغې له مخې خپلو ماتې خوړلیو پوځیانو ته روحیه ورکړي او هم خپل له لاسه تللی اعتبار او حیثیت بیا ومومي . خو طالبان یو واربیا امریکا او افغان حکومت ته خبرداری ورکوي چې دغه ډول تړونونه هیڅ ملي ارزښت نلري ، افغانان هغه په کلکه ردوي او امریکا به هغه خوب له ځان سره ګور ته یوسي چې د افغانستان لپاره یې لیدلی دی . 
ددغه راپور له مخې د طالبانو ویندويي ذبیح الله مجاهد د افغانستان دولسي جرګي د غړي میرمن هما سلطانې ددغه څرګندونو په باب چې ویلي یې دي د طالبانومشر ملامحمد عمر د دې په کور کې میلمه دی او د افغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته تیار دی وویل دغه موضوع لا مخکې د طالبانو لخوا رد شوي او دغه څرګندونې یې د طالبانو د روحيي د ګډوډولو لپاره په کابل کې د ځینو لویدیځو هیوادونو د سفارتونو هڅه بللي ده . 
مجاهد وویل د افغانستان د ولسي جرګي غړي هما سلطانې په کابل کې د لویدیځ د یوه سفارت لخوا ددې کارلپاره ګمارل شوي ده . 
ددغه راپور له مخې په فرانسه کې میشت دسیمې د مسئلو کارپيژاندې ډاکټر محمد اکبر وردګ هم له رسنيوسره په مرکه کې د کابل او واشنګټن تر مینځ د ستراتیژيک تړون په اړه وویل امریکا له ماتې د تيښتې، د خپلو پوځیانو د زیاتو مرګ ژوبلو د مخنیوې اوپه افغانستان کې یې د خپلو لګښتونو د کمولو لپاره په کابل زور اچولی دی له واشنګټن سره یو تړون لاسلیک کړي ، څو ددغه تړون پر اساس امریکا په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي او کم شیمر په دغه هیواد کې په خپلو اډو کې وساتي او روان جنګ د افغانانو تر مینځ په یو کورنې جنګ بدل کړي . 
د هغه په وینا که د کابل اواشنګټن تر مینځ هر تړون لاسلیک شي ، ملي ارزښت به نلري ، ځکه د افغانستان ملت له دغه ډول یو شرموونکې تړون سره چې کاپیتالاسیون ته ورته دی سخت مخالف دي . 
د وردګ په اند دغه ډول تړون به ددې لامل شي چې د امریکا په وړاندې مقاومت لا پیاوړی شي ، خلک د امریکا په مخالفینو بدل شي او د امریکا پر ضد یو ولسي پاڅون وشي

عاشق حسين طوري

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

دامریکا او کابل تر مینځ ستراتیژیک تړون  داشغال ادامه، دکورنۍ جګړې  او په سیمه کې دنورو ګډوډیو لامل ګرزېدلای شي دخندا  وړ خو لا دا ده ، چې بادار له مزدور څخه  لاسلیک غواړي .

دنړیوالو حقوقي موازینو په پام کې نیولوسره دکابل مزدوره اداره د یو داسې تړون صلاحیت قطعأ نه لري  په لاندې لینک کې یې په تفصیل سره دلایل موجود دي :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16406