څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني

http://larawbar.com/peace/?p=2779

ملا چرګک راوستي  ډېر قاتلان
هم مو له غرو هم له ځنګله وژني

دانسانیت دعوه ګر ټول راغلي
څوک مو لپاسه څوک له تله وژني

که دلستوڼي ماران اخوا پرېږدو
دا سکني مو هم پخپله وژني

په دواړوغاړو یو جایګیر دکرښې
دا خوا په یو اخوا په بله وژني

څوک چې خپل قام له حوسونو جارکړي
داسې به پرزي ځان سل ځله وژني

نه مو نیویارک نه مو لندن ویشتلی
دا نابللي مو بیا څله وژني

پښتونه څه لاس دې تور سپي څټلی
ځناوران موبې اجله وژني

که بندوبس دپاڅون ونه کړو موږ
هر یو موزي به مو تر تله وژني

بسمله دا غوبل به څومره وي نور
څو به خپل وروڼه یو تر بله وژني

څوک مو له ټل څوک له کابله وژني
ګناه مو څه موږ به ترکله وژني

پورتنی شعر همدا اوس دشپې په یوه بجه دلر اوبر دعام وژنې له درده ولیکل شو

۲۰۱۱/۰۷/۰۶ زکال