د شورای نظار قومي اجندا

http://larawbar.com/peace/?p=2674

     

داسې ښکاري چې په افغانستان کې يو ځل بيا د نوييمو کلونو د پيل پېښې او د پخواني واکمن (ډاکتر نجيب) تېر وتنې تکراريږي. د شورای نظار سر خېلان يو ځل بيا هڅه کوي چې د قومي شعارونو له پورته کولو سره افغانستان د کورنۍ جګړې په سره تبۍ واړوي او د خلکو د سر، مال او عزت د لوټ او تالان تماشې ته کښېني.

له هغې ورځې چې په افغانستان او سيمه کې د سولې د خبرو خبرې کيږي او يو ګونګ احتمال پيدا شوی چې د پښتنو پر سر بل شوی اور نور سوړ شي او نور يې هره ورځ په لسګونو بچيان د تېغ له دمه بچ شي او نور يې ښوونځي د اور او بمونو خوراک نه شي، د شورای نظار په ډلمشرانو تبه او لړزه پورې شوې او په دې لټه راوتلي چې څنګه دغې جګړې ته نوي شعارونه او نوې پلمې جوړې کړي. که څه هم د شورای نظار ډلمشران هېڅکله له خپلو سېکټارېستي او نفاق غوښتونکو موخو لاس نه دی اخيستی، خو د امرالله خان په ګوښه کېدو او د کورنیو چارو وزير په توګه د بسم الله خان له ټاکل کېدو سره د دوی قوم پالنې او سېکټارسیتي دسيسو برالا بڼه غوره کړې ده.

کله چې بسم الله خان د کورنيو چارو وزارت واګې ترلاسه کړل، نو سمدستي يې په کورنيو چارو وزارت او په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې قومي تصفيه پيل کړه. له مارشال فهيم او قومندان عطاسره په تفاهم کې يې داسې هڅه پيل کړه چې د شمال ټولې مهمې څوکۍ شورای نظار ته وسپاري. لومړی يې قومندان داود د شمال حوزې د امنيې مسوول په توګه واستوه، ورپسې مارشال فهيم هڅه پيل کړه چې په بلخ کې د قول اردو قومندان(زلمی وېسا) له دندې ګوښه کړي او خپل کس وګوماري، خو د دفاع وزارت د چارواکو له خوا مقاومت ورسره وشو، که نه ولسمشر کرزي خو يې ټاکنه په پټو سترګو لاسليک کوله.

له دې سره جوخت امرالله خان او عبدالله خان بيا د بسيج ملي په نامه د سولې د خبرو پر ضد منډې ترړې پيل کړې، لومړی خو امرالله خان د شمال دورې ووهلې، خو څرنګه چې هغو منډو چندان نتيجه ورنکړه، نو له عبدالله خان سره يې په ګډه د سولې پر ضد يوه لويه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې، چې زياتره تنکيوځوانانو او ماشومانو ګډون په کې کړی وو، له دې پرته چې خلک پر ځان وخندوي بله نتيجه نه درلوده. حتی استاد رباني چې اوس کرزي د سولې د شورا په رياست غلی کړی، پر دوی باندې وخندل او ويې ويل، چې: هنوز اوشتوک هستند نمی فهمند.

پر همدې مهال په تخار کې د مافيايي اختلافاتو په ټس کې قومندان داود او شاه جان نوري ووژل شول. د امرالله خان او عبدالله خان غوا لنګه شوه او قومي شعارونو زور واخيست. يو ځل بيا د اتلانو او اتلوليو سورڼي پورته شول او د شهيدانو په ماتم ساندې ګرم شوې. دغه ټولې نارې سورې يوازې يوه موخه تعقيبوي او هغه دقومي جګړو اور ته لمن وهل.

په دې خو هر څوک پوهيږي ، چې که د تخار د پېښو په تړاو څوک بايد محاکمه شي هغه تر ټولو مخکې په خپله قومندان داود ، شاه جان نوري ، د تخار والي عبدالجبار تقوا دي ، چې ولې يې د بې کفايتۍ له امله حتی د خپل دفتر د دروازې امنيت هم ونه شو نيولی. او ورپسې باید بسم الله خان او حامد کرزی محاکمه شي چې څنګه يې د خلکو او هېواد امنيت داسې بې کفايته کسانو ته سپارلی دی. که چېرې د دفاع په وزارت کې د ځانمرګي بريد په تړاو رحيم وردګ استيضاح کېدای شي، نو که د مړو په احترام قومندان داود او شاه جان نوري نه محاکمه کيږي نو بسم الله خان خو بايد استيضاح شي.

بېرته راځم اصلي خبرې ته! د اتيايمو کلونو په پای کې چې د روسانو وتل يقيني شول او احمدشاه مسعود د اوو تنظيمي مشرانو تر منځ د واکمنۍ چانس نه ليده، نو واکمنۍ ته درسېدو او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يې د نويو دسيسو پر جوړولو پيل وکړ. څرنګه چې د اسلام او جهاد شعارونه خو وار دمخه تنظيمونو ټېکه کړي وو، نو ده د تاجېکانو داعيه پورته کړه. له روسانو سره د پټو تړونونو په مرسته يې د افغانستان په شمال کې له کارملي پرچميانو، دوستمي ملېشو او د سيد کيان له ډلګي سره يو بېلتونپال اﺉتلاف رامنځته کړ. که څه هم د هغه وخت واکمن ډاکتر نجيب ته ډېرو کسانو سلا او خبرداری ورکړ، چې له شمال څخه د توطﺉې مخه ونيسي ، خو نجيب خپل سر او د افغانستان لوړې ګټې پر خپلو پرچمي ملګرو د باور قرباني کړل. روسانو چې په هېڅ قيمت يې نه غوښتل له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي، لومړی يې د افغانستان د تجزيې پر پلان کار پيل کړ او غوښتل يې چې د ويتنام په څېر افغانستان پر کمونېست شمالي او لوېديځ پلوه جنوبي برخو وويشي. کله چې دا پلان هم غير عملي شو، نو احمدشاه مسعود ته د واکمنۍ د سپارلو له وعدوسره يې د لږه کيو قومي اﺉتلاف رامنځته کړ، که نه د دوستم، سيدکيان او شورای نظار ترمنځ ظاهراً له ايډيالوژيک اړخه کوم تړاو نه ليدل کېده.

اوس چې د امريکايي ځواکونو د وتلو او د سولې د يو ګونګ احتمال څرک ليدل کيږي، هماغه پخوانۍ کيسه بيا په تکرارېدو ښکاري. کرزي ته له شمال څخه د يوې نوې توطﺉې په اړه خبرداری ورکول کيږي او دی په خپله هم کله کله وايي، چې د نجيب کانه خو به پر ما نه کوي، خو بيا هم په لوی لاس د مارشال فهيم، بسم الله خان او قومندان عطا له خوا جوړه شوې سناريو پلې کوي او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لپاره په خپله ميدان اواروي.

شورای نظار چې له ايډيالوژيک اړخه يې بياهم لاسونه تش دي، د خپلو ګټو د ساتنې لپاره او د شريفو تاجېکانو د جنګولو لپاره له قومي اجنډا پرته بل څه نه لري. دوی خلکو ته داسې تلقين کوي، چې سوله يعنې د طالبانو راتګ او طالبان يعنې د پښتنو ظالمانه واکمني. دوی هېڅکله نه دي ويلي، چې سوله به کوو خو عدالت به په کې وي او د ټولو خلکو ګټې به خوندي کيږي او د ولس ارادې ته به درناوی کيږي. بلکې دوی يوازې همدا يو سورڼی غږوي، چې طالبان ترهګر دي او له پاکستان سره تړاو لري او ترپايه بايد جګړه ورسره وشي. وروره که ستا زور رسېدای ، دالس کاله خو حکومت ستا په لاس کې دی او که د امريکې زور رسېدای نو د بوش، ډېک چينی او رامسفېلډ ترويکا( درې ګوني واکمني) خو ډېره کبرجنه واکمني وه ، نو خامخا به يې خپل زړونه پر طالبانو يخ کړي وای. نو چې زور نه وي، تر څو پورې به د جګړې اورته لمن وهې.

د شورای نظارد ډلمشرانو قومي سناريو دا ده چې لومړی خو بايد د خپلو شخصي او ګروپي ګټو د ساتنې لپاره نړيوال د پښتنو پر دوامداره ځپنه او وژنه قانع کړي او روانه جګړه همداسې توده وساتي، خو که دا ناشونې وه نو امريکايان د هېواد تجزيې ته وهڅوي. داسې نښې نښانې ليدل کيږي چې په امريکا کې يو شمېر کړۍ د افغاننستان د تجزيې پر آپشن هم کار کوي. يو شمېر امريکايي ستراتيژېستانو او سناتورانو پخوا هم په دې اړه څرګندونې کړي، خو له قومندان عطا سره د جان کېري له ځانګړې کتنې وروسته داسې ګونګسې هم اورېدل کيږي، چې که د حل بله لار نه وه نو شمال به د ناټو تر ولکې لاندې اوسنيو په اصطلاخ سياسي مخالفينو ته سپارل کيږي او په جنوب کې به په يو ډول له طالبانو او پاکستان سره روغه جوړه کيږي.

لنډه دا چې د سولې د خبرو تر څنګ په هېواد کې د ننه او همداراز په سيمه کې د راز راز دسيسو بازار تود شوی او که پر هېواد مين افغانان ـ چې له هر قوم څخه وي ـ لاسونه سره ورنه کړي او بل خوا د سياسي واکمنۍ اوسنی سمبول (حامد کرزی) د دغو دسيسو پر وړاندې تدابير ونه سنجوي، خدای مه کړه افغانستان به د شورای نظار په دسيسو کې يو ځل بيا د کورنۍ جګړو په لمبو کې لولپه شي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه