دمور دنړیوالې ورځې په ویاړ
http://larawbar.com/peace/?p=2664
۱۴ـ۰۶ـ۲۰۱۱
اه ته په ارمان ولاړې
په یو زانګو زنګوې په بل جهان مورې
له دواړو لاسو دې شم قربان قربان مورې
دبشریت باغچې ته له ارزوګانو سره
راوړې دزړه په مینه رنګین ګلان مورې
دورځې ستړې ستړې دشپې هم خوب نه لرې
روزې سبا لپاره خپل ماشومان مورې
څوک ساینس مخ ته بیایي څوک په مخ نورې چارې
هم دې ښوونکي راوړل هم طبیبان مورې
دا نننی پرمختګ شوی دتا په مټو
انسان دې ورساوه آن تراسمان مورې
زموږ تاریخ پرې روښان ستا دجګر په ټوټو
هم یې ګټلی سنګر هم یې ایمان مورې
چې دې رایاده کړمه غریو مې مرۍ کړي تنګې
اه ته په ارمان ولاړې زه په ارمان مورې
زما خوږې موره کې اروا دې ښاده غواړم
بسمل دې پرېښود تنها په بیابان مورې
په یو زانګو زنګوې په بل جهان مورې
له دواړو لاسو دې شم قربان قربان مورې