http://larawbar.com/peace/?p=2605

ولسمشر : دبن لادن مړینه جعلي ده که څنګه ؟؟

په مسکو کې دامریکا سفیر جون بایرلي وايي : دروسیې ولسمشر  ته نه ښايي ،چې په یوې مطبوعاتي ناسته کې دا ډول خبرې وکړي .

ولسمشر ډمتري میدویدیف  دروسي دلومړي کانال له یوه خبریاله  وپوښتل : ایا دا سمه ده ،چې دبن لادن دترور عملیات جعلي ځکه بن لادن څو کاله وړاندې په خپل مرګ مړ شوې دی . خبریال هم د( هو صیب ) ځواب ورکړ  . دولسمشر او خبریال  دې ډول خبرو امریکایان خوابدي کړې دي .

امریکايي سفیر په خپله ویبپاڼه کې کښلې دي : دا ناسمه خبره ده ،چې په تلویزوني  بحث کې وویل شي دامریکا حکومت  د 2001 ز  ترهګر بریدونه په خپله تر سره کړې دي .

دروسانو له انده اوس  یو شمېر معلومات  ، لاسوندونه  شته ،چې د بن لادن  د ترور په اړه دامریکا د دریځ  په اړه شک کوي .

د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه  د امریکا ددفاع وزارت  سلاکار ډاکتر ستیف بتڅینیک ویلې دي : بن لادن  په 2001 ز کې په خپل مرګ وفات شوې دی او د سپټمبر پېښې دامریکایانو په لاس رامنځته شوې دي .

روسان  پردې باور دي ،چې بن لادن پخوا مړ شوې دی ، خو وخت ېې معلوم نه دی دا کټ مټ دپخواني امریکايي ولسمشر جون کینډي دترور په څیر ده ،چې تراوسه یو راز او معما ده  .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه