

لا اوس هم دافغانستان دګټو غم دی درسره؟
بســـــــــــــــــــــــــــــمل
عزتمنو لوستونکو!
مخکې له دې چې زما لیکنه ولولئ لمړی دا لاندې خبر چې روهي ویبپاڼې خپور کړی له نظره تېر کړئ :
جان کيري دبلخ له والي عطا سره وليدل
نن ورځ دامریکا په کانګرس کې دبهرنیو اړیکو دکمیسون مشر سناتور جان کیري مزارشریف ته تللی و. نوموړي دبلخ له والي قومندان عطاء سره ولیدل. کیري له والي سره دامنیت ، دیموکراسۍ ، له مخدره موادو سره دمبارزې په برخه کې مفصلې خبرې وکړې کیري وویل : موږ غواړو ،چې دسولې په راوستلو کې دبلخ له والي سره مرسته وکړو او په دې برخه کې له ده ځینې مشوره واخلو .
په دې سفر کې له نوموړي سره دامریکا سفیر ایکن بیري هم ملګری و دا افغانستان ته دبن لادن له ترور را وروسته دلوړيوړي امریکايي مسوول لومړی سفر دی .
ګرانو خویندو او وروڼو!
هیله ده چې دجان کیري په عوام فرېبي مو سر خلاص شوی وي .
جان کیري دبلخ له والي عطأ دا د امن له دښمن سره دامنیت په باب خبرې کړې دي .
جان کیري له عطأ دا د ولسواکي له دښمن سره د ولسواکي په اړوند خبرې کړې دي .
جان کیري له عطأ دا دمخدره موادو له لوی قاچاقبر سره دمخدره موادو سره دمبارزې په ضد خبرې کړې دي .
جان کیري دا هم وېلي دي، چې موږ غواړو دسولې په راوستلو کې دبلخ له والي سره مرسته وکړو د شرم او خندا وړخبره خو یې لا داده چې جان کیري صاحب دسولې رواستلو په برخه کې دسولې له لوی دښمن عطأ دا دغبرګ عبدالله له بوټ پاک څخه مشوره غواړي وا وا ورته وخاندئ بیا هم ورته وخاندئ واقعأ دتاثف ځای دی .
له جان کیري سره په دې سفر کې دافغانستان دغلام دولت مشر ایکن بیري هم ملګری و.
زماپه نظردې جوړه مارانودعطأ دلا باټولو لپاره ځانونه مزارشریف ته وررسولي وو تر څو هغه ته ډاډ ورکړي چې ته به په همدې سیمه واکمن یې لانوربه دې هم غښتلی کړوخوڅومره چې ژرکیږي داسې بحران رامینځ ته کړه چې هم له افغانستان څخه زموږ دپوځیانود وتلوپه وړاندې خنډ شي اوهم په افغانستان کې نړیوال زموږ د پوځي
اډوملاتړ وکړي .
د شمال جنایتکاره ټلواله په سرکې یې دنظار ځناور خو هسې هم دسبوتاژ ماهرین دي دا ځل به داسې نادودي تر سره کړی چې خورا بدې پایلې به ولري البته دوی خو لکه شغالان دپښې په یو درب ترکولابه ځغلي خو پردي یې حمایه کوي که نه نوغبرګ عبدالله اوامرالله ناصالح به هیڅکله هم دسولې په وړاندې مخالفت نه وای کړی .
یو ځل بیا راګرزم جان کیري ته دا ښاغلی چې ظاهرأ ددیموکرات ګوند غړی خو په حقیقت کې تر خونخوار بوش څخه هم جاني ښکاري په ډاګه وايي، چې امریکائي پوځیان دې له افغانستان څخه نه وزي .
جان کیري داوباما د پخواني ځانګړي استازي ترخاورولاندې هولبروک نقشې په سرکې ګرزوي ترڅودعطأ په شان جنګي جنایتکارانو په نازولو سره افغانستان ټوټه ټوټه او دملي یووالي کډه بار کړي .
هولبروک به کوړت کوړت له کرزي سره کول خو هګۍ به یې دعطأ په خوله کې ور اچولې .
دبلخ والي عطأ چې دجهاد؟؟ له برکته یې په شمال کې زموږ د وروڼوقومونو ترمینځ لمبې بلې کړې دي قدرت ته په رسېدو سره تر ټولو لمړی داخپله اوږده ږیره خرخول کړه ورپسې یې دجنګي جنایتکارانو له ډلې څخه ځان ته ورته کسان له ځان څخه را تاو کړل ددې تر څنګ یې دخپلې کورنۍ غړي هم په دولتي چوکیو سپاره کړل تر څو دلویو لویوقرادادونو انحصارپخپل لاس کې ولري .
درۍ اونۍ مخکې په یوخبرکې راغلي و، چې عطأ همدا اوس یو ملیارد ډالر په واک کې لري .
ښه نو تاسو ووایاست، چې دایو ملیارد ډالرله اسمانه پرعطأ را وورېدل؟
عطأ په دومرو خبرو نه ارزي خویوازې په ده او ده ته ورته غلوباندې دا زېری کوم، چې ستاسو هره ټنګه څارله کیږي دهغې ورځې انتظار باسئ چې دادجنایت له لارې ترلاسه کړې پیسې به موداسې کنګل شي لکه داسامه .
دیادولو ده چې اسامه بن لادین هم امریکایانودعطأ په ډول نازاوه تر څو دهغه په وسیله خپلو موخو ته ورسیږي
که نه نو د امریکا یې په جهاد څه؟
زموږ په بډایه سیمه ددائمي تسلت اواسیائي شتمنوهیوادونودچور لپاره افغانستان دامریکا لپاره هم لمړنی هدف و او هم وسیله .
دې ارمان ته درسېدولپاره امریکا په هرنیرنګ لاس پورې کوي نږدې لس کاله پخوامړ شوی اسامه یې یوځل بیا راژوندی اوپه څو شېبو کې یې داسې په درغو مړ کړ چې نه یې چا سر ولید او نه تنه .
لس کاله خو یې داسامه په لټون دنړیوالو په سترګو کې خاورې وراچولې اوس به لس کاله نورپه الظواهري او نورونوروپسې ګرزي په افغانستان کې به په سلونوروپلمو دجګړې عمر اوږدوي او په عین حال کې به دجګړې دواړه خواوې لکه پخوا مې چې وېلي و تمویلوي .
همداراز مې څوځلې په رادیويي بحثونوکې هم وېلي و، چاچې جګړه راوړې ده هغوی سوله هم راوړی شي خو هغوی سوله نه غواړي داځکه چې هغوی دجګړې په دوړوکې خپل هدف ته ځانونه رسوي که چېرې سوله راشي نوبیا به دوی دلته په کومه پلمه پاتې کیږي .
اوس نو دپورتني منطق له مخې وېیلای شوچې دسولې او امنیت په اړوند دجان کیري خبرې له عطأ سره صرف یوه عوام فرېبي او په افغانانو مسخرې وهل دی نور څه نه .
دا چې په بلخ کې ژورنالستانو ته جان کیري وایي، چې پاکستان بایدد افغانستان دګټو درناوی وکړي زه له جان کیري څخه پوښتم، چې هغه روغ جوړ افغانستان خوتاسو د پاکستان له لارې کنډر کنډر کړ لا اوس هم د افغانستان دګټو غم دی درسره؟
زه دبشري حقونودیو سر سخت مدافع او طرفدار په حیث دامریکا داجفاکاري او خودخواهي غندم ځکه، چې بشریت نورتردووسپوږمو رارسېدلی دی زماپه فکر ددوی دسرزوریو پایله به بلاخره دریمه نړیواله جګړه وي .
دا چې روس او چین موقتأ دخیر په غونډۍ ورته ناست دامریکایانو ننداره کوي داپخپله نړیوالو ته دامریکائي غلط سیاست او سیاستوالو دلا شرمولو پروسه ده .
روسانو هم افغانستان دخپلو موخو لپاره اشغال کړی و خو دومره نادودې یې زموږ له ولس سره نه دي کړې لکه امریکائي سیاستوالو .
روسانو موږ ووژولو، کلي او بانډې یې راوران کړل خو زموږ دودونو او ویاړونو ته یې په دومره سپکه سترګه ونه کتل لکه امریکایانو .
دالارچې امریکایان پرې روان دي کعبې ته نه بلکې په ترکستان به ورسمیږي ځکه ، چې په سیمه اوافغانستان کې یې غلط اوناوړه سیاست په مخ بوت په عراق اوافغانستان کې ناروا لوبې، داځل بیا په لیبیاکې په بله پلمه دسیمې بحراني کول دنړیوالو په ذهنیت کې دامریکا په وړاندې کرکه زېږوي .
لکه مخکې مې چې ولیکل افغانستان دامریکالپاره هم لمړنی هدف او هم وسیله و خو د امریکائي سیاستوالو کمی په دې کې راغی،چې افغان ویاړلي تاریخ اوشاهکاریو ته یې په ډېره سپکه وکتل دافغانستان په اشغال سره یې داسې فکر وکړچې بس نوهم مولمړنی هدف ترلاسه شواوهم به دالاس ته راغلې وسیله پخپله خوښه کاروو .
دوی په جنګي جنایتکارانواتکأ وکړه او دا دی لا کوي یې دوی دافغان ولس زړه مات کړ دوی دهر ټپي افغان په زخمونو هره ورځ مالګې دوړوي له دې ټولو جفاوو سره سره د دایمي پوځي اډو شوق هم لري .
وړمه ورځ یې یو بل سرټمبه وېلي و چې که په افغانستان کې موږ اډې نه لرلای نو بیا به هیڅکله هم موږ اسامه نه وای نیولای مانا امریکایان به هر وخت یویو اسامه را پیداکوي اوبیا به دهغه دنیولو په پلمه په افغانستان کې دایمی پوځي اډې پسې تمدیدوي .
دکندهار د زندان پېښه، داسامه له ډرامې اوورځنۍ خرابې امنیتي اوضاع سره تړاو لري تر څو دخپلو پوځیانو دنه وتلو لپاره پلمه وړاندې کړي نوربه یې هم پسې وګورو چې جان کیري داځل په عطأ باندې کوم ګلان کري .
لنډه یې دا، چې که امریکائي واکمنانو دافغان ولس له رښتینواستازوسره یوه مشروع معامله کړې وای ، زموږ ارزښتونو ته یې په درنه سترګه کتلي وای، زموږ د هیواداصل توکم یې په لوی لاس دومره نه وای زهیرکړای ، په افغانستان کې یې داوسنۍ انارشي په ځای دیورښتیني ریاستي نظام اومرکزي حکومت لپاره ګامونه اوچت کړي وای اوس به امریکایان دکسپین تربحیرې هم ور اوښتي ووخو دوی دبې ننګو تر څنګ ودرېدل هر غل او راه زن یې ونازاوه دهر ډول جنایت مخه یې ورته پرانستله یوڅورټل شوي هوټلچیان اوټکسي وانان یې له جنګي جناینتکارانو سره یوځای دتش په نامه اسلامي جمهوریت په ګدۍ سپاره کړل هم یې خپل ځان پرې وشرماوه هم دیموکراسي .
10.05.2011
- محمد امين بسمل
فرانکفورت : دقامي مبارزینود یادغونډي راپور
http://larawbar.com/peace/?p=2515...
16.05.2011
- محمد امين بسمل
دا ولې دپښتون وینه وړیا شوه؟...