تصویر له تاند څخه کاپي شوی دی

 اسوشیټید پریس د سپینی ماڼۍ په حواله راپور ورکوی چی کله پرون د پاکستان په ایبټ آباد کی پر هغه کور کوماندویی حمله وسوه چی د ادعا له مخی اسامه بن لادن پکښی اوسېدﺉ او پسی ووژل سو ، کومه وسله سې نلرله او ځکه یې جنګ هم ونکړ مګر مقاومت یې کاوه څو چی د چپه سترګی له پاسه وویشتل سو ( چی د نزلې یوه برخه یې په هوا سوله ) او بیا په ځیګر کی پسی وویشتل سو .
دا لومړی ځل دی چی سپینه ماڼۍ دا اعتراف کوی چی بن لادن د حملې پر مهال بې وسلې و ، حال دا چی پرون یې ادعا کړې وه چی « په سخت جنګ کی ووژل سو » .
پرون یې دا هم ویلی وو چی هغه خپله میرمن د ډال یا سپر په توګه استعمال کړه نو ځکه هغه هم وویشتل سوه او ووژل سوه ، خو نن وایی چی یا ، هغه په ورانه کی لګېدلې او زخمی ده .
سپینه ماڼۍ زیاتوی چی د بن لادن عکسونه ځکه نسو خپرولای چی ګواکی څیره یې ډیره خرابه سوې ده او مبادا چی ګواکی خلک و نه پاریږی .
خو سیاسی شنونکي وایی چی په ډیر لږ وخت کی د دغسی ضد او نقیض څرګندوونو څخه ښکاری چی بیا هم هیڅ ثبوت نه وړاندی کیږی او ځکه نو تر ځوابو سوالونه ډیر دي په تیره بیا دا چی : « بن لادن بې وسلې و ، خو مقاومت یې کاوه »

له  لراوبر او ن . صمد څخه په مننه