دژوندلار

هريوزوی مو اسمعيل دی،ابراهيم دلته هرپلاردی
هريو ځوان زموږ منصوردی،په خنداتللی ترداردی

زموږ هره لورملاله،ناهیده مو هره پېغله

هريو نوم دغيرتونو،هر يونوم دافتخار دی

افغان نوم دسر ښندنو،افغان نوم دی دوياړونو
پدې نوم کې موعزت دی،پدې نوم کې زموږوياړدی

دمجنون مينه ليلاده، دافغان مينه وطن دی
تر ليلا مجنون جاريږي، خوافغان تروطن جاردی

زه قيام پدې وياړيږم، چې مې خدای پيدا افغان يم
افغانيت مې دژوند برخه، افغانيت مې دژوندلاردی

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
30.04.2011