فريداحمدتسکين/پکتيا
غزل
زه يوناکام دمحبت له دغه ښاره ځمه
زموږدخلکودناسم رواج له کاره ځمه
پريږده چې ستاداکاڼی زړه هم لږدردمن غوندې شي
مسافري به درنه وکړمه دلداره ځمه
ديارپه چم کې دديدن خيرات څوک نه راکوي
لکه ناهيلی يوملنګ له هردياره ځمه
ماچې يې مينه په هرځل په صداقت کړې ده
ګناه مې داده چې مين يمه ترداره ځمه
دياردکلي لوی واړه مې تل په کاڼو ولي
کله چې زه فريدتسکين ددوی پرلاره ځمه
رفيق مهران/پکتيا
غزل
ياره لمبه لمبه شه زماراستي درپسې
لوګی لوګی مې کړله خپله ځواني درپسې
يوڅوک دې تل يادوي ته په دې نه يې خبر
لارې څاري درپسې ورځې شماري درپسې
زه دې په یادکې نه يم زماناځوانه ياره
شونډې مې ووتلې شول مې اډي درپسې
څوک راته داسې وايي ته خوپرې ډېرنازېدې
بس يادوي دې راته ماژړوي درپسې
سټاغم ترې زړه خوړلی ستابیلتانه خوړلی
مهران په خدای که جوړشي مهران دې مري درپسې
(ح خوستۍ)
ټپيزې
بلاخبرې راپسې شوې
په تهمتومې رنګ جامې شوې
ترمنځ موغرونه فاصلې شوې
جدايي راغله لارې دوې شوې
باقي به عمرپه کابل کې تيرومه
« « «
ديارپه مينه پابندي ده
يوه بې کسي بله نيستي ده
په ماراغلې نن خوښي ده
داخترورځ ده خوشحالي ده
يارمې ميلمه ده دزړه غوښې ورته ږدمه
« « «
دی مې د واړه ژوند ارام دی
نورمې دزړه صبرتمام دی
عالمه دا زما پيغام دی
زما جانان ګل دبادام دی
زماپرنام دی نوريې تش ديدن کوينه
« « «
له تسکین صاحب، مهران صاحب او خوستي صاحب څخه په مننه