http://larawbar.com/peace/?p=2346
په مشرانو جرګه کې ځېنو غړو اوس له دې خبره پرده پورته کړه ،چې زموږګاونډیان نه غواړي ،چې افغانستان په خپله خاوره کې داوبو بندونه جوړ کړي سناتوران وايي : موږ داوبو پراخه زیرمې لرو ، خو موږ ېې د25% څخه ګټه اخستلای شو او پاتې نورې بیا ګاونډیو هېوادونو ته وړیا روانې دي . له هرات ولایت څخه سناتور احمد رووف وايي : ایران په افغانستان کې دهر ډول بند جوړونې مخنیوي کوي او لامل ېې دادی ،چې په خپله ډېرو اوبو ته اړتیا لري نوموړی زیاتوي په 1382 لمریز کې دسلما بند جوړونې تړون لاسلیک شو ،چې په څلورو کلونوکې به جوړیږي احمد رووف وايي : بودیجه منل شوې ده ، لګښت معلوم شوې دی او دهندوستان هېواد منلې ده ،چې دوی به دا بند جوړوي ، خو ایرانیان اوس لاسوهنه کوي او ددې بند 70% کار بشپړ شوې دی څه موده وړاندې ایرانیان په کابل کې دهندوستان سفارت ته ورغلل او له دوی ېې غوښتنه وکړه ،چې پردې بند دې کار بند کړي او کنه موږ به ېې دخپلو سمندري بندرونو له لارې افغانستان ته ستاسې دهر ډول توکو دلیږد مخنیوي وکړو . افغانستان دهر کال په تېرېدو نږدې 75 ملیارده ډالره تاوان کوي او ګاونډیان ترې وړیا ګټه پورته کوي احمد روف وايي : ایران هر کال دافغانستان له اوبو څخه یو ملیارد او 500 میلونه ډالره ګټه پورته کوي دمشرانو جرګه یو شمېر دولتي چارواکي پر بې کفایتۍ تورنوي او دا تور پرې لګوي ،چې دوی دایران په سپارښتنه دبندونو جوړونې پروسه ټکنۍ کوي . دفراه ولایت بل سناتور ګل احمد اعظمي وايي : ځینې افغان چارواکي دګاونډیو په سپارښتنه په فراه ولایت کې دبخش اباد دبند دجوړونې مخه نیسي .
هوسۍ