http://larawbar.com/peace/?p=2324

په پلازمېنه کابل کې انګرېزي پوځیانو یوه ښځه او یوسړی وژلي او یوه ښځه یې ټپي کړې ده

تاند(چهارشنبه/حمل۱۷) د کابل د پولیسو قومندان وویل چې بریتانوي پوځیانو نن په پلازمېنه کابل کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوه افغان ښځه مړه او بله له یوه ماشوم سره ټپي کړه.او لومړني راپورونه وايي چې یو بل سړی د دغو پوځیانو له لوري په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.

تر دې مخکې د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي وو چې د موټرو په ټکر کې دوه تنه مړه شوي وو او درېم په ډزو وژل شوی وو.هغه د یوه ماشوم د ټپي کېدو یادونه هم کړې وه.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري ایساف ځواکونو د دې پېښې د عاملانو او تلفاتو په باب څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې په دې اړه تحقیقات کوي.

د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل چې د بریتانوي پوځیانو کاروان د پېښې له ځایه وتښتېد خو افغان پولیسو تعقیب کړ او د ښار په لوېدیځه څنډه کې یې یوې اډې ته نژدې ودراوه.

مخکینی خبر:
په افغانستان کې مېشتو بریتانوي پوځیانو په یوه ترافیکي پېښه کې دوه افغانان ووژل او وروسته له دې چې خلک پرې راټول شول، په ډزو یې یو بل هم وواژه.
د کابل د پولیسو ویاندحشمت ستانکزي وویل چې په دې پېښه کې یو ماشوم هم ژوبل شوی دی.

راپورونه وايي وروسته له دې چې د ناټو ځواکونو په دې ترافیکي پېښه کې دوه ملکي افغانان ووژل، قهرېدلیو افغانانو د دوی د موټرو او زغرګاډو پر کاروان د ډبرو وارونه وکړل.د ناټو بریتانوي پوځیانو له وېرې پرې ډزې وکړې او یو بل ملکي هم ووژل شو.

په لاندې لینک کې دا مطلب هم لوستلای شئ

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandd&article=25848

له تاند څخه په مننه