http://larawbar.com/peace/?p=2291
د بې پيلوټه الوتکو د بريدونه له امله، د قربانيانو کورنيو غرامت و نه منلو
د قباييلي سيمو خلکو هغه غرامت ونه منلو، چې دځينې وژل شوو ملکي خلکوهغه کورنيو ته ورکول کيده، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي وو.دغه خلکو غوښتنه وکړه،چې امريکا بايد دغه ناقانونه بريدونه ودروي.
د پاکستان حکومت هم د دې بريدونو له امله وروسته له هغې غبرګون ښودلی، چې دوه اوونۍ مخکې د دغه هېواد يو شمېر امنيتي کسان او پوځيان په دغه بريدونو کې ووژل شول. ويل کيږي، چې د دغه بريدونو له امله د امريکا سفير احضار شوی او په دې هکله يوه اعلاميه هم خپره شوې.
د سيمې خلک وايي ، چې د پاکستان حکومت چې د لوړو پوځي وړتياوو ادعا هم لري، بايد يوازې د اعلاميې په صادرولو بسنه ونکړي او بايد د دفاع په توګه دغه الوتکې په نښه کړي او د بريدونو مخنيوی يې وکړي.
زيږ اڅړ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه