دنړۍ په مخ ټولو وګړوپه تېره بیا زموږ مظلومو افغان خویندو وروڼو ته دښکلي پسرلي او نوي
۱۳۹۰لمریزکال مباره کي وایم خو له بده مرغه دادرۍ لسیزې کیږي چې موږدغم په ټغر ناست ناست یو ځکه مې دعیني حالاتو پر بنا یو مخمس شعر دشپې ولیکه هیله من یم چې په چا
ونه غمیږي
دشعر عنوان دی :
دلته مه را ځه سپرلیه
قــــــــــدرمنو خوینــــــــدو او وروڼــــــــــو!
که غواړئ داشعر دسولې په ویبلاګ کې ووینئ نو دا لاندې لینک کښېباسئ:
http://larawbar.com/peace/?p=2184
دلته مه را ځه سپرلیه
مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
ته خبر نه یې که څنګه شپه او ورځ ووري بمونه
سر په سر جنازې درومي لوېشت په لوېشت دي لحدونه
هم مو مال هم مو عزت لوټ هم مو سوځي تاریخونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
ښه پوهېږوله ښه نېته را روان یې زموږ خواته
نه تم کېږې نه ځنډېږې را ځې ښکلې پښتونخوا ته
اوس هغه وختونه نشته څوک دي ګوډ د چا ملا ما ته
هردم ژوند غنیمت بولو تمه نه لرو سبا ته
لا خبر نه یې چې دلته قتل عام شول ولسونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
زموږ داسې بد نصیب دی موږ هر وخت یو کړېدلي
نه په چاپسې یو تللي نه په چا یو وردانګلي
یونانیان که انګرېزان وو دوی اشغال ته وو راغلي
دوی خو څه چې روسان هم دلته په شرم شرمېدلي
دا ځل داسې لېوان راغلل ور سره دي وحشتونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
دزړه سره پسرلیه په موږګران یې زموږ خوښېږې
داسې نه چې زموږ مېلمه شې بیا له موږ سره کړېږې
موږ په خپل کور واکمن نه یو ته یې پوه که نه پوهېږې؟
ټول به تا ته یو خوابدي ته به هم موږ ته ځورېږې
له نیمی لارې در ګرزه بیا به وکړې ارمانونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ پوهېږو تنها نه راځې راوړې رنګین ګلان ته
له ګل بوټو او ګل ځانګو سره یو ځای بلبلان ته
کور آباد کارغان دې خوښ نه دي را وړې شینکي طوطیان ته
ګل سرخ اونارنج ګل راوړې نښترو ته بازان ته
نن زموږ نغمه خاموشه نه غږیږي ربابونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
نن زموږ په کور ماتم سړي خواره راغلل اسیا ته
بهانه دیموکراسي کړي چل یې جوړ دی لویې غلا ته
افغاني ګلبڼ یې وسو هم عراق اوس ځي لیبیا ته
دعربو کوردې وران شي لا دوست وايي امریکا ته
دا خو هغه ځناور دي چې یې وران کړل خپل برجونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ ته خدای راپېښه کړې چې سوځیږو لر اوبر
موږ مغرور یو کبرجن یو موږ هر یو یو دخپل سر
نوروخپلو کې لاس یو کړ هغوی مشر کړ خپل خر
موږ له هرچا ځان لوړ بولو خو لا نه لرو رهبر
ځکه زه بسمل کړېږم ناسورشوي مې زخمونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
ته خبر نه یې که څنګه شپه او ورځ ووري بمونه
سر په سر جنازې درومی لوېشت په لوېشت دي لحدونه
هم مو مال هم مو عزت لوټ هم مو سوځي تاریخونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
یادونــــــــــــــــــــــــه :
ټول تصویرونه له افغان ویبپاڼو لکه تاند،لوی افغانستان اوځینو نورو څخه رااخیستل شوي دي زه له ټولو تصویري ژورنالستانو څخه مننه کوم چې دبشري حقونو دمتجاویزینو شومې او بدرنګه څېري دبشریت په وړاندې بربنډوي .
دنښتر درنو او عزتمنو لوستونکو!
ستاسو ټولو له زړه سوي او همغږي څخه مننه چې زما له درد او اواز سره مو ښوولې او دملاتړ بې شمېره تبصرې مو را لېږلې دي د نه خپرېدو له وجې یې له تاسو څخه بښنه غواړم هیله کوم چې خپه نه شئ ستاسو ټولو تبصرې دحجم دزیاتوالي له کبله نه شم خپرولای ستاسو په استازیتوب دښاغلي شهزاد صاحب اوزرګر صاحب تبصرې خپروم ځکه چې ستاسو دتبصرو اهداف او باریکۍ دښاغلي شهزاداو زرګر صاحب په تبصرو کې په ښه ډول سره نغښتي دي .
راليږونکی : شهزاد
نېټه: 21.03.2011 23:21
ګران اوزړه ته را نژدی بسمل صاحب!
ستاسو شعرچی دسپرلی په هکله مو ډالۍ کړی دی واقعا دانسانانواوپه تيره بيا دمظلوم ملت دردونه اوکړاونه چی دظالم جابراوخون خوار امپرياليزم اودهغوې دګوډاګيانو لخواترسره کيږی دنړۍ ټولوخلکوخصوصا دمسلمانانو لپاره ښکلی پيغام دی .
مونږبايد نورونه غوليږو راځۍ په يواواز ددغو ظالمانو او استعمارګرانو مخه ډب کړو .
وسلام
شهزاد
بسمل صاحب ! له ټولو ناامیدیو سره سره تاسو ته دنوی کال مباره کی وایم الله د دا نوی کال د غلیمانو د ماتی کال وګرزوی ستاسو شعر په رښتیا هم دحالاتو ترجمانی کوی که جهاد څوک کوی همدا ستاسو په شان جهاد د وکړی دا دنورو د وطن دنړیدو جګړه هسی د دښمن کړنی دی نوی کال مو بیا هم مبارک
زرګر