http://larawbar.com/peace/?p=2164

له مکارو لا مکاره
له خونخوارو لا خونخواره
ولس ستا له لاسه غرق شو
ریا کاره ریا کاره
دا له کومه را نازل شوې
دتمام ولس قاتل شوې
خدای دې ژر ورک کړه بدکاره
ګناهکاره ګناهکاره

په ما ګرانو لوستونکو!
له تاسو ټولو څخه منندوی یم چې زما لیکنې په حوصله اومینه مینه لولئ ستاسو له تیلیفوني اړیکواو زرګونو ایمیلونو له رالېږلو څخه مننه کوم کور مو آباد دا چې تاسوشکر زیات یاست باور وکړئ چې دومره وخت نه لرم چې هر یو ته بېل بېل ځواب ولیکم اوکه په یو لیک سره ستاسوجمبست ایمیلونو ته ځواب درکړم کېدای شي ستاسو ایمیل پتې داسې کسانو ته هم څرګندې شي چې تاسو ورسره اړیکه لازمه نه بولئ ځکه دهمدې لیکنې په طرځ کې تاسو ته په یو وار لیکم، چې له تشویق، اخلاص او مینې څخه مو منندوی یم .
زه چې څه لیکم په خدای (ج) باور وکړئ چې زره تعصب له ماسره نشته او نه له چا سره دښمني لرم خو حالات دومره ترخه دي چې زغم یې نور راته ګران شي .
په پخوانیو رژیمونو کې هم لاس تر زنې لاندې نه وم ناست ما خاموشي نه وه اختیارکړې مادخپل ضمیر غږ تل اوچت ساتلی ما ته دا لویه ګناه ښکاري چې ظلم ووینم او خوله پټه کړم دا نه تنها زمابلکې دهر انسان انساني فریضه ده چې بایدد حق په لار کې له ژوند څخه هم تېر شي .
څوک چې نارواچارې وویني اودمخامخ مقابلې فزیکي یاشفاهي وس ورسره وي خوغوږونه مړه واچوي دا جرم دی له اخلاقي اړخه دا آن له مرګه بد تر ګڼم ځکه چې بیادانسان وجدان نا ارامه کیږي دانا ارامي دانسان دمرګ تر شېبې پورې ورسره مله وي ځکه له داسې دایمي مرګ څخه دحق په لارکې په هغه لمړۍ ګړۍ مرګ بهتر ګڼم له همدې کبله په ویاړ ویاړ لیکنې کوم او خپل وجدان مې ارام ساتم .
دا پاس کرښې مې ددې لپاره ولیکلې چې هم زما دنظر پلویان ما پوره وپېژني او هم زما دنظر مخالیفان له نېکه مرغه چې زما دنظرمخالیفان په نشت حساب دي .
څه چې نن اړین ګڼم هغه داچې په سلګونودوستانوما ته لیکلي چې سرلوړی اوسې قلم دې تل تاند اوسه له دې جملې څخه ښاغلی م . ف . انګار داسې لیکلي دي :
ستاپه قلم لیکل شوې هره جمله زموږ ددرپه دره ولس دبدې ورځې تمثیل کوي په مداري کرزي او تالیڅټو یې تندر راغورځوي .
ګرانو دوستانو په تېره بیا ګران انګار صاحب!
یو ځل بیا ستاسو له مینې څخه مننه کوم خوباور وکړئ چې زه له حامد کرزي سره هیڅ شخصي ستونځه نه لرم دکرزي په اړوند زماهره لیکنه که ظاهرأ ترخه ښکاري په حقیقت کې دهغه په ګټه ده خوکه هغه ورته متوجه شي .
کرزی سلاکاران لري داسلا کاران به کرزي ته ډول ډول مشورې ورکوي خودا دی لس کاله یې په دې لېوانو هم ځان وخوړ او هم زموږ دا تباه تباه هیواد نتېجه یې تر سپکو سپکې شوې .
کرزي که د هرې کچې شخصیت درلود هغه یې هم دخپلو خېټورو سلاکارانو له لاسه په باد وېوړ .
راځئ چې فرض یې کړو دکرزي دا دوره ختمه شوه نو بیا به څه کوي؟
په کلي کور او هغه ولس کې چې دی یې ځان ولسمشر بولی ځای لري؟
حامدکرزی که فرضأ شل کاله نورطبعي عمر ولري دا به چېرې تېروي ؟
دا دلسوکلونو دناروا بمباریو، چاپواوپه ولس د هر اړخیزو تېریو او آن قام وژنې دغچ اخیستلو لپاره به یو کس هم د کرزي مخ ته ونه دریږي؟
خامخا به یو چا ته په لاس ورشي نوځکه زما ترخې لیکنې دحامد کرزي لپاره دخلاصون لارې برابروي خو که په غور یې ولولي .
کېدای شي ماکرزي ته تندې خبرې هم لیکلې وي دابیا داسې مانا لري لکه ستاسو دکوریو غړی چې ویده وي او سهاروختي باید راپاڅېږي لمړی اودس اولمونځ وکړي بیا په خپلو ورځنیواړینوچاروپسې ووزي خوسهار شي او ته ورو ورته غږ کړې چې پلانکیه نا وخته شو را پاڅېږه اودس او لمونځ دې وکړه خو هغه داسې دروند ویده وي چې ستاغږ په غوږو نه ورننوزي اخېر مجبورېږې چې په لوړ غږ ورته ووایې خو بیا هم نه اوري وروسته بیاورجګ شې ورویې وښوروې خو هغه هیڅ نه خبریږي اخېر دې زړګی ورته ډک شي یوه ښه څپړه ورته سمه کړې سم خړس یې جګ کړې بیانوراپاڅېږي اودعوه درسره پیل کړي چې ولې دې ووهلم خو ته ورته ووایې چې څومره نارې مې درته وکړې چې جګ شه جګ شه اودس وکړه نا وخت دی لمونځ قضأکیږي خو تا هیڅ نه اورېده لمونځ اودس او ورځني کارونه ټول درڅخه پاتې شول نو ولې به څپړه نه درکوم؟
بس زما دا ترخې لیکنې حامدکرزي ته پورتنی مثال لري که نه نوره خوکومه دښمني ورسره نه لرم .
کله چې دولسمشري په لمړیوټولټاکنوکې ولس خپل زړه کرزي ته ورکړ ماد ولس لپاره دکرزي ملاتړ کاوه هیله مې وه چې حامدکرزی به دولس ارمانونه پوره اوهیوادبه هوسا اوبسیا کړي خو په لنډه موده کې ولیدل شوه چې دسیسه خورا لویه او کرزی هسې د ولس دغولونې لپاره را مخ ته شوی دی .
د بن په کنفرانس کې په ناڅاپي ډول دستار سیرت عوضیدل په حامد کرزي اوبیا تر نن ورځې په دې کورسۍ دپاته کېدولپاره دکرزي ډول ډول عوام فرېبي ددې سبب شوه چې زماپه شان نورخلګ هم کرزي ته ترخې ترخې لیکنې وکړي .
لس کاله کیږي چې زموږ ولس دظالمانو په لمبو کې سوځي هر ځل چې په ودونو،هدیرو ولسي ځایونو او کلیو بانډوبموري شوې کرزي یوڅوڅاڅکي اوښکې په ریاکارانه ډول سره تویه کړې دي هیئت یې تعین کړی،سوله ساتو؟؟ ظاهرأ بښنه غوښتې یا نه خو وروسته له یو دوو ورځو څخه یې زموږ وګړي هغومره نور وژلې دي .
داسلسله په دالسوکلونوکې همداسې روانه ده جنازې په جنازو پسې ځي هیئت په هیتونو پسې روان وي تر څو چې دبدبخت پښتون وروستی په درانه خوب ویده کس هم له (ساري ؟؟) سره سر وخوري اونور یو پښتون هم پاته نه شي .
درنو خویندو او وروڼو!
زه پښتون یم اوپه دې ویاړم چې پښتون یم خونه یوازي دخپلو ټولو وروڼوقومونو درناوی کوم او راته ګران دي بلکې دنړۍ په مخ دهر انسان درناوی هم په ځان فرض ګڼم .
زه دچاله مذهب سره کارنه لرم دټولو مذهبونو لار په هغه یو لوی خالق ورغلې ده خوله بده مرغه چې دهغه لوی خالق مخلوق یو او بل د مذهبونو،ګوندونواو نورو ډول ډول جوړښتونو په سر سره وژني .
زما په سر کې د رنګ، پوست سیمې او ژبې په وړاندې هیڅ کرکه وجود نه لري زه داټوله نړۍ خپل کور ګڼم او په دې کورکې دهر ورور او خور په مړینه،بدې ورځې او هر ډول ناخوالو سخت خپه کېږم .
پدې ټوله نړۍ کې چې څوک ناځواني ،جفاکاري،غولونې،سل ډوله نور فرېبونه او دسیسې جوړوي ما په غوسه کوي .
زه چې په حامدکرزي نیوکه کوم داددې مانانه لري چې زه کومه دښمني ورسره لرم بلکې قهرمې په دې راځي چې هغه د دې درنې چوکۍ وړتیا نه لري هغه هره شېبه د ولس په سترګوکې خاورې وراچوي هغه دهیواد دسبا هیڅ پروا نه لري یوازې ( پهلوان زنده خوش است) .
تاسې وګورئ چې وړمه ورځ یې د یو بېګناه کنړي ټپي ماشوم په ریاکارانه ښکولولوسره خلګ وغولول او دا پرون پرون دکندز د ځانمرګې پېښې په اړوند کرزی وايي چې :
د افغانستان د خلکو د دښمنانو دا ډول وحشي تروریستي بریدونه به هیڅکله هم د هېواد د امنیتي ځواکونو او په امنیتي ځواکونوکې د افغان ځوانانو د شمولیت روحیه کمزورې نه کړي،بلکې د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې او د تروریستانو د ځپلو په لاره کې به ددې هېواد د ځوانانو هوډ لا پیاوړی کړي“
عزیزانــــــــــــــــو!
اوس نو تاسو پخپله فکر وکړئ چې آیا په داسې دردوونکو شېبو کې یوولسمشر یوازې همدومره بایدووایي لکه حامد کرزي چې وویل او که څه
نور هم وکړي ؟

پکه دا دې لا بله سپکه :

همدا لحظه خبر را ورسېد چې د کونړغازي آباد په ولسوالي کې دناټوالوتکوبیاپنځه کسان ووژل خبرپه لاندې ډول دی :
ناټو: کونړ وﻻيت کې پنځه وسله وال وژل شوي
د ناټو د نن ورځې په خبرپاڼه کې، د کونړ وﻻيت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د پنځه تنو وسله والو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی. خبر زياتوي، چې دغه کسان په سپکو وسلو سمبال وو او د ناټو په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.
څو اوونۍ د مخه هم په همدې سيمه کې د وسله والو د وژلو رېپوټونه ورکړل شوي وو، خو وروسته څرګنده شوه ، چې په کونړي وﻻيت کې 73 تنه ملکي خلک وژل شوي دي.
د دې ورستيو عملياتو رېپوټ په داسې مهال ورکول کيږي، چې يوه ورځ مخکې ولسمشر کرزي په دغه وﻻيت کې د خپل سفر په لړ کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو د بندولو خبره کړې وه. اوس خو داسې مالوميږي، چې له ښاغلي کرزي څخه هم خوار ملا جوړ شوی.
سپينتمان
دا خبر دروحي ویبپاڼې ته را رسېدلی و.
را به شو خپلو خبرو ته چې هغه هم په حامد کرزي راڅرخي .
دحامد کرزي تر ټولولوی جرم دا دی چې دجنایتکارانو مرستیالي یې کړې دا ډول کړنه دحقوقي نورمونو خلاف عمل دی چې دقانون په ځانګړو مواداتو سزأ لیدلای شي .
که په یوه جرمي پېښه کې بې له متهمله درۍ نورې مقابلې څېرې وګورو چې هغه عبارت له مجرم ، جرمي همکار دریم هغه څوک چې نه مجرم دی او نه یې له مجرم سره مرسته کړې خودجرمي صحنې ټول جریان یې په خپلو سترګو لید بیا هم خاموش پاته و نه پخپله لاس په کار شو او نه یې کوم بل چا ته غږ ور وکړ.
دا پورتني درۍ واړه کسان ځانګړې سزاوي ویني مجرم له ټولو سخته سزأ ویني خوکله ناکله دجرمي پېښې د مرستیال رول دومره لوی وي چې دهغه په همکاري سره مجرم هغه څه ترلاسه کړي چې پخوا یې په پام کې هم نه و خو مرستیال په اګاهانه ډول داسې زمینه ورته برابره کړي .
په پورتني صورت کې له مجرم څخه هم دمرستیال پېټی درندیږي مانا زیاته سزأ ویني .
نو زما ګرانو خویندو وروڼو!
حامد کرزي له مجرمینو او جنګي جنایتکارانو سره دومره لوړه مرسته وکړه چې د ده سزأ به له مجرمینو څخه لوړه وي .
یو لنډ مثال :
دلسوکلونوپه جریان کې راغلو نابللوداسې کرغېړنې کړنې ترسره کړې چې دخپل ځان ددایمي حضور لپاره یې په لوی لاس دجګړې ساحه پراخه کړه په پښتون مېشتوسیمو کې یې داسې لمبې بل کړې چې هم یې پښتون په پښتون وواژه او هم یې د هغو سیمو پښتانه له زده کړو څخه محروم کړل .
په غیر پښتون مېشتو سیمو کې نه تنها چې ښوونه او روزنه په مخ وړاندې ځي بلکې پرله پسې پوهنتونونه هم پسې پراخیږي .
که دټولو پښتنو له ولایاتو څخه لوړو زده کړو ته بریالي پښتانه وشمېرل شي نو دجاغوریو دولسوالي په اندازه هم نه دي پرېښودل شوي .
دا جریان حامد کرزي ته مالوم دی خو قصدأ خاموش دی مانا دجرمي صحني داسې یو ناظر دی چې که وغواړي یو څه کولای شي مانا دجرم مخه نیولای شي خو له بده مرغه همداسې سوکمون بوکمون ناست دی .
دلته به داهر څه اخوا پرېږدم رابه شم زموږ یو شمېر متعصبو تاجکو، هزاروو او ازبکو وروڼو ته چې دوی په دې زیات ویاړي چې د دوی وروڼه زامن لوړو زده کړوته تېر شول ډاکتران به شي ، انجنیران او نور او نور به شي او دپښتنو په دې بدې ورځ خوښ دي چې ښه شول چې له تحصیل څخه بې برخې شي در په در وګرزي او واکداري ټوله موږ ته را پاته شي .
اوس به نو زه داسې صاف او پاک دغویو شمېر متعصبو ته ووایم کرزی دې هم واوري :
دهر پښتون محرومول له زده کړوڅخه سبا تاسو ټولو ته لمبې راوړي هر څوک چې په علم ملبس نه وي هغه دهر چا لخوا په ډېراسانه ډول سره غولېدای شي .
زموږګاونډیان زموږ غلیمان دي دوی به له هربې علمه افغان څخه دومره ناوړه ګټه پورته کړي چې نه به دتاجک ډاکتران او انجنیران ارام ژوندورڅخه وکړي او نه دهزاروو او نورو.
زما په نظر بهترینه انساني او عادلانه لار داده چې په لمړي قدم کې له نا امنو ولایاتوڅخه ځوانانو ته دلوړو زده کړو ښه چانس ورکړ شي لویو ښارونو ته راجزب شي اوورپسې دهرولایت په سهمیه فکر وشي دابه دانصاف تر څنګ هم د نورو وروڼوقومونو په خیر وي اوهم به د هیواد دسوکالي سبب شي .
په درنښت
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دپورتني مطلب په یوه برخه کې ما لیکلي دي چې دکرزي ډول ډول عوام فرېبي ددې سبب شوه چې زماپه شان نورخلګ هم کرزي ته ترخې ترخې لیکنې وکړي دا دی ژوندۍ بېلګه یې په لاندې لینک کې ولولئ :

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=روانېچارې&article=4891

که کرزی زموږ ولسمشر نه وای نه څه به کیدل؟
داکتر کاکا جان سهار
14/3/2011
محترم کرزی صاحب څه به شوی وای که افغانستان ستا په شان یو ولسمشرهیڅ نه درلودلای ؟؟؟؟
کرزی صاحب ته به هم ښه ځانته په غوره کې وې چه ښه حکومت خو د وکړ :
پوهیږم چه واکمن زیاتره وختونه ډیر ځانمن او خودخواه وی ځکه کرزی صاحب هم چه یو واکمن د ی نو حتمن به له ځان سره په خپل خیال کې او یا د ولس په وړاندې د سټیج په سر باندې د خپلې ښې واکمنی لاپې شاپې وهی . کرزی صاحب به د خپلې واکمنی دوره د افغانستان یوه ډیره روښانه دوره بولی او هغه به حتمن پخلپو کړنو ویاړی. له تاریخ څخه به هم هیله کوی چه د راتلونکو لپاره دده ډیره بهادری او قدردانی پخپل ځان کې را ونغاړی .
خو محترم کرزی صاحب زه له تا څخه یوه غوښتنه لرم هغه داچه د لږ د فرصت په وخت کې دخپل ځان څخه دا لاندې یوڅو پوښتنې مطرح کړه:
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->تر هرڅه لومړی د خپل ځان څخه و پوښته، چه که زه (کرزی صاحب) د ولس مشر په ځای د افغانستان یو ښه نامی ډاکو وای نو ایا ما او زما نورو ډاکوانو ملګرو به تر د لاهم زیات د دې ولس شتمنی لوټ کړې وای او تر دې زیات به مې لا څومره نور د خپلو ډاکوانو یارانو خیال ساتلای وای؟؟؟؟؟؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->بل دا چه که زموږ هیواد هیڅ ولسمشر نه درلودلای ، ایا زموږ هیواد به ترد زیات نور هم بدتر حالت ته رسیدلی وای ؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که زه هیڅ ریس جمهور نه وای ، ایا زموږ په هیواد کې به تر د نوره هم خپل سری او د هیواد د مظلوم ولس تباهی زیاتیدله ؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغانستان هیڅ ولسمشر نه درلودلای ، نوایا تر د به هم زیات زموږ ګاونډیانو زموږد هیواد د ملی هویت او ملی ګټو په ضد باندې خپل پلانونه ښه په ډاډه زړه په هیواد کې د ننه پیاده کولای شوای؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغانستان هیڅ ولسمشر نه درلودلای، نو ایا دا هیواد به تر دې لاڅومره نور د هر بیګانه هیواد د ټولو ناروا غوښتنو د پوره کیدلو په مخ خلاص او بې خاونده وای .
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغانستان هیڅ ولسمشر نه درلودلای ، ایا زموږ ولس او ټولنه به تر د نوره هم زیاته د پردیو کلچرونو د تهاجم په وړاندې بې سرپوښه او بې ځوابه وای؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->ایا زموږ ګاونډیانو به تر د زیات نور هم زموږ د ولس په ربړولو او وژلو باندې د خپل زړه تڼاکې چولې او اوبه کړې وای؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->ایا زموږ ګاونډیانو به تر د زیات نور هم زموږ د ښونځیو په تعلیمی نصاب کې لاس وهنې او زموږ د ملی هویت په وړاندې چلنجونه را ټوکولی وای؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که زموږ هیواد ولسمشر نه درلودلای ، ایا زموږ د هیواد په شورا او کابینه کې به زموږ ګاونډیو هیوادونو ترد زیات خپل وزیران او وکیلان درولای شوای ؟؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغان ولس ولسمشر نه درلودلای، نو ایا تر د به زیات پدې ولس باندې رشوت ، فساد ، لوټ او تالان راغلی وای ؟؟؟؟؟ ایا ترد به زیاتې دولتی ادارې په فساد کې ډوبې شوې وای ؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغانستان هیڅ ولس مشر نه درلودلای، نو تر د به زیات دا ولس پخپلو منځونو کې سره بې اتفاقه او جنګیدلای وای او تر د به په زیاته زموږ خوندې او میندې بورې او وررې شوې وای؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که احیانا زه د افغانستان ولسمشر نه وای ، نو ایا ترد به هم زیات د پښتون ، تاجک ،هزاره او ازبک قومونو تر منځ ستونزې او نفاق په لمبو راغلې وای ؟؟؟، او ایا تر د به زیات د افغانستان د اکثریت توکم پښتون په حقه حقوقو باندې تیری شوی وای ؟؟؟ ته دا تصور وکړه چه که مثلا زما په ځای زما دا بل یار دا ډبل عبدالله او یا زما د ښی لاس مرستیال صاحب ډبل فهیم د واک په ګدی ناست وای نو څومره نور به یې خپل سفیران مقرر کړی وای او څومره نورې ناخوالې به یې پدغه ولس باندې راوستلې وای ، ایا دغه ولس به یې تر د زیات په کوم سیند کې ایله کړی وای ؟؟؟؟
<!--[if !supportLists]-->• <!--[endif]-->که افغانانو ولس مشر نه درلودلای ، نو ایا دوی به تردې لا نورهم زیات د خپل داخلی سیاست په اړه ډیرو مصلحتونو ته اړ شوی وو.
کرزی صاحب – د ولس سره ستا د شته والی او نشته والی په صورت کې دا او د ته ورته پوښتنې او د هغه ځوابونه ټول شته ، خو کله چه ته هم دا پورته او د ته ورته نورې په زرګونو پوښتنې خپلې مخې ته کیږدې ، هغه ته ځوابونه را پیدا کړې او خپل اوسنی رول دهغه د ځوابونو سره پرتله کړې ، نو که ریښتیا هم لیونی نه وې ، نو یاره خپله چپنه به په اوږو باندې واچوې او څوړ غوږونه به د ارګ څخه ووزې چه په کومه خوا ځې هلته به ولاړ شې .
دا ولس به پریږدې چه د غربیانو د تربیه شویو سپیو اویا ستا د شمالی ټلوالې د انسانی سپیو په ځای یې لیوان وخوری .
ځکه چه ستا شته والی او نشتوالی دغه ولس ته یو شان دی.
خو که د بیاهم د ولسمشری له پستې څوکی څخه زړه نه کیږی نو کوښښ وکړه چه لږ میړانه په ځان کې را پیدا کړې . په هره بیه چه تمامیږی په بیړه سره د خپلې شاخوا څخه دا درټول شوی داړه ماران لرې کړه ، ځان ددوی له منځ څخه د ولس منځته راوباسه، ته اوس دغه څوډاکوانو او ولس دښمنه عناصرو پخپل منځ کې را چاپیره کړی یې . هغوی تا دهیڅ سم شی کولو ته نه پریږدی او نه د ولس ریښتینی خادمان ستا څنګ ته در پریږدی . ستا ټوله شاخوا د څو کثیفو او افغان دښمنه کسانو په واسطه محاصره شویده . دوی ته په روحی لحاظ محوه کړی یې ، ددوی په منځ کې هیڅوک ښه نشته. که بیخی هغه د چا خبره ددورو دانې هم شی دا لس کاله ددغه ملت ورباندې تر پوزو راوستلو نور د خدای په لحاظ بس ده .
کرزی صاحب خدای ته وګوره یو څه پښتنی او افغانی غیرت په ځان کې را ژوندی کړه دا هیواد پخوانیو واکدارانو دتورې په زور ساتلی او تردې وختونو پورې یې رارسولی دی، دوی به توره د هیواد د بهرنیو دښمنانو څخه وړاندې د هیواد د داخلی دښمنانو په وینو سره کوله. زموږ په تیرو تاریخونو کې افغانستان تر دې ډیرې سختې ورځې درلودلې خو افغانستان هیڅکله هم دنن په شان کمزوری، پاشلی او بې نظمه نه وو. ځکه بهرنی دښمنان هیواد دومره نشی کمزوری کولای لکه داخلی دښمنان ، چه ستا په واکمنی کې مزې کوی مزې.
کرزی صاحب مزې چړچې به نورو کړې وی خو ته باور ولره چه تر کارمل او شاه شجاع به لږ نور هم ور ها خوا د افغانستان په تاریخ کې د یوه ډیر شرمیدلی ولسمشر په نامه ثبت پاتې شې ، تل به ستا او ستا دټولې کورنی او ټول ټبر مختور وی . لږ د خپل هیواد ملی ګټو ته اولیت ورکړه ، د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو څخه زموږ د ولس او وژل شویو پرګنو دوینو بیه مه اخله . ډیره دشرم خبره ده چه ته دهفوی څخه د بیسو ډکې کڅوړې اخلې او هفوی بیا ددې په بدل کې هره ورځ زموږ په سلګونو بې ګناه هیوادوال په دارونو باندې ځړوی او ته ورته خړ خړ ګورې خو ترخوله ورته سپوڼ هم نشې را ایستلای.
کرزی صاحب ته پرته لدغه څو غلو او داړه مارانو څخه هم ولسمشری کولای شی. ته هر څه کولای شی ایمان مه غورځوه ، که په تا کې لږ متره او تریخوالی ووینی نو ته باور ولره چه ډیر غیرتی ولس ستا شاته ولاړ دی ، ستا دریاست جمهوری دوره به هم پوره شی خو دا ولس به بیاهم تا پری نږدی چه د ارګ څخه ووزې او تا به تل پخپل سر کینوی خو که ته دا نور ګیدړان له خپلو اوږو کښته کړې . ددغه ټولوغلو او داړه مارانو لړمونونه وڅیره او ددوی په واسطه د ولس خوړلی وینې بیرته دولس په سر ور وشینده.
کرزی صاحب که څه هم غربیان به د وخت یوه ستونزه وی. خو د غربیانو په تناسب دولس په وړاندې ستا شړیدلې ، غله او له فساده ډکه اداره ډیره دردوونکې ستونزه ده، زموږ ولس د غربیانو به نسبت ستا په شاخوا باندې د راغونډو شویو داړه مارانو په واصطه ډیر کړیږی، ددوی د بد نیت او غلتو راپورونو په ټس کې زموږ ولس د غربیانو په وړاندې د خپلې هر بېګناهی دوه برابره بیه ورکوی . تاته درڅیرمه داړه ماران له یوې خوا غربیان ته ډار ورپه یادوی او د پښتون میشته سیمو ټکولو ته یې هڅوی ترڅو په غیر مستقیم ډول پښتانه هم دغربیانو انتقامی څواب ویلو ته اړ او وپاروی او له بلې خوا دوی د ملت په چور او چپاول کې ښې خلاصې مټې وګرزی.
کرزی صاحب دا چه اتلافی قواوو د اکا یا داکا زوی درته شهید کړ پوهیږم چه په کرز یا په پلار نی ټاټوبی کې د نور د استوګنې ځای درباندې ودریدلو، د هغه زوزاده حتما تا دخپل پلار قاتل بولی . که یې هر وخت درباند وس کار وکړی نو پریښودلو واله د نه دی . او ښکاره ده چه ته به تل درحیم وردګ په شان کوم بل ښه خدایی پهلوان څوک ددفاع لپاره هم ونلرې . که څه هم داسې ښکاری چه تا پس له ریاست جمهوری څخه په سعودی عربستان کې د خپلې پناه لپاره ترتیبات نیولی دی . خو زه دا وایم چه ته راشه په دا اخر کې داسې کارونه وکړه چه د هر افغان کور ستا د استوکنې یو خوندی ټاټوبی جوړ شی . په ریښتینولی او نوښتونو سره د افغان ولس زړونه تر لاسه کړه هم به دتاریخ یو څه سم شی او هم به د ځای او دعاګوی پیداشی .
کرزی صاحب ځولی درته غوړوم د ولسمشری وخت د ډیر لږ پاته دی ، لطفا پخپل ځان او خپل چاپیریال کې بدلون راوله خیر که تاته دا بدلون منفی هم ښکاری، خو چه د هیواد او ولس ملی ګټې خوندی کوی دغه بدلون ته ملا وتړه. هیڅ کورنی او بهرنی هم ستا مخې ته نشی دریدلای. په لوی الله توکل کړه . که څه هم ماته داسې ښکاری چه ته لومړی د تالبانو په را پخولا کیدو سره خپل بغل قوی کول غواړې او وروسته به ددغه درچاپیره شویو داړه مارانو چاره کولو ته مټې رانغاړې ، خو دا ډیره لرې او ناشونې خبره ده ، ځکه ترڅو چه دا داړه ماران ستا تر شفقت لاندې او ستا پڅنګ کې وی نو دوی به هیڅکله هم تاته د هغه سیند څخه د اوبو څښلووخت درنکړی د کوم د اوبو څښلو ته چه ته تږی یې .
کرزی صاحب ستا په روحی دنیا کې د یوه زړور بدلون په هیله .
مننه
داکتر کاکا جان سهار