په پورتني تصویر کې دبایرن آیالت دپارلمان ماڼۍ وینئ
http://larawbar.com/peace/?p=2118
بســــــــــــــــــــــــمل
دتېرو دوو اونیو په لړکې په مظلوموکونړیانوظالمانه بمورۍ اوورسره جوخت په جلال آبادښارکې دکابل بانک پېښه ددې سبب شوه چې دهېواد په دننه او بهر کې دافغانانو غوسه نوره هم را وپاروي . Amerikanische Soldaten lassen ihre gefährlichen Hunde bei der Hausdurchsuchung auf wehrlose Frauen und Kinder los. Auf der einen Seite rufen die Amerikaner nach mehr Rechte für Frauen aber auf der anderen Seite lassen sie die Frauen durch ihre gefährlichen Hunde beißen. In den letzen zwei Wochen sind in der Provinz Kunar über 22 Frauen und über 55 Kinder allein durch die Bombardierung der US-Amerikanischen Kampfflugzeuge gestorben Amerikaner töten auf der einen Seite unschuldige Paschtunen unter dem Vorwand der Taliban und auf der anderen Seite unterstützt die Regierung der USA weiterhin geheim und offen die Taliban عزتمنو خویندو او وروڼو! پورتنی تصویر دمېرمن شټام دی په پورتني تصویر کې ګردی مېز لیدل کیږي دا تصویر دغونډې یوه څنډه ښيي په دې تصویر کې دغونډې هغه برخه وینئ چې افغان مېرمنې پکې ناستې او دکونړ دبموریو قاب شوي تصویرونه په لاس لري قدرمنولوستونکو! قاتل بیتراییس داهم وایي چې داماشومان خویې خپلومیندو او پلرونو زموږ دبدنامي لپاره سوځولي دي تر څو زموږ نړیوال پرستژ کمزوری کړي . مېرمن شټام دلوړ قد، ښکلي غږ او ډېر ښه کرکترلرونکې ښځه ده زموږجدي هیله : په کونړ ولایت کې د امریکایانو وروستی جنایت په لاندې لینک کې لیدلای شئ
موږ بهرمېشتې افغانان که جسمأهرڅومره له خپل ګران پلرني ټاټوبي څخه لرې یو خو روحأ هره شېبه له هېواداو هېوادوالو سره مله یو .
زموږ هېواد اوهېوادوال په موږ بهر مېشتو افغانانو دا حق لري چې دهر راز ناخوالو په اړوند دتل په شان خپل غبرګون وښیوله همدې کبله مویوځل بیا په جرمني کې له پردېسو افغانانو سره دګډې مشورې له مخې پرون ورځ دبایرن آیالت د پارلمان په ماڼۍ کې دخپلو بېګناهو افغانانو غږ اوچت کړ .
دبایرن آیالت دپارلمان په ماڼۍ کې پرون د ښځونړیوالې ورځې سلیزه یا پېړۍ لمانځله کېده د یادې لمانځنې
نوښت دجرمني په بایرن آیالت کې د شنه ګوند لخوا شوی و په دې غونډه کې نه یوازې د بایرن آیالت له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو ګډونوالو برخه لرله بلکې له اطریش څخه هم یو شمېر مېلمانه راغلي وو.
دنورو بهرنیانو ترڅنګ زموږ کولتوري ټولنې هم درسمي بلنلیک ویاړ درلودپاته دې نه وي چې دتېرې فبروري میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه په مونشن ښارکې د ناټوغړوهېوادونو د امنیتي کنفرانس په ضدیولوی او بریالي لاریون کې دشنه ګوندپه ګډون دنوي ۹۰په شااوخواکې دنوروسیاسي اوکولتوري ټولنوغړود افغانانو دکړاو ختمېدوپه اړوندله ناټو څخه جدي غوښتنې وکړې ددې ترڅنګ یې زموږ افغانانو ډېر زیات درناوی وکړ زموږ شعارونواوبصري تبلغاتي پاڼوته یې دخپلوترانسپورټي وسایطو لپاسه دنصب اجازه هم راکړه که تاسو دهغه لاریون په اړوند زموږ مصویر اواوږد رپوټ نه وي لوستی کولای شئ ددې رپوټ په وروستۍ برخه کې دنښتر لینک کښېباسئ اویا یې درواخلئ :
راګرزم پرونۍ غونډې ته چې له پلان سره سم دماښام په اوو ۷ بجو پیل شوه دا هم باید زیاته کړم چې دماښام په شپږنیمو بجو دومره خلګ راورسېدل چې یوه چوکۍ هم نه وه وزګاره همدا وخت موږ غنیمت وګاڼه په ناستو او ولاړوکسانو مو دا لاندې مصورې پاڼې چې په جرمني او پښتو ژبو لیکل شوې وې ووېشلې :
امریکایان له یوې خوادښځودحقونو نارې وهي خوله بلې خوادتالاشي په مهال امریکايي سرتیري ښځې اوماشومان په خطرناکوسپیوداړي
په تېرو دوواونیوکې ۲۲مېرمنې اوله ۵۵ څخه زیات ماشومان یوازې دکونړ په ولایت کې دامریکايي جنګي الوتکو په بموریو کې وژل شوي دي
امریکایان له یوې خوادطالب په پلمه دبېګناهوپښتنوعام وژنې ته دوام ورکوي او له بلې خوا په پټه اوښکاره طالبان تمویلوي البته هغه دطالب په نوم خپل اجنټان
داچې دښځونړیوالې ورځې سلیزه لمانځله کېده دښځو په زغم او لیاقت خبرې کېدې نودسپیوپه وسیله دافغان مېرمنواوماشومانوداړلو دپرونۍ غونډې په ګډونوالو خورا منفي اثر وغورځاوه .
دپورتنیو تصویرونو په لیدلوسره ډېرو ناستواو ولاړوکسانوخپل جدي غبرګون وښود چا به سرونه ښورول چا به یواوبل ته په عجیب ډول کتل داسې کسان مې هم ولیدل چې له سترګو څخه یې دعاطفې اوښکې را بهېدې دوی دا وعده هم وکړه چې داپاڼې به په لوړ تیراژ چاپوي اوپخپلوسیموکې به یې ویشي ترڅودانورناخبره هم پرې خبر شي .
دغونډې پوره جریان په لاندې ډول و:
لکه چې مخکې مې ولیکل غونډه دماښام په اوو ۷ بجو پیل شوه دغونډې ویانده مېرمن شټام نومېده په لمړۍ برخه کې یې څوویناوالې مېرمنې په خپل وار راوبللې چې هرې یوې د ښځو په اړوند اړینې مقالې ګډونوالو ته واورولې .
له مقالو څخه وروسته مېرمن شټام یو ګردی مېز برابر کړی و چې څلورو مېرمنو یو له بل سره د ښځودوړتیا او ستونځو په اړوند په زړه پورې خبرې وکړې مېرمن شــټام به داسې پوښتنې ګردي مېز ته وړاندې کولې چې ځوابونو ته به یې دګډونوالو تلوسه ګړندۍ کوله .
دا ګردی مېز ډېر بریالی و له اطریش څخه راغلې مېلمنه مېرمن رایمر پکې ښه وځلېده .
له ګردي مېز څخه وروسته غونډه دوهم پړاو ته ځي له لمړني تالار څخه ګډونوال بهرلوی دهلیز ته راوزي هلته له ګردو ګردو مېزونو څخه راتاواو په ولاړي ګروپي روغبړ پیل کیږي .
ترکومه چې ما لیدل او له ډېرو کسانوسره مې خبرې وکړې هغوی دافغانستان په اړوند ډېره خواشیني ښوده .
کله چې ما دبېلګې په ډول دجګړې ځپلو سیمو لکه کندهار، هلمند، پکتیکا، لویې پکتیا، خوست ، ارزګان، زابل ، وردګو اونورو سیمو تصویرونه وروښودل دوی هک پک پاتې شول وېل دا دیموکراسي ددې لپاره وه ؟
کله مې چې دننګرهار په هسکه مېنه کې دیو واده بموري وروښوده سخت پرې خوابدي شول ماوېل دالس کاله کیږي چې زموږ عام وژنه دوام لري .
په افغانستان کې یو بام او دوه هواوې دي په هرات او مزارشریف کې یو څو کسان دسوداګرو په نوم په کال کې زرګونوکسانو ته ډلیز ودونه راپورته کوي چې هر واده په کال کې یواولادزېږوي خوپه نوروسیموکې بیا سوله ساتي ؟؟ زموږ د بېګناهوخویندو او وروڼو ګلالي ماشومان په ظالمانه بموریوکې وژني چې وروستۍ بېلګه یې دمظلومو کونړي ماشومانو عام وژنه په دې لاندې تصویر کې لیدلای شئ
دتروریزم ځپلو په پلمه راغلي ترورستان اواشغالګر به هلته پرېږدورابه شودې ته چې پرونۍ غونډه په خورا
برم او عزت سره پیل اوختمه شوه زموږ افغانانوله ګډون څخه ګډونوالو پوره رضایت څرګندکړ مېرمن شټام زموږ ډېرزیات درناوی وکړ په اخیر کې یې له ما اواغلې نسیمې ابراهیمي خورسره دالاندې تصویر واخیست
موږ بایرن مېشتې افغانان په اروپااو ټوله نړۍ کې له خپلو پردېسوافغان خویندواووروڼوڅخه جدي هیله کوو په هر ملک کې چې مېشت وي هلته دې د هغه هېواد په سیاسي اوټولنیزو مجلسونو کې برخه واخلي، د خپل ولس اوهېواددردونه دې نړیوالو ته ورسوي ګوندې په نهایت کې دازمینه برابره شي چې حق حقدارته ورسیږي .
موږ باید دعدم تشدد لار خپله او دخپل حق غوښتنه دبیان له لارې وکړودباچا خان په لاربرابرقدم کښېږدو، لکه څنګه مو چې ثابته کړې ده همداسې باید بیاهم نړیوالو ته وښیو چې له موږ سره ظلم کیږي، زموږ قام وژنه روانه ده له افغانستان څخه یې جنګي لابراتوار جوړ کړی هم موږ پکې سوځوي او هم زموږ تاریخ او ویاړونه .
مننــــــــــــــــــه :
د جرمني له ګوټ ګوټ څخه په تېره بیا په کلن ښارکې دکونړ ځوانانو دکولتوري ټولنې له غړو څخه دزړه له تله مننه کوو چې زموږ دپروني نوښت ملاتړ یې کړي زه باور لرم چې دالړۍ به دوام ومومي اوبایدومومي ترڅو دا ناخوالې له مینځه وېسواویاخوپه دې ډول ملي پاڅون را پورته کړو چې مسؤلیت به یې بیا په ځینو نړیوالووي .
دناټوغړو هېوادونو ضد لاریون په لاندې لینک کې لوستلای او لیدلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/14839
سرلوړی او آزاد دې وي افغان ولس