http://larawbar.com/peace/?p=1869
دسهیلي آلمان ورځپاڼه: لویدیځ بايد په افغانستان کې په خپلې ماتې اعتراف وکړي
يوې المانۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د غرب ستونزو ته په کتو په دې ټينګار وکړ، چې لوېديځ بايد په افغانستان کې خپله ماتې ومني. زوددويچه سايتونگ په يوه تحليل کې ليکي: اړينه ده چې نور غرب په افغانستان کې خپله ماتې ومني. ډېرى المانيان په دې باور دي، چې په افغانستان کې شاتګ تر سبا، نن غوره دى. د نوي مېلادي کال په پيل او کرېسمس کې، د يوې الماني وژل کېدو يو ځل بيا په افغانستان کې د نظامي عملياتو په اړه پوښتنې راپورته کړې. دا ځل وژل شوى کس پوځي نه وو، بلکې يو مرستندوى و. ورځپاڼه وړاندې ليکي: اوس لودېځ په دې نظر دى، چې بالاخره يې له دې ننګونې د خلاصون لاره موندلې، او هغه داده چې افغانان بايد دخپل هېواد د امنيت مسوليت په خپله غاړه واخلي البته د امکان ترحده ژر. په دې منځ کې په دې اړه خبرې اترې ترسره شوې، او په پاى کې ٢٠١٤ کال افغان ځواکونو ته د ټول هېواد د امنيت سپارلو نېټه وټاکل شوه.
ليکوال د خپلې شننې په يوه بله برخه کې ليکي: هېڅوک نه شى کولاى چې ووايي: په دې وخت کې شرايط دې ته برابر دي چې بهرنيان له دې هېواده ووزي. د افغانستان د جنګ په اړه څېړنې او بيا کتنې دا په ګوته کوي چې تردې مهاله په افغانستان کې د لودېځ ټولې ستراتېژۍ له ننګونو سره مخ دي. واقعتونه تريخ دي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې لودېځ له ټولو پايلو سره خپلې ماتې ته تن ورکړي.
دا لاندینی مطلب هم دلوستلو وړ دی :
2011 کال په افغانستان کې دامريکايي ځواکونولپاره ټاکونکی دی
الجزيره په خپل يوه تحليل کې ليکي ، چې 2011 کال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لپاره يوټاکونکی کال دی ، چې يا به يې جوړ کړي او يا به يې وران کړي. د تحليل له مخې سره له دې چې باراک اوباما افغانسان ته پنځوس زره نورسرتېري واستول او د بهرنيو پوځونو شمېر په دې هېواد کې 140 رزو ته ورسېد، خو ګوروچې تېر کال دبهرنيوځواکونو لپاره تر ټولوخونړی کال و او د بهرنيوپوځيانود مړو شمېر 707 تنوته ورسېد ، چې د ورځې تقريبا دوو تنو ته رسيږي، دملکي وګړود تلفاتو کچه هم شل په سلوکې زياته شوه . که څه اوباما په افغانستان کې د پرمختګ خبره کوي ، خو دی چې افغانستان ته تللی و، په خپله يې له بګرام څخه د وتلو جراًت ونه کړ او يوازې درې ساعته يې هلته تېر کړل. نو په دې توګه راتلونکی کال به د امريکې لپاره په افغانستان کې ټاکونکی او فيصله کوونکی وي.
دلوی افغانستان او روهي له ویبپاڼو څخه په مننه