http://Larawbar.com/data/image/news/top_295_198.jpg

http://larawbar.com/peace/?p=1811

لوى افغانستان ته د سترې محکمې يوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د لويې څارنوالۍ له خوا د کانديدانو د درغليو په دوسيو کې د ديرشو تنو برياليو اعلان شويو کانديدانو داسې اسناد او شواهد شته چې په ډيره آسانۍ سره دا پريکړه پرې کيداى شي چې د برياليو اعلان شويو کانديدانو له ليست څخه و ايستل شي . خو دغه مقام د دغه کانديدانو د نوم نه ښودلو څخه ډډه کړې ده ،دغه راز لوى افغانستان ويب پاڼې ته رسيدلي راپورونه وايي چې د ولسمشر کرزي دويم مرستيال کريم خليلي د هزاره قوم له يو شمير نورو مشرانو سره يو ځاى ولسمشر کرزي ته ورغلي او ګواښ يې کړئ که کوم هزاره توکمى بريالى اعلان شوى کانديد د ولسي جرګې د برياليو اعلان شويو کانديدانو له ليست څخه و ايستل شي نو دوى به يو مخ هزاره توکمي وکيلان پرينږدي چې ولسي جرګې ته لاړ شي .

له لوی افغانستان څخه په مننه